نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو د «اشغال» له پای وروسته، پر بین الافغاني تفاهم ټینګار وکړ
lawangin
15.10.2015
[img:416c49f9d4]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/02/taliban-logo.jpg[/img:416c49f9d4]
نشرونکی: میرویس بارکزی برخه: افغانستان, خبرونه 2015/10/15
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۲۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پر خپلې رسمي وېب پاڼې د «اوونۍ تبصرې» په برخه کې د امریکا د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په تړاو غبرګون ښوولی چې ویلي يې و ځواکونه یې ښايي له ۲۰۱۶م کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. د کندوز له سقوط وروسته د ګډ حکومت اجراییه رييس هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له امریکا غوښتنه وکړه چې ځواکونه یې له ۲۰۱۶م کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.
طالبانو دا رد کړې چې ګواکې د افغانستان مسئله دې یوازې نظامي حل ولري: «اسلامي امارت باور لري چې د افغانستان مسئله یوازې نظامي حل نه لري». په دغه خبرپاڼه کې د افغانستان د اشغال د دوام په اړه لیکي: «د ظلم، اشغال او تېري دوام د هیچا په ګټه نه دی، جګړه او زورګويي له ویرانۍ او د افغان ولس له ځورونې پرته بله ثمره نه لري، د جګړې اور مظلومان او ظالمان دواړه سوځوي، زمونږ په باور سالم فکر او عقل، عدالت او انسانیت ته رجوع د حل یوازینۍ لاره ده، اشغال د انساني فطرت او د یوویشتمې پېړۍ د تمدن خلاف کرغیړن عمل دی».
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې «بین الافغاني تفاهم» ته تیاری ښکاره کړی؛ خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته: «کله چې د اشغال د خاتمې او د بهرنیانو د انخلاء په اړه د افغان ولس اطمئنان حاصل شي بیا ان شاء الله العزیز د بین الافغاني تفاهم او دیالوګ په ذریعه د هېواد ټول مشکلات په اساني سره له منځه تللای شي».
طالبانو د اوونۍ په تبصره کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د اشغال د پای ته رسولو په باب له ښکېلو لوریو سره خبرو اترو ته چمتو دي: «مونږ آماده یو چې د جګړې د پایته رسولو په خاطر له ذیدخله لوریو سره جدي خبري وکړو».
طالبانو د ۲۰۱۲م کال په جنورۍ کې له امریکا سره د نېغ په نېغو خبرو لپاره خپل سیاسي کمېسیون په «سیاسي دفتر» بدل کړ. د طالبانو سیاسي دفتر په ۲۰۱۳م کال کې په قطر کې پرانیستل شو؛ خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مخالفت له امله وتړل شو. د راپورونو له مخې، لا هم په دغه هېواد کې طالب مرکچیان له ځینو اړخونو سره لیدنې کتنې کوي او فعال حضور لري.