د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پرتوګونه يې پرې ډک کړي دي !

lawangin
16.04.2015

[img:eb5a6b1163]http://www.nunn.asia/wp-content/uploads/2014/10/Afghan-army-soldiers-620x330.jpg[/img:eb5a6b1163]

د بدخشان وروستي عملیات او په اړه یې څو پوښتنې!
نشرونکی: بلال ساپی برخه: مقـــــالی او تبصرې, پیښې او دریځونه 2015/04/15

عبدالرحیم (ثاقب)
لیکوال اوسیاسي شناند
د تیرې جمعې په شپه د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ د طالبانو په برید کې تر ۷۰ تنه زیات د ملي اردو پوځیان مړه ، ژوبل او اسیران شول ، او د هغوی ۱۵ عرادې نقلیه وسائط او یوه زیاته اندازه پوځي مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلل .
دا برید د خپل نوعیت له مخې ډیر خونړی او دولتي ځواکونو ته ورکې ډیر درانه تلفات واوښتل.
د بدخشان تر عملیاتو څو ورځې وړاندې په مزارشریف کې د لويي څارنوالۍ پردفتر ډله ییز برید هم ډیر مرګونی چې یو زیات شمیر دولتي ځواکونه ورکې مړه او ژوبل شول.
د جرم ولسوالۍ وروستۍ پیښه چې د نوعیت او کیفت له مخې تقریبا د اشغال په تیره ۱۳ کلنه موده کې کم ساري واقعه ګڼل کیږي په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د شمالي ولایاتو په شمول د هیواد په ګوټ ګوټ کې د پسرلنیو جګړو لړۍ تازه پیل شوې.
د کابل حکومت د طالبانو د همدغو پسرلنیو عملیاتو د مخنیوي په غرض لا له وړاندې په ۲۱ ولایتونو کې پوځي عملیات پیل کړي ، په دې عملیاتو کې یواځې په هلمند کې تر ۲۵۰۰ ډیرې کورنۍ زیامنې او په غزني ، پکتیا، پکتیکا ، لوګر او… یوزیات شمیر ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتي.
خو د طالبانو د حملو په مخنیوي کې یې هغه نتیجه ورکړه چې په مزار شریف او بدخشان ولایت کې ولیدل شوه.
اوس پوښتنه داده چې که ریښتیاهم دولتي عملیات د طالبانو د تضعیف او د هغوي د پسرلنیو عملیاتو د شنډولو په غرض تر سره شوي وي نو څرنګه د طالبانو دا عملیات تر بل هروخت په زیات شدت اوزور سره د هیواد په نسبتا آرامو سیموکې پیل شول؟
ولي د بدخشان په ولایت کې ټول دولتي ځواک دجرم ولسوالۍ د پوځیانو د ژوند ژغورلو او د طالبانو په لاس دهغوی د نیول شویو اسیرانو له خلاصولو ناتوانه شو؟
تیره اونۍ د شمالي ولایتونو مرکز او د شمال د امپراتور جنرال عطا د واکمنۍ پلازمینه د مزار شریف ښارهم د طالبانو د یوې داسې مرګونې حملې شاهد وه چې په تیرو ۱۳ کلونوکې بي ساری وه ، ولي د شمالي امپراتوري امنیتي ځواکونه له ټول توان سره سره د دغه برید په مخنیوي کې ناکامه شول ؟
ګډ حکومت چې د تاسیس له ورځې راهیسي یې ټول اداري او پوځي تشکیلات نیمګړي او تر ټولو وړاندې یې له امریکایانو سره په اصطلاح امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک په دې غرض لاسلیک کړ چې د امریکايي استخباراتي او دفاعي ځواکونو په مرسته د دغه ډول بریدونو اوحملومخه ونیسي ، اوس ولس دا حق لري چې د ګډ حکومت له امنیتي سلاکار حنیف اتمر څخه وپوښتي چې د جرم او مزارشریف د خونړيو پیښو په مخنیوي کې د امنیتي او دفاعي تړون رول څه دی؟
د دفاعي تړون تر لاسلیکولو وړاندې به طالبانو په غلچکي بریدونو کې د امنیتي ځواکونو د وژلو لپاره یواځي په مرمۍ د ویشتلو فرصت پیدا کاوه ، خو د جرم په برید کې لیدل کیږي چې طالبان په ډاډه زړه د یو شمېر امنیتي ځواکونو سرونه پریکوي او ځیني نورمهم کسان له تفکیک او تشخیص څخه وروسته ژوندي له ځان سره بیايي .
همداراز د دفاعي تړون تر لاسلیکولو وړاندې به افغان امنیتي چارواکو له پولې هاغاړې څخه د وسله والو د را اوښتلو ادعاوي کولې ، اوس هماغه چارواکي پردې اعتراف کوي چې په زرګونو بهرني جنګیالي د هیواد په داخل زابل ، فاریاب، قندوز، سرپل اوسمنګان ولایتونو کې له فامیلونو سره یوځای په دائمي توګه میشت شوي.
د امنیتي تړون ترلاسلیکولو وړاندې د هیواد ټولې لويي لارې د دولت په نسبي کنټرول کې ولې خو اوس یواځې په زابل کې د لويي لارې له سره مخپټو وسله والو ۳۱ تنه مسافرین یرغمل کړل چې له نیږدي دوو میاشتو راهیسي یې نه څوک له مرګ او ژونده خبر دي او نه یې هم د ژغورلو توان لري.
