د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ولس کې بې باوري، ناهیلي، کمزوري او محرومیت مه غښتلي کوۍ !

حشمت ناصري
26.02.2015

مونږ ته د ناهیلۍ، کمزورۍ او محرومیت روحیه دومره په کراتو راکړل سوې او غښتلې سوې څې په مشرۍ کې هم له کشر څخه شکایت لرو او خپل حق ترې غواړو، ټوله ورځ چغې وهو ځې زما حق ضایع ده، پر ما ظلم روان ده، ماسره په حکومت او حکومت نه بهر زیاتی کیږي، زما د وژلو سلسله او دسیسه کارول کیږي، زه د نفوس د شمیر له اړخه ستر یم خو په هرڅه کې مې برخه کمه ده، اوس نو نارینه خو پریږده چې له ښځو هم زړه چاودي یو :)
.
نو اشنا ! نن ورځ د تعلیم، ټکنالوژۍ او مالوماتو سیالي روانه ده اوس همدا عصر ده همدې سره به ځان برابروې، د نفوس د شمیر زیاتوالی دې څوک په توتو کې هم نه شمیري، د نفوس کمیت دې پریږده، کیفیت ته رامخ ته سه
هغه ولس ځواکمن ده څې په تعلیم او زده کړې سمبال وي، سالمه فکري پالنه ېې سوې وي، یو موټی اوسي، د خپل مشرانو او نورو انساني پانګو په قدر پوه سي او ترې ملاتړ وکړي، خصوصاً کله څې هغوی ژوندي او په واک کې دي، او د هر فرصت څخه د امکان ترحده لوړه او ستره ګټه پورته کړي
نه څې ټول عمر د هر مشر او هر نظام په خلاف اوسو، د نفاق، کینې او کرکې، ناهیلۍ، محرومیت، کمزورۍ او بې اعتمادۍ احساس په خپلو وګړو کې پیاوړی کړو، دا ناکامه او ناسمه لار ده دا څو کاله مو هیڅه هم ترې لاس ته ندي راوړي، تاوان مو دا کړی څې ولس مو په ښیرو، ګیلو، شکایتونو، مخالفتونو، بدګمانۍ او بې اعتمادۍ روږدي کړی
شکایت مو عادت او عادت مو نور مرض ګرځیدلی. ټوله ورځ شکایت او نیوکې دي او یاربه دا او یاربه هغه .....
د دې پر ځای به ښه وي څې خپل ولس ته د ښې او روښانه راتلونکې انګیزه ورکړو، مثبتي سیالۍ ته ېې وهڅوو، اوږدمهال، روښانه او ګټور برخلیک ټاکلو کې ورسره مرسته وکړو، اعتماد او باور په کې راژوندی کړو، یو هدفمند او پیاوړی ولس بیرته رامنځ ته کړو.
بیا هم وایم، ګیلې، لاریون، ژړا او ښیرې، شکایت، یواځې دعا او تل مخالفت او بدګماني د کمزورو او ناهیلو ولسونو کار ده.
په خپله په خپل ځان او خپل ولس کې دا ناهیلي او کمزوري مه غښتلې کوۍ !


Re: ولس کې بې باوري، ناهیلي، کمزوري او محرومیت مه غښتلي کوۍ !

lawangin
26.02.2015

وروره زه نه پوهېږم چې ته څه غواړې !
اسلام ددې لپاره دی چې حق او باطل بيل کړي مکافات او مجازات مالوم کړي !
مجرم ګناه ګار که مشر وي که کشر بايد خپله جزا وويني !
علومي ، اتمر او نوریې ... لکه ددښتې ليلې قاطلان بايد خپله جزا وويني که
جزا یې ونه ليدله نو باطل به په حق زور وي او دغه موډل به په افغانستان کې دقانون
او انسانيت بله کشف شوې څېره وي !!

