اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوه پوښتنه
Naeem sadat
04.03.2017
درنو او مکرمو دوستانو السلام علیکم
یوه پوښتنه لرم که محترم حلیمی صاحب یا نور محترم علما دا پوښتنه راته ځواب کړی منندوی به مه وم . مننه
پوښتنه - کافر چاته ویل کیږی ؟ یعنی کفر څه تعریف لری او د کافر کلیمه چاته اطلاق کیدای شی
ع کريم حليمي
04.03.2017
دروند او مكرم سادات صاحب ، وعليكم السلام ورحمةالله دامت و انوار
محترم سادات صاحب ! ستاسو په راتگ خوښ سوم ، او داچه له داسي پوښتني سرہ راغلي ياست چه ډېر ژور عمق لري .
زه په اطمئنان سره ويلی سم چه تاسو او أكثره د ټول افغان لوستونكي د كفر او كافر په لغوي او اصطلاحي او شرعي معني باندي تر ډېر حده واقف ياست
زه نه پوهېږم چه له كوم ځای نه ئي راشروع كم ځکہ چه كفر أقسام لري او هر قسم كفر او كافر بيا مختلف تعريفات لري .
زه به لمړئ هغه ابتدائي تعريف وليكم
چا چه په پوهه او دانش سره ، حق په باطِل و پوښلی او پټ ئې کړي کفر بلل کېږي ، فهو كافر
قال تعالي : (ولا تلبسوا الحق بالباطل)
مننه او درنښت
Naeem sadat
05.03.2017
مننه حلیمی صاحب ،
ما ستاسی له تعریف څخه داسی برداشت واخیست چی یعنی هغه ذهنیت چی د (کافر) یا (کفر) په باره کی زموږ په ټولنه کی شتون لری ( دا چی زموږ اکثره خلګ داسی فکر کوی چی د نړی خلګ په دوو برخو ویشل کیږی چی هغه عبارت دی له مسلمانانو څخه او هغه څوګ چی مسلمانان نه دی نو هغوی ته کافر ویل کیږی ) یعنی دا ذهینیت غلط دی . ایا ستاسی له تعریف څخه چی ما کوم برداشت اخستی صحیی دی ؟
ع کريم حليمي
05.03.2017
مكرم سادات صاحب ، کور مو ودان .
سادات صاحب ! تنها ملائكه دي چه واحد مسير لري ، پر دې جهان چه انسانان اوسيږي فكري جوړښت ئي داسي دی (خلقت) مختار او اختلافي
داسي نه ده چه تنها زموږ له نظره جهان پر دوو برخو وېشل سوی ، بلکي تقریباً ټول أديان په هم دغه باور دي ، عيسويان ځان ته مؤمن وايي؟ مسلمان مؤمن نه گڼي
هر دين معتقد خپل كتاب حق كڼي ، ددوی له عقدې له نظره موږ مسلمانان حق پټونکي
او زموږ د عقیدې له نظر دوی حق پټونکي دي .
نتها خالق دی چه واحد او احد ذات دی ، نور ټول جوړہ دي : وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ" نو سپین دی یا تور ، شپه ده يا ورځ ، ایمان دی یا عدم ایمان (کفر)
دریم مفہوم او حالت په ټول خلقت کښی نسته
بنا پر دا مختار او اختلافي خلقت :څوک كفر او څوک مؤمن بلل كيږي
درنښت
Naeem sadat
06.03.2017
محترم حلیمی صاحب مننه ستاسی له ځواب څخه
خو زما پوښتنه د کل په باره کی نه وه بلکی د خاص په باره کی وه یعنی د یوه مشخص شخص په باره کی . د مثال پډول کله چی موږ د عیسویت ددین په باره کی غږیږو نو موږ ویلی شو چی ( د عیسویت دین د حق په باطل پټول دی ) چی دا خبره زه په دلایلو ثبوتولی هم شم نو له همدی ځایه اتومات د انسان فکر ته دا ورځی چی که چیری د عیسویت دین کفر وی نو هر څوګ چی عیسوی وی نو هغه هم کافر دی خو دلته د (کافر) په تعریف کی راغلی که څوګ پوهیږی او قصدا حق په باطل پټوی نو نوموړی ته د کافر خطاب کیدای شی . خو کله چی یو څوګ په یوه عیسوی ټولنه کی زیږدلی وی او یا هم په یوه هندو ټولنه کی زیږدلی وی او د کل د تاثیر لاندی وی یعنی نوموړی په حقیقت خبر نه وی نو دا معنی چی دا کار قصدی نکوی نو نوموړی شخص ته موږ کافر نشو ویلی . یعنی زما مطلب دادی چی د مثال پډول د عیسویت اوسنی دین د حق په باطل پټول دی (یعنی کفر دی ) خو هر عیسوی چی په هغه ټولنه کی اوسیږی او د هغی عاطفی له درکه چی نوموړی یی له خپلی ټولنی سره لری او نوموړی ځان عیسوی حسابوی نوموړی ته موږ (کافر) نشو ویلی ځکه چی د هغه دریځ د عاطفی له درکه ده نه د پوهنی له درکه یعنی نوموړی په ناپوهی کی ځان عیسوی ګڼی . (یعنی چی عیسویت کفر دی خو هر عیسوی کافر ندی )
دوهم داچی عیسویان یا نور دینونه پدی مسله کی څه ډول دریځ نیسی دا زموږ لپاره معیار ندی زموږ لپاره زموږ لارښود قران کریم او د محمد (ص) حدیث دی .
آدم خان۱
07.03.2017
دواړو درنو اومحترمینو ، حلیمي صاحب او نعیم سادات صاحب ته سلام او درناوی!
زه به د سورة الإسرإ ۱۵ مبارک آیت دپښتو ترجمې سره دلته ستاسو حضور ته وړاندې کړم ، کوندي وي چې له بحث سره مرسته وکړي.
((مَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَلا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولا (١٥)
هرچاچې سمه صافه لاره ونيوله نوبيشكه همداخبره ده چې سميږي دى په لاره لپاره د( ګټې د ) ځان خپل ، اوهرڅوك چې بې لارې شو پس بيشكه همداخبره ده چې بې لارې كيږي په ضرردځان خپل ، اونه اخلي هيڅ اخيستونكى دګناه پيټى دبل چا؛ اونه يومونږعذاب وركونكي ( هيڅ طائفې ته ) ترهغه پورې چې وليږوكوم رسول ( چې دتوحيد اوشريعت لاره ورته بيان كړى ))
خصوصاً دغه برخه یې : ((وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولا))
په درنښت
ع کريم حليمي
07.03.2017
درنو او مكرمو ، محترمو ! سادات صاحب ، آدم خان صاحب ، وعليكم السلام و رحمة الله و بركات او درانه لوستونكو دي زما سلامونه او ښې هيلي رانه ومني
محترم سادات صاحب او آدم خان صاحب !
