اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د غیر مسلمو سره بحث باید د اسلام په چوکاټ کي وي
عبدالسلام حنف
21.11.2016
د غیر مسلمو سره بحث باید د اسلام په چوکاټ کي وي.
د غیر مسلمو کسانو سره چي کله د اسلام په باره کي ګفتګو یا بحث کولو نوبت راشي نو بحث به همیشه د اسلام په اصولو باندی مبني وي. ځکه چي بحث د اسلام په هکله دي نو د اسلام په اصولو به بحث هم شروع کوي. ځکه تر څو چي انسان د دې اصولو قائل نه وي. د جزوي احکامو حکمتونه صحیح په پوهه کي نشي راتلي. او د یوه څخه وروسته په بل حکم باندي د اعتراض لایتناهي سلسله شروع کیږي. د هر حکم مصلحت په پوهه کي راتلل ضروري نه دي
د الله تعالي هیڅ حکم د حکمتونو څخه خالي نه دي خو دا ضروري نه ده چي د هر حکم مصلحت په کلي طور د انسان په پوهه کي راشي که د هر حکم مصلحت د انسان په پوهه کي راتلي نو الله تعالی ته د وحي په ذریعه د احکام عطاء کولو ضرورت نه وو. صرف دومره به ویل کیدي چي د مصلحت او حکمت مطابق عقل څخه کار واخلي او عمل کوي. د شریعت احکام خو راځي عموماً په هغه ځاي کي چي چیري دا خطره وي.
نو لهذا که د کوم حکم پوره مصلحت او حکمت په پوهه کي رانشي. نو د هغه حکم څخه به انکار نشي کولي. وګوره حضرت ابراهیم علیه السلام ته الله تعالی د خپل زوي د ذبح کولو حکم وکړي. چي په ظاهره خو په د حکم کي څه مصلحت نه وو. خو حضرت ابراهیم علیه السلام د مصلحت پوښتنه ونه کړه سمدستي د عمل کولو د پاره تیار شو کله چي یي د الله تعالي حکیم مطلق او خپل پروردګار امر ومني نو د هغه لازمي تقاضا داده چي د هغه حکم به په ځاي راوړي. او مصلحت او د حکمت مطالبه باید ونشي. ځکه که ته یو نوکر وساتي او کله ته هغه ته د یوه کار حکم وکړي. نو هغه به اول ستا څخه د هغه د حکمت ښوولو مطالبه کوي نو ایا هغه نوکر به وفادار ګڼل کیږی ؟ نو کله چي د یوه نوکر دا حال دي نو د بنده معامله د خپل رب سره پخپله سوچ ورته وکړه. لهذا نو که څوک د کومو شرعي احکامو حکمتونه او مصلحتونه غواړی مطالعه یي کړي. نو د حضرت حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوي. کتاب. ( داسلام احکام د عقل په رڼا کي) مطالعه کړي ډیر معلومات به تر لاسه کړي.
فتاوي عثماني.لومړي ټوک پاڼه ۱۳۴-۱۳۵ د علم تازیخ او طب بیان. لیکوال مولانا مفتي محمد تقي عثمانی صاحب مدظله مکتبة العلوم الدینیة.