pattang

[quote:eeecf84fad="حشمت ناصري"]مونږ ته د ناهیلۍ، کمزورۍ او محرومیت روحیه دومره په کراتو راکړل سوې او غښتلې سوې څې په مشرۍ کې هم له کشر څخه شکایت لرو او خپل حق ترې غواړو، ټوله ورځ چغې وهو ځې زما حق ضایع ده، پر ما ظلم روان ده، ماسره په حکومت او حکومت نه بهر زیاتی کیږي، زما د وژلو سلسله او دسیسه کارول کیږي، زه د نفوس د شمیر له اړخه ستر یم خو په هرڅه کې مې برخه کمه ده، اوس نو نارینه خو پریږده چې له ښځو هم زړه چاودي یو :)
.
نو اشنا ! نن ورځ د تعلیم، ټکنالوژۍ او مالوماتو سیالي روانه ده اوس همدا عصر ده همدې سره به ځان برابروې، د نفوس د شمیر زیاتوالی دې څوک په توتو کې هم نه شمیري، د نفوس کمیت دې پریږده، کیفیت ته رامخ ته سه
هغه ولس ځواکمن ده څې په تعلیم او زده کړې سمبال وي، سالمه فکري پالنه ېې سوې وي، یو موټی اوسي، د خپل مشرانو او نورو انساني پانګو په قدر پوه سي او ترې ملاتړ وکړي، خصوصاً کله څې هغوی ژوندي او په واک کې دي، او د هر فرصت څخه د امکان ترحده لوړه او ستره ګټه پورته کړي
نه څې ټول عمر د هر مشر او هر نظام په خلاف اوسو، د نفاق، کینې او کرکې، ناهیلۍ، محرومیت، کمزورۍ او بې اعتمادۍ احساس په خپلو وګړو کې پیاوړی کړو، دا ناکامه او ناسمه لار ده دا څو کاله مو هیڅه هم ترې لاس ته ندي راوړي، تاوان مو دا کړی څې ولس مو په ښیرو، ګیلو، شکایتونو، مخالفتونو، بدګمانۍ او بې اعتمادۍ روږدي کړی
شکایت مو عادت او عادت مو نور مرض ګرځیدلی. ټوله ورځ شکایت او نیوکې دي او یاربه دا او یاربه هغه .....
د دې پر ځای به ښه وي څې خپل ولس ته د ښې او روښانه راتلونکې انګیزه ورکړو، مثبتي سیالۍ ته ېې وهڅوو، اوږدمهال، روښانه او ګټور برخلیک ټاکلو کې ورسره مرسته وکړو، اعتماد او باور په کې راژوندی کړو، یو هدفمند او پیاوړی ولس بیرته رامنځ ته کړو.
بیا هم وایم، ګیلې، لاریون، ژړا او ښیرې، شکایت، یواځې دعا او تل مخالفت او بدګماني د کمزورو او ناهیلو ولسونو کار ده.
په خپله په خپل ځان او خپل ولس کې دا ناهیلي او کمزوري مه غښتلې کوۍ ![/quote:eeecf84fad]


سلامونه لونګین وروره

حشمت ناصري
27.02.2015

تاسو رښتیا وایاست، ظالم باید خپله سزا وویني او مظلوم ته باید حق ورکړل سي، د حق او باطل توپیر باید وسي، عدالت باید په ټول ولس برابر پلی سي او همداسې په سلګونه او زرګونه هیلې څې مونږ ېې لرو ورته ورسیږو
خو څنګه او کله؟ د یادو سویو ارمانونو د لاسته راړو لپاره مونږ څه ته ضرورت لرو؟ مونږ ولې دې حالت ته رارسیدلي یو؟
د حل لار ېې هماغه ده څې اسلام ورته حکم کړی، زده کړه یا علم
مونږ له هر اړخه ځپل سوي او کمزوره سوي یاستو، او د ټولو ناخوالو ریښه همدا یوه ده، د تعلیم نه لرل.
خدای پاک په قرآن کې فرمایي: آیا برابر دي هغه څې پوهیږي او هغه څې نه پوهیږي
نو زما غوښتنه هم همدا ده، زه نور څه نه غواړم، غواړم ولس مې د ستونزې ریښه وپیژني او له بیخه ېې شڼډه کړي، زده کړه، پوهه او علم.
په خوسې چغو، ګیلو او لاریونونو څه نه جوړیږي، که څه جوړیدل اوس به فلسطین آزاد وه
څې یو ولس یا یو قوم کمزوری سي بیا ګیلو او شکایتونو ته مخه کړي، عمل په کار ده، او د ښه او ګټور عمل لپاره علم.
بس همدا مو غوښتنه ده او همدا مو هیله !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more