د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پتمنو، ښاغلو، توریالیو، ویاړلو او ننګیالو !

حشمت ناصري
17.02.2015

دا منو څې؛
زمونږ انسانانو د فطرت تقاضا همدا ده څې په غم مو زړه دردیږي او ژاړو، او په ښه خبر مو زړه خوشحالیږي او خاندو، فطرتاً همداسې پیداسوي او روزل سوی یاستو، په مرګ، درد او غم ژاړو، غندوېې، ښیرې کوو، د غمجن سره خواخوږي کوو، کیدای سي ښکنځلې هم وکړو، او د ستونزې په وخت د دعا په موخه لاسونه پورته کوو.
دا ټول عاطفي غبرګونونه دې د ښو او بدو پیښو په وړاندې، خو که دا فطري تقاضا او عاطفي غبرګون مو په عادت او عادت مو مرض وګرځي، بیا نو دا جوته ده څې د کمزورۍ، ناهیلۍ او مایوسۍ، بې غیرتۍ، بې همتۍ، بې هویتۍ او بې سرۍ په وایرس اخته یاستو.
ځکه ښیرې، ګیلې، ښکنځلې، غندنې، چغې، ژړاګانې او لاریونونه د کمزورې او ناهیلې ولس کار ده.
د دې وایرس او مرض د تداوي او حل لار باید ومومو ګڼي قسم څې ورکیږو
او د حل لار ېې ډیره آسانه ده، یواځې غیرت ته شاکول، په خپلو بچیانو، خویندو او ورونو تعلیم کول او په ژوند د خپلو مشرانو، اتلانو، د وطن رښتینو بچیانو قدر او عزت کول دي او بس
په دومره واړه کار سره مو راتلونکې نه یواځې څې ژغورل کیږي، ډیره روښانه کیږي هم، دین او دنیا به مو په نصیب سي.
.
ښه به نه وي څې په یو ژوندي انسان باندې راټول سو او وېې ستایو، تر دې څې مړي مو اتلان کړو او کیسې، ترانې او واویلاوې پسې ولیکو؟


Samsor Afghan
27.02.2015

زمونژ ولس کی د خوشحالی کار ډزی کول دی
کله چی ماشوم دنیا ته راشی ډزی پری کوی او همدا د توپک ډز بیا همداسی مخور هم را نه اخلی
روازه قتل او روزانه وژل روان دی
احساسات مو په مرګ او ډزو را پاریژی او همدا سبب ده چی پس له مرګه د خلکو قدر کوو ځکه چی په ژوندونی یی په قربانی نه پوهیژو او چی کله د مخی سړی رانه هغی دنیا ته لاړ شی بیا یی قدر کوو.

د ژوندیو قدر ځکه نه شو کولی چی دنیا مو نه ده لیدلی او غریبی او نا چاری د حد ته رسولی یو چی په خپل ورور هم د خاین فکر کوو ملامت نه یو ځکه له د مخکی چی څوک مخکی شوی د کار په خاطر یا یی خیانت کړی او که یی د خدمت هوکړه وه وژل شوی یا بد نام شوی.
خو ستا په خبرو زه باوری یم مونژ باید د ژوندیو قدر وکړو او ورسره ودریژو تر څو کار وکړو چی به ژوندونی مو عزت وشی او پس له مرګه مو قدر.

درناوی


حشمت ناصري
28.02.2015

سمسور افغان صیب، ډیرو ښو ټکو ته مو اشاره کړې
مونږ له ماشومتوب څخه د تشدد او ټوپک سره په مینه کې لوی سوي یاستو، زغلول، وژل، تړل، لوټول، قرباني ورکول او ډښمني ګالل مو له تاریخه راته د ویاړ په نوم راپاتي، همدو سره عادت یو، همدا مو مرض ده او همدا مو ویاړ، که یو سم سړی راکې پیدا سوی هغه مو زغلولی یا مو شخصیت ورته ترور کړی لکه (سید جمال الدین افغان)، کله مو نړۍ سره ځان په علم، زده کړه، ټکنالوجي او نورور مثبتو برخو کې نده سیال کړی، ټول ویاړ مو همدا د جګړو ده ټول اتلان مو د جګړې د ډګر اتلان دي نه د عقل او پوهې


larghonay laraway
03.03.2015

همدا هم له ټيروريزمه کمه نه ده چې د معيار پر ځای لهجه ليکو.
لهجوي ليکنې پر پښتو ډزې کول دي.


Samsor Afghan
05.03.2015

سلامونه

راځی ځان به سره پوه کوو لهجه وی لیکنی یا سټنډر لیکنی دواړه یو هدف لری چی د خلکو پوهول دی او بس.


حشمت ناصري
12.03.2015

که لیکنې په لهجوي ژبه وي دا د ژبې د ودې مخنیوی نه د پرمختګ لامل ګرځیدلای سي، ځکه لومړی: هر څوک په خپله لهجه لیکنه کې عادت او هوسا وي، دوهم: که مونږ اوس د سټنډرډ لیکنې په فکر سو د یو منل سوي سټنډرډ رامنځ ته کول به مونږ پښتنو کې څومره شونی وي او څومره وخت به ونیسي؟ دریم: همدا بیلابیلې لهجې زما په آند د یوې ژبې بډايي او قدامت په ډاګه کوي او څلوم: کیدای سي ځینې کسان معیاري لیکنې نه خوښوي او د لیکنو څخه لاس واخلي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more