همدا راز د امنیتي تړون تر لاسلیکولو وړاندې په هیواد کې د دولت مخالفین یواځې په طالبانو او القاعده کې محصور ول، اوس خپله دولتي چارواکي پر طالبانو سربیره د داعش مخپټي وسله وال ،د ازبکستان د اسلامي حرکت جنګیالي ، د جندالله وسله وال ، چیچنیايي او د شرقي ترکستان مخپټي او نورې وسله والې ډلې د هیواد په وروستیو نا أمنیو کې شریکې بولي .
تر ټولو هیښوونکې لا دا چې په افغانستان کې د دغو ډلو د موجودیت او تکثر خبرې خپله د غربي میډیا په تبلیغاتو کې راپورته کیږي ، تیره اونۍ د کابل په جنوب کې د داعش د مخپټو د فعالیت انځوریزه ویډیو هم تر ټولو وړاندې امریکايي تلویزوني شبکې سي ،ان، ان خپره کړه .
هیڅوک نشته چې له امریکایانو او د هغوی له تحت الحمایه رژیم څخه دا وپوښتي چې ستاسي ترمنځ امنیتي تړون په افغانستان کې دڅه لپاره لاسلیک شوی ؛ د بي امني او ګډوډي د له منځه وړلو او که د هغو د زیاتولو لپاره؟
امنیتي تړون د افغانستان د امنیت د تأمین لپاره کومه ګټه وکړه؟
امنیتي تړون د افغانستان د اقتصادي وضعیت د بهبود لپاره څه وکړل؟
او د امنیتي تړون لاسلیکول د افغانستان دبهرني سیاست دښه والي په برخه کې کومه لاسته راوړنه لري؟
کم ترکمه د امنیتي تړون تر لاسلیکولو وړاندې افغانستان یو حکومت ، یو ولسمشر، یوتصمیم او یو دریځ درلود ، اوس د تړون له برکته دوه بیواکه حکومته او دوه داسې متخاصم مشران چې د هیواد دهرې وړې پیښې په اړه یو د بل په غاړه کې لویدلي پر افغانانو وتپل شول.
د سرونو پریکول د جګړه ییز تکتیک بدل نوعیت
په تیرو ۱۳کلونوکې د بهرنیو او داخلي ځواکونو پرخلاف د طالبانو پوځي فعالیتونه تریوه پوځي او اخلاقي کنټرول لاندې ترسره کیدل ، د بیلګې په توګه بهرنیو ځواکونو ډیرځایونه د طالبانو د مړیو انساني کرامت ترپښولاندې کړی، هغه یې سوځولي او پر جسدونو یې بولې کړي، همداراز دولتي ځواکونو د هغوی جسدونه د مړینې په حال کې په خپلو زغروالو وسائطو پوري تړلي ، خو طالبانو برعکس چیری هم له وژل کیدو وروسته د خارجي او داخلي ځواکونو د مړیو بي احترامي نده کړي.
طالبانو په جګړه ییزحالت کې هم د خپلې پوځي لائحې د لوائحو د پلي کولو رعایت کړی او هغه داچې د جانب مقابل د له منځه وړلو لپاره يي د حلالولو اوسوځولو پرځای یواځې د هغوی په مرمۍ ویشتلو کفایت کړی ، خو د جرم په عملیاتو کې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو لخوا د امنیتي ځواکونو سرونه له تنه پري کیږي چې دا له پوځي اړخه د طالبانو په پوځي تګلاره کې د یوه بدل تکتیک کارول ګڼل کیږي.
طالبانو په تیرو ۱۳ کلونو کې خپل پوځي فعالیتونو د یوه ځانګړی نظم اوکنټرول په چوکات کې ترسره کړی ، همدا لامل دی چې دوی په نړۍ کې د نورو جنګیالو په نسبت اخلاقي او انساني ارزښتونوته ژمن جنګیالي بلل کیږي، چې دا تعامل په تیره له هغه امریکايي اسیر چې ۵ کاله یې د دوي په اسارت کې تیرکړل فوق العاده اخلاقي رویه او بشري حقونو ته د طالبانو د ژمنتیا تر ټولو ښه بیلګه بلل کیږي.
خو د جرم په وروستیو عملیاتو کې د طالبانو په لاس د څو تنو امنیتي عسکرو سرپري کول د دوی اخلاقي انظباط او پوځي لوایحوته ژمنتیا ترپوښتنې لاندې راولي .
پر دې سربیره د طالبانو لخوا دنوي کال په پسرلنیو عملیاتو کې او هغه هم د بدخشان غوندې سرحدي ولایت چې له دریو هیوادونو، تاجکستان، چین او پاکستان سره ګډه پوله لري د سرپریکولو نوی تکتیک له ځان سره ډیر نور مدلولات هم لري چې ښايي د طالبانو لپاره په تبلغاتي لحاظ د ګټې پرځای ډیر منفي اثرات ولري

[color=red:eb5a6b1163] دغه ټوله بدبختي دباندېنويو له خوا پرافغان اولس تپل شوې خو انتقا لي
پرازيت یې ستميان ، دپښتنو ضد عناصر ،غاصبين ، پخواني کمونستان ،افغان نالتيان
او ڼور رشوتخواره او جاهله عناصر دي .زه په دغه ماتې وياړ نکوم بلکې ډېر درد لرم
له دواړوخواؤ مسلمان افغانان وژل کېږي خو زه اولس ته داوايم چې دفاسد دولت پر مخ راپورته
شي او له طالبانو وروڼو سره زر يوه واقعې سوله وکړي!

دغه ماتې او زېړ مخونه نه داولس او نه دملي اردو مورل بلکې دخارجي اشغالګرو او فاسد
رژیم ماتې او بې کاري په ګوته کوي !!!

[/color:eb5a6b1163]

pattang


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more