د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

سعودي څخه د غني د حکومت ملاتړ !

حشمت ناصري
07.04.2015

لومړی: نه مونږ دومره ځواکمن یو څې زمونږ ملاتړ به په سیمه کې هیوادونو ته څه ګواښ وګرځي او یا دې ستر تاثیر ولري، او نه سعودي دومره کمزوری ده څې زمونږ په مرسته به حساب وکړي یا زمونږ مرستې ته به اړ اوسي.
دې ملاتړ ته یواځې د خپلو ګټو په سترګه وګورۍ، کومې ستونزې څې که کیدای سي د دې مرستې د اعلام له وجې مونږ ورسره مخ سو تر هغو ګټو ډیرې کمې دي څې مونږ به ېې لاس ته راوړو. لومړنۍ ګټه ېې د سعودي له خوا ۱۰۰ زرو افغانانو ته د کار ویزه ورکول دي.
بل دا څې د ایران دومره سپین سترګي، کلتوري یرغل او سپي توب ته باید ځواب ورکړل سي.
تر کله د دوی په وړاندې محافظه کار، ګنګ او د چوپتیا ساست غوره کول؟
زمونږ حکومت باید په ډاګه کړي څې مونږ ته زمونږ ملي ارزښتونه، ملي ګټې، هویت او زمونږ ځوانان او کډوال ارزښت لري.
.
دوهم: مونږ یو مسلمان ولس یو، ټول تاریخ مو په ګډه د ګډو ارمانونو سره یوځای په ورورولئ ژوند کړی، کله مو هم د مذهبي اختلاف حماقت ته خپلو منځو کې لار نده ورکړې، دا زمونږ تاریخي ویاړ دی.
که څوګ داسې انګېري څې د غني د حکومت ملاتړ له سعودي (سني حکومت) څخه د ایران (شیعه حکومت) په وړاندې مورچل نیول دي، ستره تیروتنه کوي، ټولې نړۍ خصوصاً ایران او سعودي تل مذهب د خپلو سیاسي موخو او اقتصادي ګټو ته د رسیدو او ساتلو په موخه د یو ځواکمن او ډاډه وسیلې په توګه کارولی. دوی د خپلو اقتصادي بټیو د چلولو په موخه د عراق، سورېې، لبنیان او اوس یمن ولس د سواند موادو په څير سوزولي، که د ایران د نفوذ مخنیوی ونسي لیرې نده څې د ایران له خوا مونږ هم د همداسې یوې لوبې او اور د سواند مواد وګرځو. نو لکه څنګه څې دین، خدای، رسول او کتاب، هیواد او ولس مو یو ده، همداسې مو ګتې، ارمانونه، سیاست او مرام هم یو ده. مذاهبو ته احترم لرو خو مذهب نباید زمونږ تر منځ د اختلاف لامل وګرځي.
نو دې ملاتړ ته د یو سني حکومت څخه ملاتړ او شیعه حکومت په وړاندې مورچل نیولو په سترګه نه د خپلو ګټو په سترګه باید وکتل سي.
.
دریم: شیخان به سر کې سعودي حکومت د جهاد دورې ختم څخه وروسته خصوصاً ورسستیو ۱۳ کلونو کې د ایران په وړاندې زمونږ د محتاط، ګنګ اونامالوم سیاست څخه راضی نه ول، په تیره څې د ایران حکومت له خوا ډک د پیسو بکسونه ارګ ته رالیږل کیدل، او دلته په رسمي محافلو کې او د حکومت لوړپوړو چارواکو له خوا د ایران د آزادۍ ورځ او ځینې شخصیتونه لمانځل او ستایل کیدل، نو دوی داسې انګیرله څې ګواکې افغانستان به هم د عراق، سورېې، بحرین، لبنان او اوس یمن په څیر په سیمه کې د دوی او د دو د متحدانو د ګټو په وړاندې خنډ وګرځي، ځکه ېې په مستقیم ډول او هم د پاکستان او تندلارو ډلو له لارې په غیر مستقیم ډول دلته د ناآرامۍ ملاتړ کاوه، او دا ېې ښه ګڼله څې دلته دې جګړه روانه وي او د امکان په صورت کې دې طالب او پنجابۍ په قدرت وي، نه داسې خپلواک حکومت څې د ایران ګوډاګی او د دو د ګټو خنډ او دښمن اوسي.