دغه روان بحث ډير عميق بيان دی ، دا مي په ياد دي چه څو کالہ مخ كي پر هم دغسي موضوع باندي د کعبې امام عادل الکلباني خپل نظر څرگند کړی ؤ ، د یو عالم مشکلاتو سرہ مخ سو چه په نتيجه كي ئي د كعبې شریفي امامت ئي له لاسه ووتلی ، او هم تر فشارونو لاندي ؤ ، بالآخره مجبوره سو چه : خپل نظر او فتوي يي بيرته واخستله
زه نه پوهيږم چه امام عادل څومرہ او تر کوم حد پوري دا موضوع څېړلې وه . په هرصورت
دا موضوع دوه قسمه خلگ په بر كي نيسي يو عيسوي علماء او بل عيسوي عوام
زما له نظره دواړہ تريوہ حكم لاندي کيږي ، که ضرورت ؤ د دليل بیا بہ ئې وليكم
او بل مهم جزونه د دغه بحث ، یو عقل او بل نقل دی
هر انسان دا حق لري چه عقل سالم ولري ، كله چه عقل سالم ولري نو بيا وحي ته مسؤليت لري ، يعني عقل هغه ابزار دی چه الوحي په پېژندل او تلل کیږي
الوحي داسي يو نقل او كلام دي چه په عقل تلل كېداسي ( یعني که عقل ته دمنلو نه وي نو بيا الوحي ندہ )استثناءْ لري
هر شخص چه هغه الوحي چه د ده وعقل ته د منلو وړ وي او رد ئې كړي هغه شخص
كه عالم وي او كه د لږ علم خاوند وي ، نو دی کافر دی ، بېلہ کوم شک او شبهې نه
زہ دا خبره رد كوم : چه عيسیٰ د خدای زوی دی ، زما عقل رأته وايي چه : پلار بايد او لازم ده چه د اولاد سره په ذات(DNA ) شريك وي ، كه داسي وي ، نو زه خو د عيسیٰ ع سره په ذات شريك يم ، پس نو زه د خدای سرہ په ذات شريك نه سوم ؟؟؟!!!!
چا چه د عيسويت ثلاثه ومنل هغه أصلاً عقل رد کړ هم یو نوعه كفر دی
آیا دا عقل ته د منلو ده ؟؟؟، چه په شكل انسان (عیسی ) او جسم ئې د مځكي سره په ذات شريك وي او هم خالق (خدای) وي ؟؟؟ د عيسویت دغه د "ثلاثه " كلام ، سالم عقل ته د منلو ندی !!! كه هر چا داكلام ومنلی ، پس عقل ئي رد كړ
كله چه عقل ته د منلو نه وي ، او چه هر قسم دتفسير هڅه ئي هم وكړو بيا هم عقل ته د منلو نه ده
درنښت
ع کريم حليمي
09.03.2017
درنو او محترمو سادات صاحب او آدم خان صاحب او لوستونكو
سلام عليكم ورحمة الله
د اسلام دين : يو يسير او پر عقل برابر مذهب دی یعنی د اسلام دین په یو ادنیٰ عقل تلل كېدای سي ، د اسلام د دین یوه قاعده دا ده چه : هر عبادتي فعل چه د تحمل نه وي ، نو دا فعل إسلامي او سماوي كېدانسي ، هر هغه قاعده چه عقل ته د منلو نه وي او هيڅ عملي جمبه ونلري پس داهم سلام او سماوي ندی . د دې مطلب يو ژوندئ مثال دا دی چه :
عیسویان داسي وایي چه : خدای ج خپل زوئ مځکي ته ددې له پاره راواستاوه ، چه د گنهكارانو گناهونه عيسیٰ پر غاړہ واخلي ، يعني هر عيسوئ چه هره گناه تر سره كوي ، د گناه فاعل له گناه پاك دی ولي چه گناه ئې د عيسیٰ ع په غاړه ده ! دغه حكم و عيسويانو ته مؤمن به خبره ده !
پخوا د ايټالیا حكومت همدغه قانون ته د عمل جامه ور اغوستې وہ ، کله چه به يو بډای سړئ محکمې مجرم و بللی ، نو بډای سړي به كوم بل څوک اجیر کړ او د بډای شخص په عِوَض كي به ئي حبس تير كړ
نو کله چه د خدای بنده او محمد رسول الله دا حکم راوړئ چه : {وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى}
نو د مزخرفاتو د عملي كيدو نه لاس پر سر سوه
او په خپل مقدس كتاب كتاب كي ئې دا و عقل ته نه منونكي مزخرفات بيا هم و ساتل
پس نو هر چا چه دا مزخرفات بناپر عناد وساتل هغوی په دغه او هغه دنيا كښي به کافر وی او هم د دې دنیا په محكمه كي د كافر تر حكم لاندي دي
او هر ڇا چه بيله كيني !!!!او عناده !!! او په بيخرتيا كي د كفارو سره كفر پاته سي ، او او بیا او د لاالاه الا الله نه هم منكره وي نو موږ ته په دغه جهاني محكمه كښي شرعاً كافر دی . او كه لاالاه الا الله باندي إيمان درلود نو د جنت كلي په لأس كښي لري ، نو د آخيرت حساب يي د الله په لأس كي دی
د عیسویانو :يو بل مثال چه عقل ته د منلو نه دی : وايي چه : هيڅوک جنت تہ نه سي تللي تر څو چه عيسیٰ ئې په خدايي نه وي منلی ، دا به كوم عقل ته د منلو وي ، چه خدای ئې هم تشناب ته ضرورت ولري ، او بنده ئې هم .
چا چه مزخرفات په اسماني احكامو ومنل او إيمان ئې وګرځاوہ : پس نو دنيا او آخيرت ئې خراب سو د دستور له نظره
محترم آدم خان صاحب نه مننه چه زموږ فکر ئې راوګرځاوہ و (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ) موضوع ته ، بيا هم مننه
درنښت
Naeem sadat
09.03.2017
محترم حلیمی صاحب او درنو دوستانو السلام علیکم
محترم حلیمی صاحب دا چی عیسویت لکه نظام یا سیستم کفر دی دا خبره خو ما له مخکی وکړه . او دا هم چی پر عیسویانو او یا هم د نورو مذهبونو په پیروانو کوم اسلامی حکم تطبیقیږی دا هم جلا بحث دی . ممکن کله چی زه وایم چی ( د عیسویت دین کفر دی خو هر عیسوی کافر ندی ) تاسی ته اتومات دا زړه ته درځی چی ( کله چی عیسوی کافر ندی نو بیا څه مسلمان دی ) چی همدا ډول ذهنیت زموږ په خلکو کی هم عام دی . کله چی خلکو دین د پوهی پر اساس نه وی زده کړی او د احساس په واسطه دین زده شوی وی ( کله که تاسی شعیه ملایان لیدلی وی کله چی د دین په باره کی غږیږی نو دوی ژاړی یعنی د ژړا یا احساس په واسطه خلګ دین ته رابولی ) او احساس بیا د تضاد د تاثیر لاندی ده یعنی چی د تضاد د تاثیر لاندی انسان بیا د تور څخه د سپین خواته او د سپین څخه د تور خواته ځغلی . د مثال پډول د تضاد دوه متضاد حالتونه تودوخه او سوړوالی دی . چی دواړه حالتونه انسان له منځه وړی یعنی کله چی انسان له تودوخی پر تنګ شی نو د سوړوالی خواته حرکت کوی یعنی مخالفی خواته یی حرکت کوی او ددی شعار تر نامه لاندی پر مخ ځی چی ( سوړوالی ښه ده او زموږ مسیر باید همیشه د سوړوالی خواته وی ) خو کله چی نوموړی انسان د سوړوالی لورته ښه وړاندی لاړ شی نو بیا ورو ورو دا احساس کړی چی دا سوړوالی موږ له منځه وړی نو بیا د انسان د خوځښت لوری بیرته د تودوخی لوری ته واوړی او بیا د تودوخی خواته حرکت کوی او دا شعار ورکوی چی تودخه ښه ده او ساړه دی ورک شی . چی زموږ دا د احساس نړی ټوله له همدی ډول تضاد څخه جوړه ده او دا تضاد انسان کله یوی خواته او کله بلی خواته ځغلوی . ددی لپاره چی انسان له دی حالته نجات پیدا کړی نو ددوی لپاره دا ضروری ده چی دین د عقل او منطقو په واسطه زده کړای شی . او ژوند هم باید د عقل په واسطه وشی نه د احساس په واسطه بلکی برعکس احساس باید د پوهی تابعی وګرځول شی او د پوهیی اساس بیا وحی ده ( یعنی چی قران کریم او د محمد ص حدیث دی ). نو پدی اساس کله چی زموږ په ټولنه کی دین د عقل په ژبه نه بلکی د احساس په ژبه ورزده کول کیږی نو زموږ زیاتره خلګ هم د خپل احساس په لومه کی راګیر دی او په همدی خاطر له یوی خواه بلی خواته او له بلی خوا بیرته دیخواه ته په ځغاسته کی دی .( کله چی ورته ووایی چی عیسوی کافر ندی نو اتومات پوښتنه درڅخه کوی نو څه ایا مسلمان دی ؟ ) یعنی دوی د همدی تضاد په لومه کی راګیر دی او په همدی خاطر دوی نړی په دوو برخو ویشی یعنی چی د نړی یوه برخه مسلمانان دی او دوهمه برخه کوم چی مسلمانان ندی نو ددوی په اند اتومات کافر دی . حال دا چی کفر یا کافر خپل خاص تعریف لری او هغه چاته باید وویل شی چی د نوموړی تعریف سره مطابق وی . د همدی خبری سره زما یوه قصه راپه یاد شوه چی کله کوم چا راته ویلی وه .
