د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

درې فاسدين او صليبي اشغالګر یې

lawangin
04.03.2015

درې فاسدين او صليبي اشغالګر
د اسدالله خالد، عطامحمدنور او جنرال رازق د بشرضد کړنو په
اړه د ګارډین وېروونکی راپور:

[img:9bc35db8e6]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/03/ata-noor-ada-6-620x330.jpg[/img:9bc35db8e6]

د اسدالله خالد، عطامحمدنور او جنرال رازق د بشرضد کړنو په اړه د ګارډین وېروونکی راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): ګارډین د طالبانو حکومت له سقوط وروسته د
کندهار امنيه قومندان رازق په ګډون د شمال عطا محمد نور او د ملي امنیت پخواني رييس،
اسدالله خالد په اړه د بشري حقونو د نقض وحشتناکې پېښې څېړلي دي.
راپور کې راغلي چې لوړپوړي افغان چارواکي د ولسي خلکو او مخالفينو وژنې، اختطاف،
جنسي تيريو او نورو ډول ډول ځورونو څخه خوند اخلي او غربي عسکر يې د پردې تر شا او
څرګند ملاتړ کوي.
ګارډين برتانوي ورځپاڼه، د بشري حقونو د څار ټولنې له قوله وايي، لوړپوړي افغان چارواکي،
له خلکو باج او رشوتونه اخلي، بې‌محاکمې قتلونه کوي، جنسي ځورونې او ظلمونه د غربي
عسکرو په ډاډ او ملاتړ کوي.
د بشري حقونو ټولنه وايي، چې د طالبانو نظام له نسکورېدو وروسته تر اوسه دا کړنې بيخي په
ښکاره ډول روانې دي او هېڅوک يې د مخنيوي نه شته.
راپور کې راغلي: «د جنسي ځورونو، سياسي او حقوقي جرمونو کړۍ ډېرې پراخې شوي او
ښه بهانه د طالبانو په نوم خلک ځورول دي او هېڅوک د بشري حقونو مسؤوليت پر ځان نه
مني.»
راپور کې راغلي، چې ګڼ شمېر دولتي لوړپوړي نظامي چارواکي د غربي هېوادونو په ډاډ او
مرسته دغه ډول ناوړه کړنې ترسره کوي او ځينې يې د خپل شخصي اغېز او زور په واسطه
دغه ډول جرمونه کوي.
«تر ټولو بد او حشي صفته انسان د کندهار د پوليسو مشر جنرال رازق او اووه نور مهم
قوماندانان دي.»

[img:9bc35db8e6]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/03/gen-r-284x160.jpg[/img:9bc35db8e6]

[color=blue:9bc35db8e6]
جنرال رازق، چې سويل کې د امريکايي جنرالانو ښی لاس ګڼل کيږي، تېر کال يې لوړپوړو
امريکايي جنرالانو سره داسې انځورونه رسنيو کې خپاره شول، چې د يادو ظلمونو او تېريو په
بدل کې امريکايي جنرال ميډالونه ورکوي او دا کړنې يې سويل او په ځانګړې توګه د کندهار
امنيت لپاره مهم ګام بللی دی [/color:9bc35db8e6]

د بشري حقونو راپور زياتوي، چې د دې ناوړه کړنو پيل د پخواني ولسمشر حامد کرزي د
واکمنۍ پر مهال شوی او کرزي د خپلې واکمنۍ په پيل کې ويلي و، چې د ده لپاره امنيت
ټينګول تر هر څه مهم دي او د دې لپاره يې جنرال رازق او ګڼو نورو قوماندانانو ته په خلاص
مټ اجازه ورکړې وه.
ګارډين زياتوي: «د دې تر څنګ بهرني عسکر هم د جنرال رازق او نورو بشري مجرمانو ملاتړ
کوي او دواړه لوري له يو بل څخه ګټه پورته کوي او بهرني عسکر دغه ډول ظلمونه د خپل
شتون او بريا مهم راز بولي.»

ګارډين ورځپاڼې ليکلي، کله چې د ملي امنیت پخوانی مشر اسدالله خالد د طالبانو له لوري په يو
سرتيري بريد کې مرګونی ټپي شو، د امريکا ولسمشر بارک اوباما او پخوانی دفاع وزير ليون
پينيټا امريکا کې د اسدالله خالد پوښتنې ته ورغلل.

[img:9bc35db8e6]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/03/Assadulah_Khalid.jpg[/img:9bc35db8e6]

[color=darkred:9bc35db8e6]
ګارډين ليکي: ۲۰۰۷ ز کال کې د کاناډا حکومت په خپل پټ راپور کې ويلي و، چې اسدالله خالد
هېڅکله د دې اهل نه دی، چې د ملي امنيت يا بلې ادارې مشري وکړي؛ ځکه چې خالد په ګڼو
بشري جرمونو ککړ دی او ډېر په فساد ککړ، بد اخلاقه او وحشي انسان دی.[/color:9bc35db8e6]

