سياست او روانې چارې
کاکړو ملا صیب !
حشمت ناصري
02.03.2015
په ۲۰۱۵ کال کې زمونږ د هیواد پلازمینه له مطمینې او دایمي بریښنا بې برخې ده، حال دا څې ښې پریمانه اوبه لرو، هر کال سیلابونه او برفکوچونه راڅخه مالي او ځاني قربانۍ اخلي، اکثره ولایتونه خو لا بریښنا پیژني نه، کارول ېې کیدای سي ورته یا ګناه یا سپوږمۍ ته ختل ښکاري، په همدې بیچارګۍ مې فکر کاوه د یوه ملګري هغه کیسه رایاده سوه څې د مشرانو په نکل ېې د تګاب ولسوالۍ د کاکړو ملاصیب په اړه کوله.
وی؛ د ظاهر یا شهید داودخان وخت به وه، د جاپان هیواد څو انجنیران د برښنا وزارت د کارکونکو په ملتیا څو ځله د تګاب ولسوالۍ ته راغلل، دوی غوښتل څې دلته یو د اوبو بند جوړ کړي، له یوې خوا به د یو څو توربینو لږولو سره کاپیسا، کابل او خواوشا سیمو ته برښنا ورکړای سي او له بلې خوا به اوبه مهار او د کرهنې برخه کې به مرسته وکړی.
کاکړو ملاصیب، څې په یو څو برجه کلا کې اوسیده، بې شمیره مزدودان ېې چوپړ کې وه، نږدې ټول هیواد کې ېې مریدان درلودل هم په سیمه کې د بند جوړولو له کیسې خبر سه.
څو مودې وروسته بیا د جاپاني انجنیرانو د څیړنې ټیم راغی ترڅو اړوند څیړنې وکړي، پلانونه طرح او د خرچې تخمین ېې ولګوي. دوی د نقشو، او نورو وسایلو په برابرولو بوخت وه، څې ناڅاپه ېې د الله اکبر او شور او غالمغال غږونه تر غوږو سوه.
تر شیبو ورسته ګوري څې ولس/د کاکړو ملا صیب مریدان د دوی په خوا راخوسې دي، د چا لاس کې تبر ده، او د چا بیل، میتی، سوټی، تیږې او تورې. دو کمبختانو څې دا وضعیت ولید هک پک او په مځکه سریښ پاتې سوه، د برښنا وزارت کارکوونکي خو دې غمیزې او کلتور سره بلد وه، غږ ېې وکړ څې سر وباسۍ او ځې څې زغلو، جاپانی انجنیران خو خپل هیواد او وجدان ته مسؤل ول، هوښیاري ېې وکړه او له دې وحشتناکه او کمیدی-تراژیدي صحنې څخه ېې یو څو انځورونه وایستل، او له افغان ملګرو سره یوځای په تیښته بریالي سوه.
میړنی ولس کیسه کوي څې د دوی اتل او پیر کاکړو ملاصیب دا خلک هڅولي وه څې د دې پروژې او بند جوړولو مخنیوی د وکړي، ځکه جاپانیان خو کاپران دي، مونږ مسلمانانو سره چل کوي، دوی غواړي څې دلته یو لووووی بند جوړ کړي، بیا څې کله له اوبو ښه ډک سه نو په مسلمانانو ېې راخوسې کوي او ټول مسلمانان هلاکوي. نو ستاسو پرض ده څې په خپل سر او مال د کاپرانو د داسې چلونو مخه ونیسۍ
سپین ږیري کیسه کوي، څې د روسانو تر یرغل وروسته د وخت حکومت د کاکړو ملاصیب سره جوړجاړي ته ونرسیده، څو موده وروسته د ده کور بمبارد سه، کاکړو ملا صیب خو وختي ترې سر ایستی وه، خو څې کله کلا دړې وړې سوه، ولس وردننه سه کلا ته، او د کلا دننه ېې د کاکړو ملاصیب د ژوند یوه بله هینداره او منظره تر سترګو سوه، د دې منظرې لیدو سره ېې څه ناڅه عقل له پښو راپورته او سرته راغی، او لکه د مچانو په څېر ېې لاسونه په سر سر وهل، څې دا خو ملا نه وه بلا وه. کاکړو ملاصیب په کلا کې له هر هغه نعمت څخه برخمن وه څې ولس ته ېې حرام ګرځولی وه.
پښیماني نوره ګټه نه درلوده ځکه نور نه د کاکړو ملا صیب موجود وه، او نه هغه جاپانیان بیا راګرځيدل څې دا بند جوړ کړي، له دواړو خلاص او په روسانو واوښتل.
نو څې ولس مو دا نږدې ټول تاریخ دغسې مخورو، پیرانو، خانانو، ملایانو، رهبرانو، استادانو او مشرانو خپله ولکه کې نیولۍ، د پوهې او زده کړې، پرمختګ، ترقۍ، ښاري توب او سړیتوب څخه ېې لیرې ساتلي، خاورې به اوس مونږ ښه ورځ ولرو.
نوټ: د کیسې کره توب په اړه کیدای سي د تګاب سپین ږیري یا د برښنا وزارت پخواني کارکوونکي ښه خبر وي، خو دا کیسه په لوی مجلس کې ما اوریدلې.