وایی کله چی په افغانستان کی د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان حاکمیت جاری وو نو کوم افغان سیک (مطلب می د افغانستان له سیکانو څخه دی) هم خلقی شوی وو . نو وایی کومه ورځ نوموړی سیک کوم لوړپوړی خلقی ته ویلی وو ( چی وزیر صاحب ، زه خلقی شوی یم او زموږ سیکان اوس ماته وایی چی ته کافر شوی یی او دیخوا تاسو هم ماته هیڅ رانکړه نه مو پر کوم ښه منصب مقرر کړم او نه مو هم کوم ښه موقف راکړ ) نو نوموړی وزیر نوموړی سیک ته ویلی وو ( چی ته څه پخوا مسلمان وی چی اوس کافر شوی یی )
او یوه بله قصه داسی ده چی یو وخت زه د خپل یوه ملګری سره د غرب د تعصب په باره کی چی د اسلام د مبارک دین سره یی لری غږیدم . ما ورته وویل چی ګوره دا غرب د اسلام د مبارک دین سره په تعصب او دښمنی کی دومره د افراط خواته اوښتی چی د نړی د خلکو په منځکی نژادی تعصبونه خپروی . دوی خلک د خلکو د پوستکی د رنګ په اساس سره طبقه بندی کوی . خلګ په تور ، سپین ، ژیړ او نورو رنګونو سره ویشی او هر رنګ ته دوی خاص موقف ورکوی او پدی ډول دوی خلګ د تضاد منځته ورغورځوی او خلګ یو پر بل سره وژنی ، توهینوی او ځورووی یی . او همداسی می پسی اوږده کړه چی ګوره ددوی خلګ هم دومره پدی لومو کی راګیر دی او دومره بی عقل شوی چی د مسلمانانو سره یی تعصب راخستی او پدی خبرو یی یقین راغلی او پدی مزخرفاتو عقیده کوی او د یوه انسان لوړوالی د نوموړی انسان په رنګ یا په نصب کی وینی . نو په ځواب کی زما ملګری هم راته وویل چی زموږ خلګ هم ( مطلب یی مسلمانان وو ) ددوی ددی تعصب په مقابل کی د عکس العمل په بڼه دویته د کافر کلیمه استعمالوی او دویته کافر وایی .
په رښتیا هم که تاسی زموږ کلیو ته لاړ شی او له کلیوالو څخه پوښتنه وکړی چی کافر څوګ دی ؟ نو اتومات د اروپایی خواته ګوته نیسی او وایی چی دا کافر دی خو هندو یا چینایی چندان کافر نه ورته ښکاری . نو زما په نظر موږ مسلمانان نه باید له دین څخه د عکس العمل وسیله جوړه کړو بلکی زموږ دین باید د الله ج او د هغه د رسول محمد ص له اطاعت څخه عبارت وی . یعنی موږ باید کافر هغه چاته ووایو چاته چی قران کریم کافر وایی او هغه له هغه تعریف سره مطابقت کوی کوم چی له قران کریم څخه راخستل شوی . نه داچی موږ د مشرک ، کافر ، ملحد او نور مفاهیم سره ګډوډ کړو او هرچاته مو چی څه زړه وغوښتل همعغه ورته خطاب کړو . د کافر کلیمه خپل خاص تعریف لری چی باید د نوموړی تعریف مطابق د کافر کلیمه د هغه چا لپاره استعمال شی د چا سره چی مطابقت کوی .
حلیمی صاحب تاسی د کافر په تعریف کی وویل ( چی کافر هغه چاته ویل کیږی چی په پوهه (قصدا) حق په باطل پټوی ) او بیا دا استدلال کوی چی دا چی عیسویان په باطله یا په غلطه لار روان دی نو دوی په همدی خاطر کافران دی خو ستاسی استدلال مکمل ندی ځکه چی په غلطه لاره تلل او قصدا په غلطه لار تلل دا فرق سره کوی . کله چی یو انسان پدی پوهیږی چی دا لار غلطه ده او بیا هم پدی لار ځی نو دا قصدا په غلطه لار تلل دی چی همدا کفر دی او داچی یو څوګ پدی نه پوهیږی چی دا لار غلطه ده او په نوموړی لار ځی دا بیا قصدی تلل ندی .
محترم حلیمی صاحب ، ممکن ستاسی لپاره زما دا خبره د برداشت وړ نه وی چی ځنګه یو څوګ چی پدی پوهیږی چی الله ج شته او بیا په همدی د پوهیدو په حالت کی نوموړی د الله ج په مقابل کی د جنګ دعوه کوی او د الله ج په مقابل کی بغاوت کوی . هو حلیمی صاحب دا ډول خلګ شته او ددوی سرلاری ابلیس دی . انشاالله که په راتلونکی کی وخت وو بیا به زه ددی ډول خلکو په باره کی لیکنی وکړم
ع کريم حليمي
12.03.2017
وعليكم السلام و رحمة الله دامت و بركاته ، محترم سادات صاحب تاسو همېشه په ډېر ښایستہ او ښہ نافِع او مفید انداز بحث مخ په وړاندي وړی ، مننه
[quote:eb61841efa]( د عیسویت دین کفر دی خو هر عیسوی کافر ندی ) [/quote:eb61841efa]
هو! دغه دنن ورځي ( پلار + زوی + روح = ١) كفر ( دی ، بلې هو ! هر عيسوی کافر ندی ، بلكي مشركين دي ، داچه په مسيحيت كي ډيري فرقې او جماعتونه سه ، نو پر واحد فرد او شخص باندي بحث نه كوو بلكي د عيسويت پر فلسفه بحث روان دی ،
د قران له نظر يي كوم فرق نسته ، ولي چه قران وايي دواړه جهنم ته ځي
(إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أُوْلَئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ [البينة:6]، وقوله تعالى: إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ)
او كه پر فرد بحث كوو نو بايد له هغه فرد نه لس داستعلام په شكل پوښتني وسي ،
نو بيا دا و موږته جوته كيږي ، چه دغه شخص ، مشرك يا كافر يا ملحد ....زندق . و غيره دي
پو ښتنه دا رولاړېږي چه : قران دواړہ جهنم ته استوي ، پس نو !
what difference does it make ??????