امريکايي چارواکو په دې کار [ناروغ پوښتنې سره] د اسدالله خالد پر ضد د بشري جرمونو هغه
تاريخي ليست له پامه غورځولی و، چې د ده پر ضد د جنسي ځورونو، شکنجو، اداري فساد،
شخصي بنديخانو او ګڼو نورو جرمونو په اړه ان د امریکا خپلو ډیپلوماتانو بشري حقونو ته
څرګنده کړې وه.
ګارډين ليکي: ۲۰۰۷ ز کال کې د کاناډا حکومت په خپل پټ راپور کې ويلي و، چې اسدالله خالد
هېڅکله د دې اهل نه دی، چې د ملي امنيت يا بلې ادارې مشري وکړي؛ ځکه چې خالد په ګڼو
بشري جرمونو اخته دی او ډېر په فساد ککړ، بد اخلاقه او وحشي انسان دی.
اسدالله خالد او جنرال رازق پر دوی لګېدلي تورونه ردوي او وایي، چې دا ډول خبرې د دوی
پر ضد «بې ځايه» تبليغات دي.
جنرال رازق، چې سويل کې د امريکايي جنرالانو ښی لاس ګڼل کيږي، تېر کال يې لوړپوړو
امريکايي جنرالانو سره داسې انځورونه رسنيو کې خپاره شول، چې د يادو ظلمونو او تېريو په
بدل کې امريکايي جنرال ميډالونه ورکوي او دا کړنې يې سويل او په ځانګړې توګه د کندهار
امنيت لپاره مهم ګام بللی دی.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې په خپل راپور کې ويلي، چې ۲۰۰۶م کال کې، چې جنرال رازق
د سرحدي عسکرو قوماندان و، شپاړس تنه يې د شخصي او قومي دښمنۍ په تور وژلي و.
۲۰۱۱ م کال کې، چې جنرال رازق، د کندهار امنيه قوماندان په توګه دنده سمبال کړه، ملګرو
ملتونو په خپل راپور کې ويلي و، چې جنرال رازق او ملګري يې په ګڼو بشري جرمونو، وژنو،
شکنجو او جنسي ځورونو ککړ دی. په راپور کې راغلي و چې رازق خپل عسکر تل دې ته
هڅوي، چې طالبان او شکمنو مخالفينو پر ضد په هېڅ ډول ظلمونو سرپه ونه کړي.
د بشري حقونو په راپور کې راغلي، چې په ملکي او نظامي ارګانونو کې پراخ اداري فساد
روان دی او د طالبانو په نوم خلک ځوروي، وژني او باج ترې اخلي او له همدې امله د هېواد په
لر و بر کې نا امنۍ زياتې شوي دي.
ګارډين په خپله تبصره کې وايي، چې د شفافيت نړيوال سازمان له قوله افغانستان د نړۍ په
کچه تر ټولو فاسد هېواد دی، اداري او قضايي نظام يې له سختو رشوتونو ډک دی او هېڅ
قاضي او څارنوال له رشوت پرته د چا قانوني کار پر مخ نه بيايي او د داسې نظام په شتون
کې د يادو مجرمانو محاکمه کول ناشوني بريښي.
«د دې ټولو جرمونو او اداري فساد تر شا د امريکايي چارواکو او نورو بهرنیو عسکرو لاس
دی؛ ځکه چې بهرني عسکر د افغان چارواکو پړي د دې لپاره خوشې کړي، چې دوی يې بيا د
خپلو موخو لپاره وکاروي.»
برتانوي ورځپاڼې، د بلخ د مطلق العنان والي عطا محمد نور په اړه هم ليکلي، چې بلخ کې د ناټو
له پروژو خپلې ګټې اخلي او د ملي اردو د عسکرو په نوم خپلې ملېشې لري او هېڅوک يې د
هېڅ ډول جرمونو د مخنيوي پر وړاندې نه شي درېدلی.
۲۰۱۱ م کال کې د عطا ملېشو يو ولسي وګړی وژلی و او خلکو، چې د نوموړي عسکر د
محاکمې غوښتنه کوله، نو عطا وويل: «دا سړی وبښئ؛ ځکه چې ستاسې ځوان يې په
‘تېروتنې’ وژلی و او په دې اړه بايد نور بحث ونه شي.»

[img:9bc35db8e6]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2015/03/ataa.jpg[/img:9bc35db8e6]

[color=blue:9bc35db8e6]
برتانوي ورځپاڼې، د بلخ د مطلق العنان والي عطا محمد نور په اړه هم ليکلي، چې بلخ کې د ناټو
له پروژو خپلې ګټې اخلي او د ملي اردو د عسکرو په نوم خپلې ملېشې لري او هېڅوک يې د
هېڅ ډول جرمونو د مخنيوي پر وړاندې نه شي درېدلی.
«۲۰۱۱ م کال کې د عطا ملېشو يو ولسي وګړی وژلی و او خلکو، چې د نوموړي عسکر د
محاکمې غوښتنه کوله، نو عطا وويل، چې دا سړی وبښئ؛ ځکه چې ستاسې ځوان يې په
‘تېروتنې’ وژلی و او په دې اړه بايد نور بحث ونه شي.»[/color:9bc35db8e6]

عطا محمد نور ۲۰۱۱م کال کې وال سټريټ ژورنال ته ويلي و، چې څوک د ده له ملېشو شکايت
او سر ټکوي، دا خلک له طالبانو سره پټې او ښکاره اړيکې لري.
بشري ټولنو د ګډ حکومت له مشرانو او د دوی له بهرنيو ملاتړو غوښتي، چې په بشري جرمونو
ککړ چارواکي او قوماندان دې محاکمه کړي، مګر د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې تر اوسه
هېچا په دې اړه د څه ويلو جرئت نه دی کړی.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې دی د شکنجو سخت مخالف دی، مګر ده پر چارواکو
د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي.
د ګډ حکومت له تشکیل راهیسې د دغو جنګسالارنو د مخنیوي چاره ځکه ناشونې بلل کېږي، چې
د دوی ډېری برخه د ګډ حکومت دواړو اړخونو پورې تړلي دي. د «ضرورت» پر مهال د
حکومت دواړه غاړې له خپلو خپلو جګړه مارو د یوه بل پر ضد د فشار په توګه ګټه پورته
کوي.

له نن اسيا څخه

pattang


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more