د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

لا تر اوسه د حلوا په طمع ناست ېې=سي به مات پرې ستا غاښونه چیرته وې؟

حشمت ناصري
19.02.2015

لا تر اوسه د حلوا په طـمـع ناســـت ېې؟
سي به مات پرې ستا غاښونه چیرته وې؟
.
د وروستیو اخطارونو او ګواښونو په اړه دغه شعر او د ماشومتوب یوه خاطره رایاده سوه
.
څې کله زه او له ما مشر ورور مې د ۳ او ۵ کلو ؤ، نو هره ورځ به مو د غرمې خوب پر مهال پټ پټ له یخچال څخه میوه او ځینې نور خوراکي شیان غلا کول
یوه ورځ مو تر مونږ مشر ورور له ښونځي څخه ۲ بجو خواوشا کور ته راځي، څې ګوري زه او له ما مشر ورور مو له هغې خونې څخه څې یخچال پکې ایښی وه را ووتو، د دواړو لاسونه په شفتالانو ککړ، خولې کې مو شفتالان او پرې شخوند مو واهه، ګریوان مو په شفتالانو ککړ او لمنو څخه مو د هغو۳ یا ۴ شفتالانو اوبه څڅیدې څې ورسته له پاره مو ځان سره لمن کې اخیستي وه.
لالا مې کیسه کوي، څې زه څې کله تاسو سره مخامخ سوم، مخکې له دې څې څه وپوښتم دواړو راته وویل څې؛
لالا، لالا مونږ شفتالان ندي پټ کړي !
.
اوس
د دې ښاغلو لاسونه د خواوشا یو لک کابلیانو په وینو ککړ دي، لا تر اوسه ېې په ګریوان کې د لاسپوڅۍ او غلامۍ حلقې پرتې دي، په لمنو ېې د جهاد، شهیدانو، یتیمانو او کونډو سره د خیانت او جفا داغونه ورځ تر بلې ورزیاتیږي، په خولو ېې لا تر اوسه هم ګواښونه او اخطارونه روان دي، هو یو څه څې کم لري هغه شرم ده څې د دو په سترګو کې نسته، ځکه خو برګې سترګې او جګ سر ګواښونه راکوي.
دوی هم شفتالان ندي پټ کړي، کمبختانو هیڅه هم ندي کړي، معصومې پرښتې دي پرښتې.
.
خو دوی د په دې پوه سي، څې ولس نور هغه ولس نده څې دوی دا څه کم څلویښت کاله په خپلو منګلو کې ساتلی وه، د دین او مذهب په نوم به ېې کارول، د ولس له پاک نفس او سپیڅلې ارادې څخه به ېې د خپلو ګټو او د خپلو بادارانو اهدافو ته د رسیدو په موخه کار اخیسته.
ولس اوس تر ډیره حده د ښه او بد، خیر او شر توپیر کولای سي، نه غواړي خپله راتلونکې په خپل لاس خرابه کړي.
تاسو به په دې ګواښو سره یواځې دومره وکړۍ څې خپل عزت او حیثیت به لا هم پایماله او ځانونه به ولس ته لا ښه وروپیژنۍ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more