درنښت
ع کريم حليمي
12.03.2017
محترم او مكرم سادات صاحب ، سلام علیکم اوښې هيلي
[quote:393cfef566]حلیمی صاحب تاسی د کافر په تعریف کی وویل ( چی کافر هغه چاته ویل کیږی چی په پوهه (قصدا) حق په باطل پټوی ) او بیا دا استدلال کوی چی دا چی عیسویان په باطله یا په غلطه لار روان دی نو دوی په همدی خاطر کافران دی خو ستاسی استدلال مکمل ندی ځکه چی په غلطه لاره تلل او قصدا په غلطه لار تلل دا فرق سره کوی . کله چی یو انسان پدی پوهیږی چی دا لار غلطه ده او بیا هم پدی لار ځی نو دا قصدا په غلطه لار تلل دی چی همدا کفر دی او داچی یو څوګ پدی نه پوهیږی چی دا لار غلطه ده او په نوموړی لار ځی دا بیا قصدی تلل ندی . [/quote:393cfef566]
هو ! ستاسو خبري شرعاً او اخلاقاً منلي او صحيح دي ، لكن د نفس او ضمير او باطن ايمان او عدم ايمان رب العزت ته ښہ معلوم دی مونږ په دغه دنيا كي قضاوتونه پر ظاهرياتو كوو . خاتمه مستوره ده
دا كه دوی جنت تہ استول کيږي او کہ نار تہ ، موږ د مداخلې ځای نشته ، په جهاني محكمه او شريعة او عرف كي دوه مفهومه سته يو إيمان او بل عدم إيمان
درنښت
Naeem sadat
13.03.2017
محترم حلیمی صاحب
تاسی پوښتنه کړی ( چی څه فرق کوی ؟ )
حلیمی صاحب فرق یی دادی چی زه د الله (ج) له احکامو د اطاعت لپاره ددی خبری پوهیدو ته اړتیا لرم .چی کله چی زه پدی پوهیږم چی کفر څه ته وایی او کافر چاته اطلاق کیدای شی نو په هغه صورت کی کله چی الله (ج) په قران کریم کی د کافر په باره کی حکم کوی او یاهم په کوم حکم کی د کافر یادونه کوی نو زه پوهیږم چی دلته مطلب څه ډول خلګ دی ( یعنی مطلب کافرین دی د کوم په باره کی چی زه پوهیږم چی چاته ویل کیږی ) او کله چی زه پدی نه پوهیږم او د ګمان په انداز غیر مسلمانو ته کافر وایم نو په هغه صورت کی زه د الله (ج) د حکم په عمل کی سم اطاعت نشم کولی
ع کريم حليمي
14.03.2017
دروند او محترم معزز ورور سادات صاحب
محترم سادات صاحب ، عرفاً custom ، او شرعاً ، هر فرد ته نده ضرور چه د كفر په مجمل تعريف باندي قدرت ولري ، البته قاضي او مفتي له پاره ضرور او لازم ده چه Oveall پوهه ولري ، ولي چه: که داسي يوه قضيه ورته راسي چه ښځه ادعاء claim وكړي چہ مېړہ ئی کافر شویدی ، او ښځہ ووایی چه زه پر سړي طلاقه يم ، او يا داسي يوه قضيه محكمې تہ راسي ( من بدل دينه فاقتلوه
كفر دوه ډولونه لري ،
١)يو هغه الفاظ ويل دي چه مسلمان په كافر سي ، او د اسلام له دايرې نه ،په خارج سي
٢)بل هغه الفاظ او كړني دي دي چه سړی په كافر سي اما د اسلام له دايرې نه ، په خارج نشي
١-كه چا كلام الله وحي و نه بلل ،او يا ! محمد عليه السلام ئې كاذب وگڼلئ ، دغه شخص د اسلام له دايرې خارج سو ،
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ .
وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ .
٢- او بل هغه شخص هم کافر دی ، چه ظلم كوونکی وي او يا دائم په كبيره گناهونو كي ولاړ او مبتلا وي ، دغه شخص ته هم كافر ويل كيږي لیکن شرعاً د اسلام لہ دایرې ندی خارج
و من يقتل مؤمناً متعمّداً فجزاؤهُ جهنم خٰلِداً فيها............نساء ٩٤
ومن لم يحكم بما أنزل الله فأُولٰئِك هم الكٰفرون(٤٤)
ومن لم يحكم بما أنزل الله فأُولٰئِك هم الفٰسِقون (٤٧)سورة المائدة
محترم سادات صاحب او درنو لوستونكو !
وموږ تہ نده لازمه او ضرور چه كوم فرد ته كافر ووايو ، الا كه يو فرد په ډېر واضح او ښکارہ او د صراحت په لحجه پر خپل كفر اقرار وكړ
او يا د جهالت تاريخي (شرارت او عناد ) پر بنا او پر تاريخي جهالت إقرار وكي
نو دغه وخت موږ ویلی سو ، چه دغه فرد أشد كافر دي
نو بهتره داده چه نور نو ، هغه خلگ چه پر يوه خداي ايمان لري او د آخيرت پر ورځ ایمان لري
او محمد بن عبدالله رسول الله باندي ايمان نه لري ! لازمه او ضرور ده و مونږ تہ چہ چه يوه ته مغضوبين او و بل ته الضآلين ووايو
درنښت
lawangin
14.03.2017
انډیواله ولا که د یا (مغضوبين) اویا به ( الضآلين ) پيژنم ! نو په پښتو کې څه ورته
وایې ؟؟ کاشکې د نورو ژبو تر څنګه مو عربي ژبه هم زده وی !!
پتنګ
آدم خان۱
15.03.2017
لونګین صاحب سلام علیکم،
د حلیمي صاحب مطلب د ( غير المغضوب عليهم ولا الضالين ) څخه یهود اونصاری دي. داسې مې اوریدلی چې یهود او نصاری غواړي دغه تر جمه او تفسیر دالحمد شریفې (الفاتحه ) نه لري شي.....!
د حلیمي صاحب څخه مننه چې بحث یې په ډیره ښه توګه په موثقه دینی دلایلو پر مخ بوته.
