د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
*** خوندوري كيسې
څاروان
29.03.2005
1. ګيدړه او چرګه
ګيدړه وږې شوه له غاره راووتله او د يوه كور په لور رهي شوه تر څو كوم شى پيدا كړي او ويې خوري. كله چې كلي ته ورسېده، ګوري چې يوه غټه او چاغه چرګه پر يوه لوړ بام ناسته ده. ګيدړې چې هر څومره فكر وكړ چې بام ته ور پورته شي او هغه چر ګه ونيسي خو هېڅ چاره يې ونه ليده، نو له چل او مكر څخه يې كار واخيست، مخ يې چرګې ته را واړاوه او ورته يې وويل:
ګرانې خورې ما واورېدل چې ته ناروغه يې، ګرځېدى نه شې، نو ستا د پوښتنې لپاره راغلم ، تر څو يوه ګړۍ درسره كشينم او خبرې در سره وكړم او دوا او درمل در وشيم، نو مهرباني وكړه راكښته شه.
چرګې ورته وويل: زه د خداى په فضل جوړه او روغه يم او نه غواړم چې در كښته شم، ځكه كله چې زه كوچنۍ وم ماته مې [color=indigo:9ca1d746c7]مور نصيحت كړى ؤ، چې د دښمن په نرمو او خوږو خبرو ونه غولېږې او كولى هم نه شى چې خپل دښمن دوست كړې،[/color:9ca1d746c7] نو ته زما د ښمنه يې، ستاسو خاندان هم له موږ سره ذاتي او فطري دښمني لري. او زمونږ ډېر چرګان يې خوړلې دي. كه چېرې زه در كښته شم هرو مرو مې خورې،ګيدړه د چرګې له ځواب څخه حيرانه پاتې شوه او خپله لاره يې واخيسته.
-------------------------
څاروان