د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ناتو مرسته د کورنیو چارو وزارت سره

Hashmat Kahn
07.08.2015

د قاطع ماموریت او د ګډ امنیت لیږد قوماندانی د فني او تخنیکی متخصصینو د ظرفیتونو د لوړتیا او جوړولو لپاره د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه کار او لومړیتوب ورکوي. دوي وایی د ملکی دندو ایجادول نه یوازي فنی او تخنیکی بلکه د یو اداره لازم او ضروری اړتیاوی پوره کولی شې.
د کورنیو چارو وزارت یو پروګرام په ګډه د ګډ امنیت لیږد قوماندانی سره جوړ کړي چې ملکې فني او تخنیکی متخصصین په دغو ملکی دندو ګماري. په لومړیوکې کله چې دغه پروګرام جوړ شو یوازي په مالی او خریداری برخو کې کار کاوه چې د قاطع ماموریت د مشاورینو لخوا دا ډیر موثر او ارزښتناکه وبولل شو او نوري دندي هم د لوجستیک استخدام او معلوماتی تکنالوژی په برخو کې وراضافه شوي. د کورنیو چارو وزارت او قاطع ماموریت ۳۶۳ دندی په ۱۰ مختلفو برخو کې جوړي کړي.

ستاسو په اند فنی او تخنیکی وړتیاوي کولی شی د کورنیو چارو وزارت ظرفیتونه لوړ کړي؟

په درنښت

حشمت

دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more