مننه
Naeem sadat
17.03.2017
محترم حلیمی صاحب ، ادم خان صاحب ، محترم لونګین صاحب او درنو لوستونکو یو ځل بیا السلام علیکم
محترم حلیمی صاحب ډیره زیاته مننه چی په ډیر وضاحت سره مو زما پوښتنه ځواب کړه . زه فکر کوم چی د مسلمانانو لپاره د کافر کیدلو حکم معلوم دی چی نوموړی چون مسلمان دی او په حقیقت پوه دی خو که پدی صورت کی نوموړی بیا هم د کفر دایری ته داخلیږی نو واضح خبره ده چی نوموړی قصدی دا کار کوی . په همدی خاطر زه فکر کوم چی کله کوم مسلمان مرتد شی نو دری ورځی وخت ورکول کیږی او که څه پوښتنی ولری ځواب ورته ویل کیږی خو ددی سره که نوموړی بیا هم په نوموړی دریځ ولاړ وو نو معلومه خبره ده چی نوموړی قصدی دا کار کوی
دلته مو حلیمی صاحب یوی خبری ته فکر وی چی کفر (په باطلو د حق پټول دی ) یعنی دلته مطلب داسی دی چی کوم شخص چی غواړی چی حق په باطل پټ کړی یعنی نوموړی ته حقیقت څرګند دی خو نوموړی غواړی چی دا حقیقت په باطل پټ کړی . یعنی دلته اتومات هغه شخص چی حقیقت نه وی ورته معلوم د نوموړی تعریف له دایری خارجیږی
بل داچی محترم حلیمی صاحب د (غير المغضوب عليهم ولا الضالين ) په لغات او معنی که څه معنی لری خصوصا د (علیهم) کلیمه ؟؟
او که مهربانی وکړی زما یوی بلی پوښتنی ته هم ځواب ووایی نو منندوی به مو وم
پوښتنه - الحاد څه ته وایی ؟؟
او د ملحد خطاب چاته یا څه ډول شخص ته کیدای شی ؟؟
ړ
ع کريم حليمي
18.03.2017
وعليكم السلام و رحمة الله و بركاته
محترم او مكرم سادات صاحب ، مننه ستاسو له حسن نيت نه !
[quote:6469a31747]د ملحد خطاب چاته یا څه ډول شخص ته کیدای شی ؟؟[/quote:6469a31747]
محترم سادات صاحب دا مو ډېرہ ښکلې پوښته مطرح كړہ ، زہ پوهېږم چه تاسو او محترم لوستونكي خامخا د الملحد په لغوي او اصطلاحي معنیٰ پوهېږئ .
ملحد و هغه شخص ته ويل كيږي چه د الله ج له وجود نه منكره وي
ملحد داسي كلمه ده چه تنها مذهبي جنبه لري يعني "ملحد " يوازي مذهبي او ديني اصطلاحي لغت او جمله ده ، گمراه ، زنديق ، او كافر جملې د مذهبي بحث نه دباندي هم كارېدای سي .
ملحد شخص عموماً ، ادنیٰ او کمعقله خلك نه دي، أكثريت ملحدين ،مغلق فلسفي فكر كونکي خاوندان وي ، يوه تعداد ملحدين د الله د وجود نه منكره وي ، او يو تعداد بيا د الله په صفاتو كي فلسفي او منطقي درزونه او شق پلټي ،تر هغه حد پوري كوي چه د الحاد سرحد نه هم ورتېر سي ، تر څو چه الملحد سي
درنښت
ع کريم حليمي
18.03.2017
محترم سادات صاحب او محترم لوستونكو زما سلامونه او ښې هيلي
د الملحدينو مكتب په ټوله نړۍ کښي فعالیت لري ،یعني داسي نده چه يوازي د مسلمانو ټولنه او دین د الحاد تر ګواښ لاندي ده د عيسويانو او يهودو عقائد هم د ملحدينو له خطره او گواښ سره لأس او گرېوان دي .
د الملحد د پاره د بنده (حليمي )تعريف : هر هغه فرد چه د ددیني عقيدې قاتل وي يا په بل عبارت چه و ديني عقائدو ته لحد كن وي الملحد (دمذهب قاتل )بلل كيږي
درنښت
Naeem sadat
21.03.2017
محترم حلیمی صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم
محترم حلیمی صاحب ډیره مننه ستاسی له ځوابه چی زما پوښتنه مو ډیره علمی ځواب کړه
اوس چی تاسی د کفر او الحاد تعریفونه موږته وړاندی کړه زه غواړم چی د همدی بحث په لړ کی همدا د (کافر) او (ملحد) یا د (کفر) او (الحاد) داخلی حالت تاسی ته بیان کړم . ځکه چی پورته یاد شوی تعریفونه یواځی ظاهری بڼی لری یعنی د کفر او الهاد ظاهر موږ ته راڅرګندوی خو ددی لپاره چی موږ وکولای شو چی د کفر او الحاد په مقابل کی کلکه مقابله وکړو نو موږ ته ضرور ده چی د کفر او الحاد له باطنه یا له داخله هم ځان خبر کړو چی ددی سره د کفر او الحاد علتونه هم موږ ته راڅرګندیږی یعنی چی موږ پدی پوهیدای شو چی د کفر علت څه دی او یا هم د الحاد د رامنځته کیدو علت څه دی
د مثال پډول ډیر خلګ داسی فکر کوی چی ملحدین او کافر دا یو خلګ دی او یا هم که یو خلګ ندی نو بیا ډیر سره نژدی دوستان دی . دا پداسی حالت کښی چی ملحدین او کافران یو او د بل سره ډیره کلکه دښمنی لری او هو دا هم سمه خبره ده چی هم کافران او هم ملحدین دواړه د مسلمانانو دښمنان دی خو دوی پخپل منځکی هم سره دښمنان دی او یو او د بل شتون نشی سره زغملی . او دا هم سمه خبره ده چی هم کفر او هم الحاد موږ په اخری تحلیل کی د همدی تعریف لاندی راوستی شو یعنی چی (د حق په باطلو پټول کفر دی ) یعنی چی په اخری تحلیل کی کفر او الحاد دواړه کفر دی خو ددوی دواړو علتونه ، شکلونه او کړنی سره مختلفی دی او زموږ لپاره همدا مهمه ده چی موږ پردی پوه شو چی ددوی پر منځکی ولی سره نه پخلاکیدونکی دښمنی ده یعنی دا دواړه حالتونه ولی سره بیلیږی پداسی حال کی چی د ماهیت له پلوه سره یو ډول دی . ددی لپاره لومړی موږ باید پدی پوه شو چی د الحاد او کفر په منځکی څه فرق دی
نور بیا انشالله
Naeem sadat
21.03.2017
په اصل کی هم کفر او هم الحاد د انسان لخوا د خپل خالق په مقابل کی بغاوت دی . یعنی د شکل له رویه دواړه یو مفهوم لری خو د علت او کیفیت له پلوه بیا دا دواړه سره نه تنها داچی مختلف بلکی متضاد دی .
