د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو د سولې خبرو اترو له پاره لیوالتیا ښودلې ده

اتل
19.02.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې د ځوریدلي افغان ولس د بخت د ستوري د خلیدو څرک را دبره شویدئ. لدې امله چې د افغان کشالې اکثره بنیادي ابعاد سیمه ایزې او بین المللي ریښې لري، داسې ښکاري چې عاملین یې اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې دغه کشاله له یوې خوا له قابو وزي، اوله بلې خوا تر سود نه یې زیان زیات شوئ او د جنګ او تشدد دوام یې دحل لاره نده. ای کاش چې ددې ناخوالې مخه ډیره مخکې نیول شوې واي. خیر، هر وخت چې د تاوان مخه ونیول شي ګټه ده.

آلله جل جلاله دې افغان ولس، حکومت او طالبانو ته ددې همت ورپه برخه کړي چې هر څومره زر چې کیدای شي د خبرو اترو له لارې چې د الله رضامندي هم پکې ده، جنګ او تشدد ته دپای ټکئ کیږدي او افغان مسلمان ولس په امنیت کې ژوند وکړي او د الله جل جلاله د نعمتونو چې پردوی پیرزویلي دي شکرانه ادا کړي.
======
کابل ته د پاکستان د پوځي مشر راحیل شریف له سفر څخه یوازې دوې ورځې وروسته پوځي او دیپلوماتیکې سرچینې وایي چې «د افغان طالبانو مشرې ښايي چمتو وي له افغان حکومت سره خبرواترو ته کښیني.»

په قطر کې د طالبانو د دفرت د پرانیستلو مراسم
د رویترز خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې چې له کابل او اسلام آباد څخه یې خپور کړی، د پاکستان د لوړ پوړو پوځي چارواکو او دیپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۱۹ مه) ویلي دي چې د افغان طالبانو مشرۍ د پاکستان د پوځ له لارې داسې ښوولې ده چې هغوی غواړي احتمالا په راتلونکې میلادي میاشت کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښینې.

په عین وخت کې نوموړي خبري آژانس د طالبانو د سرچینو له لارې ویلي دي چې هغوی د پنجشنبې په ورځ په قطر کې له امریکايي چارواکو سره ویني. د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي د تلیفون له لارې د رویترزخبري آژانس ته وویل: «لومړۍ غونډه نن په قطر کې جوړیږي او د جمعې په ورځ یوه بله غونډه په پلان کې ده. وبه لیدل شي چې څه کیږي، ځکه پخوانیو خبرو اترو کومه نتیجه نه ده ورکړې.»

له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو دغه خبرونه چې په رسمي توگه تر اوسه پورې تصدیق شوي نه دي، وروسته له هغې خپریږي چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف کابل ته سفر وکړ.

یوه پاکستاني چارواکي چې له دغه سفر څخه خبرتیا لري، د رویترز خبري آژانس ته وویل چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کتنه کې راحیل شریف وویل، طالبان چمتو دي چې د مارچ د میاشتې په سر کې د سولې خبرو اترو ته کښیني.

د پاکستان دغه چارواکي چې د خپل هیواد له پوځ سره نژدې اړیکې لري ، د خپل هویت د نه بربنډولو په شرط یې نوموړي خبری آژانس ته ویلي دي: «هغوی [طالبان] چمتوالی ښوولی دی او د مارچ په میاشت کې ښايی ځیني پرمختگونه وشي. خو دا هسې هم آسانه او گړندی کار نه دی.»

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې «ځیني ښکاره نښانې لیدل کیږي او موږ هغه افغانانو ته انتقال کړي دي. اوس ډير مسایل خپله افغانانو پورې اړه لري چې هغوی څومره په دې برخه کې په جدیت عمل کوي.»

په کابل کې د راحیل شریف د لیدنې کتنې په هکله د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر په وینا پاڼه کې راغلي دي چې «د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د ژمنو څرگندوی دي. د دغو لیدنو کتنو نتایج ښايي په راتلونکو اونیو کې څرگند شي.»

په کابل کې درې دیپلوماتان چې د پاکستان د لوی درستیز له سفر څخه خبرتیا لري، د طالبانو او افغان حکومت د احتمالي خبرو اترو خبر تائید کړی دی. د رویترز خبری آژانس د یوه دیپلومات له خولې وویل: «د خبرو اترو د ځای په هکله تر اوسه تصمیم نیول شوی نه دی. دا خبرې اترې کیدای شي چې په اسلام اباد، کابل او یا هم په پیکینگ کی وي.»

تر اوسه پورې د داسې یوې لیدنې کتنې له پاره رسما کوم بندو بست نه دی شوی او له دې مخکې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې له پاره ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت هم په وار سره هڅه کړې وه چې په خپل هیواد کې د زورزیاتو د لړې د پای ته رسولو له پاره طالبانو سره خبرو اترو ته کښیني. دغسې یوه هڅه په ۲۰۱۳ کال کې هغه وخت وشوه چې طالبانو په قطر کې خپل یو دفتر پرانیست. خو د دغه دفتر تشریفاتي مراسمو د افغان حکومت غوسه راوپاروله. طالبانو پر دغه دفتر د خپل «اسلامي امارت» بیرغ اوچت کړ، هغه څه چې د افغانستان د حکومت له پاره د منلو وړ نه وو. له هغې وروسته له طالبانو سره اړیکې غوڅې او د سولې د خبرو اترو له پاره هڅې ناکامې شوې.

افغان کار پوهان وايي چې نوی افغان ولسمشرغني د خپل سلف پر خلاف هڅه کوي چې له پاکستان سره چې د افغان طالبانو څخه په ملاتړ تورن دی، اړیکی نزدې کړي. له اسلام آباد سره د کابل نزدیوالی البته د یو شمیر نورو افغان مخورو سیاستوالو له نیوکو سره مخامخ دی. خو د افغانستان د رسنیو د رپوټونو له مخې غني تیره ورځ له پخواني ولسمشر کرزي او نورو افغان سیاستوالو سره په یوه لیدنه کتنه کې ویلي دي چې هغه نه غواړي په «پټه توگه» له چا سره خبرو اترو ته کښیني
http://www.dw.de/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more