د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د سولې له خبرو سره هرراز مرستې ته تیار دی

اتل
26.06.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
د الله جل جلاله رحمت او برکت دې زموږ ملک ته صلح راولي. سره ددې چې افغان ولس دغسې لوزونه ډیر اوریدلي دي، خو بیا هم توکل په په پروردګار عالمیان، موږ به هرڅه ته په مثبت نظر ګورو.
====
د پاکستان د صدراعظم او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد د مشرانو جرګې ته وویل، اسلام اباد تیار دی چې په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي.
سرتاج عزیز، چې د لومړي ځل لپاره د پاکستان د مشرانو جرګې یا سینټ د بهرنیو اړیکو کمېټې ته خبرې کولې، وویل:«پاکستان تیار دی چې د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرواترو په پیلولو کې هر ممکن رول ولوبوي.»
پاکستان پخوا د افغانستان د سولې په پروسه کې د ځان له شریکولو ډډه کوله.
ده په افغانستان کې د جګړې د کمېدو هیله وکړه، او ویې ویل، د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ احتمالي خبرې باید د [[[ طالبان په بلوا ]]] اغېز ولري.
ده وویل چې یوازې طالبان نه دي بلکې ګڼ نور بهرني جګړه مار په افغانستان کې جنګېږي.
غونډ‌ې ته د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري وویل، [[[طالبان باید هغو خلکو ته درناوی وکړي چې خلکو تېر کال په انتخاباتو کې رایې ورکړې]]] او اوس د افغانستان واک په لاس کې لري.
د
http://www.taand.com/archives/50761


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more