کفر پدی نړی کی د خالق په مقابل کی د نارینه کیفیت بغاوت دی او الحاد پدی نړی کی د خالق په مقابل کی د ښځینه کیفیت بغاوت دی یعنی په دواړو حالتونو کی مطلب بغاوت دی خو له مختلفو یا متضادو جهتونو څخه
د کفر علت او کیفیت داسی دی چی الله (ج) انسان د مځکی پر سر خپل خلیفه ګرځولی او انسان یی په دوو کیفیتونو کی پیدا کړی چی نارینه او ښځینه دی او ددوی له جملی نارینه فاعل کیفیت دی او ښځینه معفول کیفیت دی . دلته ددی نړی د قوانینو مطابق نارینه کیفیت په ښځینه کیفیت حاکم دی ( ددی نړی دا د تضاد قوانین هم د همعغی د غنمو د دانی د خوړلو نتیجه ده کوم چی لومړی بی بی حوا او بیا وروسته ادم ع په جنت کی خوړلی وه څخه رامنځته شوی دی ) . او د همدی دوو کیفیتونو له وجهی زموږ ټولنیز شعور په دوو برخو ویشل شوی چی یو یی نارینه ټولنیز شعور دی او دوهم یی ښځینه ټولنیز شعور دی . لکه ابن خلدون چی ویل چی ټولنه عمومی ارواح لری خو هغه دا نه ویل چی نوموړی ارواح یا شعور په دوو برخو ویشل کیږی . دا دوه شعوره د انسان په مقابل کی په یوه حالت کی فاعل یا تاثیر درلودونکی دی خو په بل حالت بیا د انسان په مقابل کی معفول یا تاثیر اخیستونکی دی . دا دوه شعوره چی عمومی دی د انرژی د اخستلو په وخت کی د انسان په مقابل کی تاثیر اخستونکی دی ( یعنی دلته زما مطلب دادی چی دا دوه شعوره انرژی له انسانانو څخه اخلی او له ځانه کومه انرژی نلری یعنی ښځینه شعور خپله انرژی د ښځو له زړونو څخه اخلی او نارینه شعور خپله انرژی د د نارینوو له زړونو څخه اخلی ) . که چیری تاسی زموږ په خلکو کی اوریدلی وی چی وایی چی زړونه زړونو ته لار لری مطلب ترینه همدا عمومی شعور دی . او پدی حالت کی انسان چی نوموړی شعور ته هر ډول انرژی ورکړی نو نوموړی شعور له همعغه ډول انرژی څخه ډکیږی یعنی که انسان مثبته انرژی ورکړی نوموړی شعور مثبت کیفیت اخلی او که منفی انرژی ورکړی نو نوموړی شعور منفی کیفیت اخلی او په همدی خاطر پدی حالت کی نوموړی شعورونه د انسان په مقابل کی تاثیر اخیستونکی یا معفول دی خو په دوهم حالت کی نوموړی شعورونه بیا فاعل یا تاثیر اچونکی دی یعنی کله چی دا شعورونه د کیفیت له لحاظه له یو ډول انرژی ډک شول بیا د شکل په صورت کی بیرته همدا شعورونه پر خلکو تاثیر اچوی یعنی کیفیت یا قوه موږ ورکوو خو بیا وروسته همدا شعورونه بیرته پر موږ تاثیر اچوی نو په همدی خاطر په دوهم حالت کی نوموړی شعورنه تاثیر اچونکی دی . او بل داچی ښځینه شعور ته ښځینه زړونه انرژی ورکوی او نارینه شعور ته نارینه زړونه انرژی ورکوی خو په دوهم حالت کښی کله چی نوموړی شعورونه په انسانانو تاثیر اچوی پدی حالت کی بیا دا معلومه نه چی کوم شعور پر چا تاثیر کوی ممکن نارینه شعور پر کومه ښځه تاثیر وکړی او یا هم کوم نارینه هم ممکن د ښځینه شعور د تاثیر لاندی راشی .یعنی دا حتمی نه ده چی نارینه شعور باید په نارینوو حتمی تاثیر ولری او ښځینه شعور پر ښځو .
دلته بیا دا کیفیتونه موږ به یی داسی فرض کړو چی مثبت او منفی کیفیتونه یا ښه او خراب کیفیتونه دا د انسانانو په زړونو کی له کومه کیږی یا له کومه رنګ اخلی . هغه داسی ده چی هغه زموږ له اعمالو کوم چی موږ یی یو او د بل په مقابل کی تر سره کوو څخه رنګ یا کیفیت اخلی
لکه مخکی چی ما وویل چی ددی نړی د قوانینو مطابق نارینه کیفیت پر ښځینه کیفیت حاکم دی ( خو خدای ندی ) . او دی نړی ته لومړی پیامبر ادم ع راغلی وو له دی څخه زما مطلب دادی چی انسان دی نړی ته له راتلو سره سم پدی خبر وو چی الله (ج) موجود دی یعنی پیامبر له همعغی لومړی ورځی دلته موجود وو او دا انسانی شعور پدی پوهیده چی ( نارینه لکه دا نړی یی چی موږ ته ښیی خدای ندی بلکی د ټولو مخلوقاتو یو خالق دی چی هغه الله (ج) دی ) خو ابلیس دا نارینه کیفیت ته داسی وسوسه ور اچوی چی ګواګی دا خو ستا په ګټه ده دا نړی خو ستا پر ګټه ده ځکه چی ته دلته حاکم یی چی له همدی ځایه د انسان په زړه کی پر بل د حاکمیت شوق پیدا شی او نوموړی دا وایی چی زه حاکم یم پدی ډول نوموړی پر خپل وجود چی باطل دی (دلته زما مطلب د وجود له باطلیدو دادی چی په نوموړی دعوه کی باطل دی یعنی کله چی انسان دا دعوه وکړی چی زه حاکم یم یعنی زما وجود یا زما شتون حاکم دی نو پدی حالت کښی دده دا عوه باطله ده او دده شتون پدی دعوه کی هم باطل ده ) یعنی نوموړی پخپل وجود یا پخپل شتون حقیقت پټ کړی حقیقت خو دادی چی اصلی حاکم او اصلی خدای خو الله (ج) دی خو نوموړی دا حقیقت پخپل ځان پټ کړی . چی له همدی ځایه کفر شروع شی ( لکه فرعون به چی ویل چی زه خدای یم پداسی حالت کښی چی نوموړی به پدی پوهیده چی نوموړی خدای ندی ) فرعون به دا نه ویل لکه ملحد چی وایی چی خدای نشته بلکی فرعون به ویل چی خدای شته او هغه زه یم . یعنی د کافر د زړه پلو د خدایی د دعوی کولو پر لور دی . کافر کوښښ کوی چی خلګ ده ته عبادت وکړی او کفر بیا په عمل کی ظلم دی یعنی د کافرانو خصلت ظلم کول دی یا د ظلم خواته میلان دی . کافر غواړی چی د الله ج صفتونه ځانته منصوب کړی غواړی چی خلګ دا ومنی چی نوموړی لوی دی ، نوموړی تکبر کوی ، نوموړی هر څه پر ځان تماموی او د ځان لخوا پر خلکو ظلم کول روا بولی یا دا خپل حق ګڼی . کفر کله چی د عمل جامعه واغوندی نو نوم یی هم بدل شی چی پردی حالت کی د کفر نوم (ظلم) دی . یعنی کفر په عقیده او معنی کی کفر نومیږی خو په عمل کښی بیا ظلم نومیږی
که زه تاسی ته یو مثال درکړم کله که کوم شخص چی په زړه کی کافر وی او په خوله مطلق ګونګی وی یعنی چی غږیدای نشی نو دا شخص به خپل کفر څه ډول اظهاروی ؟
دا شخص به خپل کفر چی کوم یی نوموړی پخپل زړه کی لری د عمل په واسطه (په ظلم سره ) اظهاروی یعنی چی ظلم به کوی یعنی کفر چی کله د عمل جامه واغوندی نو بیا ظلم نومیږی
