د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د فیسبوکي لیکوالانو مارکیټنګ د وسپنیزو کالو انجلۍ ته

حشمت ناصري
27.02.2015

د سوداګرۍ له اړخه څې کله کومه کمپنۍ نوی شی تولید کړي، نو د بازارموندنې، د خلکو په ذهنونو کې ځای ورکولو او خلکو ته د دې تولید د معرفي او شهرت ورکولو په موخه د مارکیټنګ برخه دا دنده په غاړه لري څې دا تولید د اشتهار له طریقي خلکو ته ښه معرفي او مارکیټ ورته پیدا کړي
اوس یوې انجلۍ د مدني حرکت یا کومې پروژې له مخې د ټولنې د اکثریت وګړیو د فکرخلاف کالي ځان ته واچول او کیسه کوي څې د پنځه کلنۍ ترخې تجربې له مخې ېې دا کالي اچولي، حال دا څه له خبرو ېې ښکاري څې هغه عمر کې دا دې وطن کې نه وه، نو دا کالي دې اول هماغه هیواد کې واغوندي څې دا په کې پنځه کلنه وه او چا لاس وروړی وه.
دا یو تولید وه څې یواځې یو څو محدودو کسانو دا تولید ولید، وروسته دا دنده د فیس بوک لیکوالانو عمداً یا په خطا د اشتهار په ډول په غاړه واخیسته، چا ېې د مرګ فتوی ورکړه ته وای څې ده پیدا کړې، همدغه مفتي صیب څې د مرګ فتوی ورکوي کیدای سي خپل ټاټوبي پاکستان کې هغه خور او ورور ته څې یوبل سره ېې واده وکړ ګل هم غاړې ته وراچولی وي، نارینه څې سره نکاح سول او ملا ېې نکاح وتړله د هغې نکاح شاهد به هم تیر سوی وي، خو څې دا یادونه ورته وکړې وايي د ډیورند کرخې دیخوا (پنجاب خوا) مسایلو کې لاس مه وهۍ ځکه مونږ د خپلې ټولنې به نبض پوهیږو مګر خپل لکه دیدو راخوسې وي او ټوله ورځ د کرخې دیخوا مسایلو باندې ځان ته اجازه ورکوي څې خبرې وکړي، ځان افغان ښيي، خو ګټې پاکستان.
ځینې بیا د دې انجلۍ په دفاع راوتي، څوګ ېې ترټي، بعضې ېې ستایي، اوځینې ناروغان ېې له دې وسپنیز کالو هم خوند اخلي
بس تولید اوس نړیوال شهرت پیدا کړ، آن نړیوالې رسنۍ څې د داسي تولیداتو بنیاد ېې ایښی هم زمونږ د فیس بوکیانو له آدرسه پرې خبرې کوي او ټوله نړۍ پر مونږ خندوي.
خدای مو غرق کړه په نړیواله کچه مو تل ټولنیزې رسنۍ کارول د نړۍ د خندا وړ ګرځیدلي، کله ګل مرجان، بیا د غوا کیسه او اوس د وسپنیزو کالیو ډرامه، کله مو کومه ګټوره خبر داسې نړیواله کړې؟
ټول چغې وهي څې دا د امریکې پروژه ده، نو د پروژي خدايی خدمتګاران او مزدوران خو تاسو یاستی، دا پروژه خو تاسو بریا او شهرت ته رسوۍ.
بدبختو هاغه د کرکټ د بریا خوشحالیانې او مبارکیانې مو په خلکو هیرې کړې، ایله څې ولس ته یوه د خوشحالۍ او ویاړ پلمه پیدا سوې وه، د انجلۍ په دې مسله مو د کرکټ بریا او خوشحالي بالکل له فیسبوکه ورکه کړه
د هیواد بیلابیلو سیمو کې خلک طبیعي افتونو تباه کړل، او تاسو خپلې شخصي کینو ته ناست یاست
فیس بوکي نرښځه څې د عقدې، کینې، محرومیت او بې هویتۍ له وجې په مرض اخته ده اوس په همدې پلمه په کابل او کابلیانو لږیږي
رښتیا خبره ده څې وايي، پردی وطن د میړو قدر کموینه، دی کمبخت ېې بیخي د میړو له کتاره ایستی
.
هیله ده څې څوک راڅخه خوابدي نسي
او لیکنه مې په ډیرې چټکۍ سره وکړه، کیدای سي کمی یا زیاتی کې وي


Rustijust
10.03.2015

This website can be a source of knowledge for a select few.

[url=http://sbobetmildly.webs.com/]ทางเข้า sbobet[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more