د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نوازشریف - د افغانستان حکومت او ملت ته مهم پیغام : له افغانستان سره د مرستې لپاره به طالبان ونیسي او یا به یې له

میرویس
13.05.2015

اسلام علیکم، ګرانو وطنوالو.
داسې ښکاري چې د طالبانو بخت کوټه سو. که طالبانو د الله جل جلاله لمن نیولې وای او د افغان کړېدلي خوار ولس د قتل نه یې لاس اخیستئ وای، په پت او عزت به یې صلحه کړې وه. اوس چې صلحه وهم کړي، هغسې خوند او خرپ به ونه لري.
خو بیا هم صلحه صلحه ده، امنیت او ښیرازي راولي، طالبان پرته لدې چې تس نس سي، باید د خپل نسبي ورپاتې حیثیت او آبرو د ساتنې دپاره بې قید او شرطه صلحه وکړي.
======
نوازشریف، هرهغه څوک به ونیول شي چې افغانستان بې ثباتوي
• سې شنبه, 12 مې 2015 19:37
• خپرونکی: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د کابل په سفر کې د افغانستان حکومت او ملت ته مهم پیغام دا و چې له افغانستان سره د مرستې لپاره به طالبان ونیسي او یا به یې له منځه یوسي.
نوازشریف د سې شنبې په ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې وروستۍ حملې غندي.

ښاغلي شریف وویل:«د هر سختدریځي یا هرې سختدریځې ډلې له هر ډول هڅې سره به چې افغانستان بې ثباته کړي سخت چلند وشي او د دې ډول عناصرو مخه به ونیول شي او وبه نیول شي.»
نوازشریف د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«ښاغلی ولسمشره، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دوستان کېدای نه شي.»
ده د افغان طالبانو له لوري د عزم په نوم عملیات وغندل، ویې ویل چې د طالبانو تشدد ته به د تروریزم په سترګه وګوري او په خپله خاوره کې به د طالبانو پناهځایونه له منځه یوسي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته په خپل هیواد کې امنیت ته تر هر څه زیات پام اړولی او د دې مقصد لپاره یې نه یوازې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو هلې ځلې کړي بلکې هغو هیوادونو ته، چې پر پاکستان اغېز لري، قناعت ورکړی چې د افغانستان د ناامنۍ کیلي په پاکستان کې ده.
د پاکستان له ژمنو سره سره، چې طالبان به د سولې خبرو ته راولي، طالبانو په وروستیو ورځو کې تر تېرو کلونو هم جګړې ته زیات زور ورکړی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نوازشریف ته وویل:« د دوستۍ معیار دا دی چې دوست له خپل دوست سره په سخت ساعت کې کلک درېږي.»
په ځواب کې نوازشریف د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د بهیر د بشپړ ملاتړ ژمنه یو وار بیا تازه کړه.


lawangin
13.05.2015

ورک یې ورک یې بیا اپلتې راټولې کړې او راشې !
یوه کورنۍ چې فاسده وي دکلي خلک احترام نه ورته لري او همداسې چې يو دولت فاسد او
مذدور شي نو ګاوڼډیان ملنډې پرې وهي او احترام نه ورته لري !
فاسدینو که سوله غواړۍ نو زما دکلي او کور له خلکو سره ولې خپلې خبرې نيغې
نکوۍ ؟؟؟ هغوی خو دا ۱۵ کاله يوه خبره درته کوي خو تاسې خوشې ملت په درواغو
او بوچو مېديایې اوازو غلوۍ!!

چلبازي چلبازي برای دالر دزدي ، دراغوشې متعصبين و فاشستهايې ګروپ سقاوي !!

pattang


larghonay laraway
20.05.2015

پتنګه خاورې دې په سر شوې
طالب ته قطر کې محلې جوړوينه
امريکا، سي آی ای او د پاکستان ای ايس ای ته نور د طالب استعمال نه دی په کار.
نور په داعش پانګونه کوي.
طالب به يا خپل مخ توروي چې داعش شي يا به يې پاکستان لاس تړلی افغانستان ته ورکوي.
نو د پتنګ تجارت هم لکه چې خراب شو.
اوس به داعش ته اتڼ شروع کړي.
واړوئ لاسونه
راواړوئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more