اوس به راشو الحاد یا ملحدینو ته چی الحاد له کومه رامنځته کیږی
نور بیا انشالله
Naeem sadat
23.03.2017
الحاد پدی نړی کی د خپل خالق په مقابل کی د ښځینه کیفیت بغاوت دی
د الحاد اصلی منبع تعصب دی یعنی الحاد د کرکی ، نفرت او ضد څخه ډک یو حالت دی . لکه پورته چی حلیمی صاحب د الحاد په تعریف کی وویل چی ملحد د عقیدی وژونکی دی یعنی دلته مطلب داسی دی چی ملحد د حقیقت د پیداکولو په لټه کی ندی بلکی ملحد یواځی یو هدف لری چی هغه د خلګو په زړونو کی د عقیدی وژل دی
د ملحد داسی شعار دی چی نوموړی داسی شعار ورکوی چی خدای نشته او هر هغه بل څه هم چی د انسان پنځه حواس یی نشی حس کولی هغه هم نشته یعنی ملحد مطلق له غیبو څخه منکر دی او کوښښ کوی چی خپل دا نظر په هر ممکن ډول چی وی په ټولو خلکو ومنی یا یی پری تحمیل کړی
داچی د الله ج په شتون او د غیبو په شتون ټول کاینات او د کایناتو ټول جوړښت شاهدی ورکوی او هرڅوګ چی د ددی کایناتو او د کایناتو د جوړښت د پوهیدو او علم حاصلولو پسی راووځی او چی څومره د نوموړی شخص علم د کایناتو او د کایناتو د جوړښت په باره کی زیاتیږی همدومره د نوموړی شخص عقیده هم د خالق پر شتون ټینګیږی او نوموړی شخص ته همدومره ډیر د خالق د شتون شواهد ورمعلومیږی
یعنی دلته مطلب دادی چی د ملحد د الحاد علت (علمیت) یا کومه فلسفی یا ریاضیت ندی . ډیر خلګ داسی فکر کوی چی ګواکی ملحد ډیره مطالعه کړی او پدی به ممکن پوه شوی وی چی (خدای نشته ) دا خبره مطلقه غلطه ده ځکه چی هیڅوګ هم هیڅکله مستقیم پدی نشی پوهیدای چی (خدای شته ) او یا هم (خدای نشته ) ځکه چی د خالق د شتون دلایل غیر مستقیم دی یعنی چی کاینات دا شاهدی ورکوی چی خالق شته خو موږ خالق کله هم لیدلای نشو او نه هم ویلی شو چی خالق چیرته ده او په همدی ډول مطلق هیڅوګ هم دا نشی ویلی چی (خالق نشه ) دا خبره منطقاَ غلطه ده او په هیڅ منطقو کی نه برابریږی
ملحد ډیر کوښښ کوی چی ځان خلکو ته علمی شخص وښیی پداسی حالت کښی چی ملحد اصلا هیڅ علم نلری او د نوموړی علمیت همیشه یواځی ظاهری شکل لری . ممکن ملحد ډیر ښایسته لباس اغوندی ډیر پاک او ستره ګرځی ، په خبرو کی ددی پر ځای چی د خبرو اصلی هدف خلکو ته په ښه ډول ورورسوی لغات پرانی کوی او ډیره تکیه په احساساتو کوی . یعنی ملحد همیشه کوښښ کوی چی خلکو ته ډیر معقول سړی ښکاره شی خو دا موږ ته معلومه ده چی په ملحد کی هیڅ تعقل وجود نلری او د ملحد ټول افکار په احساساتو بنا دی
خلاصه دا چی ملحد د خالق له شتون څخه منکریږی ددی علت علمیت ندی بلکی دا ستونزه یا دا مرض د نوموی په زړه کی ځای لری .
د ملحد د زړه ستونزه څه ده ؟
ملحد که نر وی او یا هم ښځه یعنی چی له هر جنسه وی نوموړی د ښځو له سترګو نړی ته ګوری یعنی انسان آو په ټوله کی نړی ته د معفولیت له سترګو ګوری .
الحاد له هغه تعصب څخه سرچینه اخلی کوم چی د ښځو په زړونو کی د نارینه پر ضد (عموما د نارینوو لخوا د ښځو په مقابل کی د مینی د نشتون له وجهی ) تولیدیږی یعنی د سوخت مواد یی همعغه تعصب دی چی د ښځو په زړونو کی تولیدیږی . نوموړی تعصب چی کله د ظلم او یاهم د مینی د نشتون له وجهی د ښځو په زړونو کی تولید شی نو بیا دا تعصب د ښځو له زړنو په ټولنه کی د ښځو عمومی شعور ته ور انتقال کیږی او کله چی دا تعصب نوموړی شعورته ور داخل شی او هغه ډک کړی نو بیا چی هر انسان که هغه نر وی یا هم ښځه کله چی د نوموړی شعور د تاثیر لاندی راشی نو د نوموړی زړه ته دا د الحاد تعصب لار ورپیدا کړی . دلته ستونزه پدی کښی ده چی کله تعصب په کوم زړه کی تولیدیږی نو دا اکتیف یا فاعل نه وی یعنی یواځی د یوه شکایت په ډول سره د ټولنی ټولنیز شعور ته ورداخلیږی خو کله چی نوموړی تعصب د ټولنیز عمومی شعور لخوا د کوم شخص زړه ته لار پیدا کوی نو پدی صورت کی دا تعصب اکتیف وی او غواړی چی د نوموړی شخص ټوله اراده پخپل کنترول کی ونیسی . او دا چی تعصب یو ړوند حالت دی او د کوم انسان زړه ته چی ورولویږی نو هغه انسان هم ړوند کړی یعنی نور هغه انسان د زړه په سترګو څه نشی لیدلی . او همیشه د هغه ضد تر کنترول لاندی وی کوم چی د نوموړی په زړه کی څای لری . نو په همدی خاطر له ملحد سره علمی بحث کول د وخت ضایع کول دی ځکه چی ملحد هیڅکله هیڅ دلیل او هیڅ منطق نه منی او که هرڅوګ دلیل یا منطق ورسره ووایی نو نوموړی په بحث کولو کی ناړامی کوی .
او که چیری تاسی د ملحد په مقابل کښی داسی دریځ غوره کړی چی ملحد ته ووایاست ورځه ته هر فکر چی لری دا ستا کار دی او کومه عقیده چی زه لرم دا زما خپل کار دی ورځه ته دی خپل کار کوه او زه به خپل کار کوم . پداسی حالت کښی هم تاسی د ملحد له تعصب څخه ځانونه نشی خلاصولی که تاسی له نوموړی هرڅومره لری لاړ شی نو ملحد به ځان یا خپلی توهینونکی خبری تر تاسی پوری په شکل د اشکالو درسوی . او کنځا ، سپکی سپوری او توهینونکی خبری به تاسی او ستاسی د عقیدی اړوند کوی .
په اساس کی د ملحد ټول خصوصیات داسی دی لکه د ښځی . که په تاسی لوستونکو کومو کسانو چی وادونه کړی وی یعنی چی متحل وی ممکن کله به د ښځو له داسی یوه عکس العمل سره مخامخ شوی وی چی کله مو له خپلی ښځی سره ښه یا پوره مینه نه وی کړی او ښځه په همدی خاطر په قهر وی خو ښځه دا خبره تاسی ته مخامخ نشی کولی چی زه مینی ته ضرورت لرم بلکی په غیرمستقیم ډول به د نورو بهانو په واسطه ستاسی د مغزو په خوړلو پیل وکړی .ملحد هم همداسی دی د ملحد ستونزه په زړه کی ده خو نوموړی داسی وانمود کوی چی ګواګی د نوموړی ستونزه علمی ده او نوموړی کومی دا ډول پوښتنی لری چی څوګ یی نشی ځواب کولای .خو کله چی د ملحد سره علمی میدان ته ور وړاندی شی او ورته ووایی چی راځه زه ستا ټولو پوښتنو ته ځواب وایم نو بیاچی معلومه شی چی ملحد هسی ناغیړی کوی او کومی داسی پوښتنی نلری چی ځواب پخوا نه وی ورته ویل شوی .
