نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ازادي
هیښ
21.08.2015
ازادي
ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده ، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله ، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دئ .
انګريزان ولا ړل ، خو داخلي انګريزان حاكم شول او دا سلسله تر اوسه روانه ده
هو
همداسى ده .
ازادي د ظلم ، اختناق ، استبداد ، بى عدالتى او دزور نه خالي ژوند كولو ته وايي .
ازادي ترقي ده
، دانساني حقونو مراعاتول دي
دانساني كرامت احترام دئ
د تعقل او تفاهم په وسيله د شريك قانون جو ړول دي چى بى له زوره او اسلحى د دتفاهمي او توافقي اساس له كبله اعتبار لري او د ټولنى ټول افراد ورته احترام لري او مراعاتوي يى .
ازادي په سوله كى ژوند دئ
ازادي د ټولنى په تصميمونو او پريكړو كى بى امتيازه برخه اخستل دي
ازادي د ټولنى دافرادو په وسيله او نظر برابر دسياسي -اجتماعي -اقتصادي-فرهنګي -امنيتي نظام جو ړول دي .
ازادي داقتصادي رشد او عامه رفاه منځته راو ستل دي .
ازادي دقومي -ژبني -مذهبي - نژادي - دپوستكي رنګ او سمت دتعصب په بنا د فتنو او شر وركول دي .
ازادي دتجاوزي او مداخله ګرانه كړنلارو نه انصراف دئ
ازادي د افرادو د استعدادونو درشد ، خلاقيت او ابتكار دپاره زمينه برابرول دي او كار اهل دكارته سپارل دي
ازادي د استعمار او استثمار ردول دي
ازادي خپل عزت ، ګټه او ارامي دنورو په عزت ، ګټه او هوسايۍ كى ميسريدل دي
او با لا خره ازادي مقدسه ده او د ې تقدس ته د ټولنى دهر فرد وفاداري او تعهد دئ
نو
اوس به څوك مستند او بى غرضه شواهد ، ثبوتونه او لاسوندونه دافغانستان په ټول تاريخ كى و ړاندى كړي چى دهغى په اساس اقرار او فخر وكړو چى هو مو ږ ( افغان اولس ) ازادي لرله او يا يى لرو ؟
ځواب نه دئ
دافغانستان د ټولو روانو او تيرو مصيبتونو علت د ازاد ۍ فقدان دئ
او دا مصيبت به ترهغه روان وي تر څو چى دجامعى افراد جسماً او فكراً دازادۍ دنعمت نه برخورداره او په ساتلو يى ځانونه مكلف ونه ګڼي .
دازاد او خپلواك افغانستان په هيله
ع کريم حليمي
22.08.2015
محترم او مکرم هېښ صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ستاسي لیکنه مي ولوستل او تاسي د لیکني خاص انداز مي خوښ سو او او زه ئې هم هېښ آو پېښ کړم ، زما د هېښېدلو الامل دا دی چه : تاسو ازادي په ډېر مغلق او پېچلي انداز تعریف کړېده ،
هو ! ازادي یو ستر الهي نعمت دي ، او قران مجید مو هم و ازادۍ ته هڅوي ، او په مجموع کي رب العزت ،موږ (انسان )له پاره ازادي را تعین کړېده !!، یعني : رب العزت ، ټول انبیاء او محمد رسول الله د دې لپاره رالېږلي چه اې د ادم اولادې د شریعت ، ميثاق ملي او د ستور په چوکاټ کي خپل ټول معاملات او ژوند مخته وړي ، چه دا به مو د دارینو خير وي
په روانه ژبه د ازادۍ مفهوم : هر هغه فعل چه دستور او شریعت اجازه درکوي ، ازادي بلل کیږي
[quote:0f14846c2d] ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده[/quote:0f14846c2d]
ستاسو د تصحیح په هیله !
درنښت