دا ملاتړ به د دغې بې باورۍ له منځه وړلو کې ستره مرسته وکړي، او کیدای سي د تندلارو ډلو څخه د سعودي او شیخانو ملاتړ څه راکم کړي او د سولې پروسه کې هم ګړندي توب راولي او دا په نوم د سولې پروسه یوې حقیقي پروسې ته واوړي.
.
څلورم: که مونږ داسې انګېرو څې ګواکې زمونږ ملاتړ د سعودي څخه به ایران وهڅوي تر څو زمونږ په وړاندې د غچ اخیستو هوډ وکړي او یا به دلته تشدد او جګړې ته لمن ووهي او زمونږ سره به ناسم سیاست او چلند اختیار کړي، نو دا تشویش او ډار بې ځایه ده، ځکه د ایران حکومت تر اوسه هم زمونږ په وړاندې انساني چلند، نیت او سیاست نده خپل کړی. د مخالفینو څخه تل ایرانۍ سلاوې تر لاسه سوي، تل مو د اقتصادي ودې او پرمختګ خنډ ګرځیدلی خصوصاً د سلما بند،د اوبو محارولو او هرات کې د صنایعو په برخه کې. د نړیوال ترانزیت قانون له مخې مونږ په وچه کې راګیر هیواد یو قانوني حق مو دی تر څو د ایران یا پاکستان له لارې وړیا اوبو ته لاسرسۍ ولرو، خو دې حق باندې ېې تل سترګې پټې کړي، کله نا کله خو د تیلو ټانکرې هم قرنطین کړي او دلته د تیلو بیه آسمان ته جګه سي. تل ېې زمونږ کډوالو سره ناانساني چلند کړی تر بربنډولو، کثافت یادولو او سوړ ژمي کې راویستلو پورې. ځوانان مو اعداموي، په سرحد کې ېې وژني او په مخدره توکو ېې روږدي کوي او آن د عراق او سورېې جګړې ته ېې د بیسو په بدل، مذهبي جنون او یا هم د ایران څخه د ایستلو د ګواښ په بدل کې لیږي. دلته دننه د امکان تر حده مذهبي اختلاف ته لمن وهي د خپل نفوذ او د امریکې او عربو سره د سیالۍ په موخه غواړي زمونږ هیواد څخه دوهم عراق، سوریه او یمن جوړ سي. کلتوري یرغل خو ېې نور تر پوزې راوستي یو او په سلګونه نورې ستونزې څې دې هیواد مونږ ته زیږولي.
آن تر دې څې غواړي سید جمال الدین افغان او ابو علي سینا راڅخه غلا کړي.
نو د چوپتیا اختیارول او محافظه کارانه سیاست تل د ایران په ګټه او زمونږ په تاوان تمام سوی، دا به ښه وي څې د محافظه کارۍ پر ځای یو واضح سیاست د ایران په وړاندې خپل کړو، تر څو وسو کولای د ایران او ایران پورې تړلو کړیو اوږدمهاله ورانوونکي پلانونو مخه ونیسو.
پنځم: هغوی څې باور لري څې بې طرفي مو په ګټه ده او نباید د ایران او عربو تر منځ جګړه کې شامل سو، په دې باید ځان پوه کړي څې دا اوس په زرګونه افغان ځوانان په سورېې او عراق کې د ایران په پلوي جګړه کې ښکیل دي، آیا دا ټول په خپله خوښه تللي که دلته ایران پورې تړلې کړۍ په دې کې ښکیلې دي؟ کیدای سي د ۳۱ شیعه ورونو برمته کیدل د نامالومو کسانو څې ګمان کیږي داعش به وي همدې مسئلې پورې تړلې وی (والله اعلم)، خو په داسې جګړو کې د مشخص مذهب په پلوي او عقیدوي ونډه اخیسل حتماً غبرګون لري.
او بې طرفۍ کې مونږ تل تاوان کړی، مونږ په همدې نیابتي جګړو کې تل ښکیل یو، ملک مو وران سه، ولس مو تباه سه، هرڅه مو له لاسه ورکړه خو مونږ ځان غولولی او ځان مو بې طرفه نیولی، د همدې هیوادو سیالۍ او جګړه زما په خاوره کې روانه ده او زه ځان بې طرفه نیسم. همدا بې طرفه ولس تل خپل هرڅه له لاسه ورکوي او د دسایسو ښکار او قرباني ګرځي، په داسې یو حالت کې بې طرفي ځان سره خیانت او ظلم کولو مانا درلودلای سي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more