دلته مطلب دادی چی الحاد کومه عقیده یا فلسفه نه ده بلکی الحاد یو ضد (تعصب) دی
په ټولنه کی د الحاد د منځه وړلو یواځنی لار په ټولنه کی د عدالت تامینول او د ظلم سره د مبارزی کول دی یعنی کله چی په یوه ټولنه الحاد موجود وی نو د نوموړی الحاد د منځه وړلو طریقه همدا ده او که چیری غواړی چی د الحاد تعصب له سره په ټولنه کښی تولید نشی نو له خپلو ښځو سره مینه او عدالت وکړی ( خو د تاثیر لاندی یی مه راځی )
اوس به راشو دیته چی سیاسی الحاد څه شی دی ؟
تر دی دمه چی موږ کوم الحاد تشریح کړ هغه دومره خطرناک ندی خو وروسته چی دا د تعصب قوه د کفارو لاسته ولویږی او د اسلام د مبارک دین په مقابل کی یی استعمالوی او دوی قصدا په علمی ډول ددی تعصب په ډیرودو کښی کوښښ کوی اود حرکت جهت یی زموږ د مسلمانانو پلوته متوجه کوی دا بیا ډیره خطرناکه پروژه ده چی کفارو د اسلام د مبارک دین په ضد پکار اچولی
نور بیا انشالله
ع کريم حليمي
25.03.2017
ډېر محترم سادات صاحب ، سلام عليكم ورحمة الله و بركاتة
ستاسو بحث مي تعقيب كړی او گورم ئې او داسي معلوميږي لکه يو بي نظيره ليكنه او فكري نظر ، هو ! افغاني متفكيرين په مجموع كي د هم داسي فكر خاوندان دي ، ( روس دښمن ، همسايه دښمن ، کفار دښمن ، الحاد او ملحد دښمن ..............)
نه ! په داسي نظر درلودلو ساحل ته رسېدل ندي ممكن ،
داخلقت د اضدادو مجموعه ده ، أضداد ہمېشه يو دبل سره دښمنان نسي كېدلی ، بلکی اكثريت او اكثرہ وخت يو دبل همكاران دي ، شپه او ورځ همكاران دي
مثبت او منفي همكاري سره لري ، روس او امريكا همكاران دي
زموږ نبي د هم دغه سياسي ملحدانو سره گوزاره وكړه او كاميابه سو ، ټول ئې تر نفوذ لاندي كړل ، نبي دښمني نه كول او نه ئې پالل ، هغو چه له نبي سره تعصب درلود مبارك لمړئ خپل اخلاق ور مخ كړي وہ ، سیاسي قوت او حربي قوہ ئې دوهم انتخاب وو
ستاسو او د "الرفیق ط " په اصطلاح : دا ((سياسي الحاد)) هيڅکلہ له مځکي نشي وركيدای ، دابه د هميشه لپاره به وي !!!! ترڅوچه دا مځکه اسمان وي
كله چه نافع دانش له قوم سره وي ، فلاحت دنیوي او أخروي ئي په برخه كيږي ،
په دغه جهان ټول د آدم أولاده په ذات كي مختار او اختلافي دي ، د دوئ اختلاف زموږ د دنیوي او أخروي خوشبختي سبب گرځي ، په قول د الله ج
مسلمان ته ئي لازمه گڼم ، چه داسي لاره او ژوند زده كړي چه څنګه له الحاد او ملحد سره په صلح كي ژوند و كړي
داسي أبداً ممکن نده چه : د مځکي پر مخ دي دا د آدم أولاده يو واحد ملت شي
پس لازمه ده ، چه ټول عمر په جهد كي تېر کړو ، نہ په جنگ كي !!!!!!!
بسم الله تعالی : ولو شاء ربك لجعل الناس أمة واحدة ۖ ولا يزالون مختلفين
درنښت
Naeem sadat
28.03.2017
محترم حلیمی صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم
محترم حلیمی صاحب نن می د قران کریم قرائت له ترجمی سره اوریده چی د بقری د سوریی ۱۰۲ ایت می واوریده . دا ایت مبارک د دوو ملایکو په باره کی دی چی هاروت او ماروت نومیږی
هغه مبارک ایت دا لاندی دی
بسم الله الرحمن الرحيم
اعوذ بالله من الشيطان الرجيم
وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَانَ ۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَٰكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ ۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ ۚ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ ۚ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۚ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
و پیروی کردند سخنانی را که (دیوان و) شیاطین در ملک سلیمان (به افسون و جادوگری) میخواندند، و هرگز سلیمان (با به کار بردن سحر به خدا) کافر نگشت و لکن شیاطین کافر شدند که سحر به مردم میآموختند. و آنچه را که بر دو فرشته هاروت و ماروت در بابل نازل شده بود پیروی کردند، در صورتی که آن دو ملک به هیچ کس چیزی نمیآموختند مگر آنکه بدو میگفتند که کار ما فتنه و امتحان است، مبادا کافر شوی! اما مردم از آن دو ملک چیزی را که ما بین زن و شوهر جدایی افکند میآموختند، البته به کسی زیان نمیرسانیدند مگر آنکه خدا بخواهد، و چیزی که میآموختند به خلق زیان میرسانید و سود نمیبخشید، و محققا میدانستند که هر که چنین کند در عالم آخرت هرگز بهرهای نخواهد یافت، و آنان به بهای بدی خود را فروختند، اگر میدانستند.
دا مبارک ایت او د هغه فارسی ترجمه له انترنته دلته ما را کاپی کړه
اوس که تاسی محترم حلیمی صاحب مهربانی وکړی او موږ لوستونکو ته دامبارک ایت ترجمه او تفسیر کړی او د هاروت او ماروت په باره که زموږ سره خپل معلومات شریک کړی نو ډیر منندوی به مه وم
مننه
ع کريم حليمي
01.04.2017
وعليكم ورحمة الله و بركاته ! دروند او محترم سادات صاحب تاسو د داسي يو معجزي آيې شرفي په باب شرحه او معلومات غوښتي چه : دنزول په ورځ ئې د مدینې منورې کفار سرخمه او عاجزه كړه
دا آيت شريف هغه وخت رانازل سو كله چه يهودو خپل افترائات او تهمتونه ويل په أنبياء الله پوري چه :يو بل وخت په پخوا وختونو كي يو پاچا ؤ ، ساحر ؤ او ملائكو سحر ورښاوہ او داسي نور اقسام درواغونه ئي ويل ، نو بيا راغله و سردار عالم ته ، او غوښتل ئې ڇہ خپل درواغ زمونږ په نبي ومني ، او يهودو چه به هره خبره كول ، ويل به ئې چه دا په تورات كي راغلي چه : سليمان پاچا سحر كاوه، او سحر ئي له ملائكو څخه زده كاوه ، ................
نو دغه أيه كريمه رانازله سوه
چه نه سليمان عليه السلام سحر كاوه او نه ملائكه ؤ ،او نه ملائكو چاته سحر ورښودلی .
سحر د خناس او شيطان كړنه ده او وي به
درنښت
ع کريم حليمي
01.04.2017
د هاروت او ماروت په باب هيڅ معلومات نہ لرم ، د احد په جنگ كي هم ملائكه وو حضور درلود ، داسي موضوعات زما له عقل څخه غيب دي !!! ، په غيبو ئي منم او بس
درنښت