د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مونږ پیدا سوي آدمیان یو، خو باید ځان څخه انسانان جوړ کړو!

حشمت ناصري
06.02.2015

مونږ آدمیان پیدا سوي یاستو او باید له ځان څخه انسانان جوړ کړو !
آدمي ته هغه وخت انساني مقام حاصلېږي څي؛ هغه ښه اخلاق، ښه خويونه، علم، فکر او عقل ولري.
زمونږ د سړیتوب درجه هم زمونږ د هغه زیار او زحمت کچې پورې تړلې، څې مونږ ېې د ګټور علم او ښو اخلاقو او خویونو په لاسته راوړلو کې باسو، او هغه بدلون چې دغه علم او خویونه ېې زمونږ په فکري ودې او کړنو کې راولي او داڅې د بشریت په وړاندې مونږ ترکومه حده خپل مسؤلیت پیژنو او پرځای کوو ېې.
و لقد كرمنا بني آدم (مونږ بني آدم ته کرامت وربښلی)
نو دغه کرامت او بزرګي چې الله پاک بنی آدم ته وربښلې، یواځې همدې لپاره چې په دوه پښو په لار ځي، عقل لري او واښه نه خوري؟
نه، دا کرامت هغه وخت رابښل کیږي چې کړه وړه، خبرې، فکر او خویونه مو د نورو مخلوقاتو په پرتله اوچت وي.
دا سړیتوب یواځې په مسلماني هم لاس ته نسي راتلای.
د آسماني ادیانو موخه هم د انسان شخصي او ټولنیز ژوند ته سمون ورکول، د انسانانو تر منځ د متقابل احترام او ګټو پر بنسټ د اړیکو تینګول، او آن د خدای د نورو ژوندي مخلوقاتو او چاپیریال ته درنښت او د هغو حق پرځای کول دي.
د خواوشا ۱۲۴۰۰۰ پیغمبرانو موخه هم همدا ده چې د آدمي څخه انسان جوړ کړي او پرینږدي چې تر حیوان هم بدتر سي
د دې سلسلې په پای کې خدای مونږ ته خپل محبوب او رحمت اللعملین راوستاوه تر څو اخلاق او انسانیت کامل کړي، د قرآن او احادیثو په واسطه ېې پر مونږ علم فرض وګرځاوه
نور ېې د پیغمبرانو سلسله ختمه کړه، ځکه دا یو جامع، کامل او بې نقضه کتاب ده، د دې کتاب او احادیثو په رڼا کې به مونږ علم ترلاسه کوو او د پیغمبرانو دنده به په مخ وړو، نړۍ به له جهالت څخه خلاصوو، اخلاق او انسانیت به کاملوو، عدالت به راولو او.....
.
نو آیا علم بې د یو علمي مرکز او د علمي کدرونو د شتون څخه لاس ته راتلای سي؟
په زرهاوو ښوونځي تړل سوي، د پوهنتون محصلین او استادان د زده کړې په جرم د موچي په تار وژل کیږي، د ښځې څخه غوږ، پوزه، ژبه حتی حیا د وي شرمځایونه پرې کیږي، د ماشومانو سره زبرزنا کیږي، او په لس ګونه او سلګونه نور وحشت او حیوانیت
د ټولو وجه او ریښه یوه ده، ناپوهې، جهالت او بې تعلیمي
خدای که سل کسه سړکونو ته راووځو، ولاکه د اعتراض او اعتصاب خیمې ووهو
زابلیانو څو مودې مخکې د یو لاریون په ترڅ کې د یو پوهنتون د جوړیدو غوښتنه وکړه، شمیر ېې ۱۰۰ ته هم نه رسیده، پاتې څو ولایتونو کې خو لا ۱۰ کسه هم د دې غوښتنې کچې ته ندي رسیدلي
خو څو ورځې مخکې ېې د فرانسوۍ مجلې کارټونونو په غبرګون مظاهره کې په سلهاوو یا زرهاوو سړکونو ته راووتل، ښه لویه مظاره ېې جوړه کړه، یواځې زابل نه، ټول هیواد کې همدا کیسه ده.
ته او خدای، چې د هغو سپکو فرانسویانو په کارټونونو به د پیغمبر (ص) له شان څخه څه کم سي؟ او یا به زمونږ په دې مظاهرو څه ورزیات سي؟
همداسې قرآن ته یو نجس په امریکې غوښتل اور واچوي، بل نجس ورته بل سپکاوی وکه، دلته مونږ خپلې ملي شتمنۍ د اعتراض په پلمه لوټې کړې، موټر او دوکانونه مو وسوزول، ودانۍ ورانې او حتی انسانان په کې ووژل یا ژوبل سوه.
زه نه وایم چې مظاهرې مه کوۍ
زه د تر پیغمبر صدقه سم، خو !
بل پیغمبر او بل کتاب نه نازل کیږي، همدا زه او ته به د پیغمبر دنده په مخ وړو
که دین ګټو، خپله دنده پرځای کوو نو د خدای او پیغمبر حکم باید پرځای کړو
فرض باید پرځای کړو (تعلیم وکړو)، په خپل ځان، خپلو اولادو، خویندو او ورونو
لومړی ځان، بیا خدای، رسول، دین او دنیا ښه وپیژنو، ځان نه هغه مسلمان جوړ کړو چې خدای او رسول ېې غواړي
د دین داسې استازیتوب وکړو چې کفار دې ته اړ سي چې دین او د پیغمبر شان ته مو د سپک نظر کولو پرځای زمونږ دین خوښ کړي او ایمان راوړي
فرانسوي او نورې ژبې زده کړو او هغو ته د انسانیت او شرافت لار وښیو
نه چې د بیسوادۍ له وجې د جهالت او وحشت مرکز وګرځو،
همدو غربیانو د شیخانو په مټ د تنظیمانو او طالبانو په واسطه تر اوسه له دین سره د دین په نوم لوبې کولې اوس لا داعش هم پسې راروان ده، چې نور به لا څومره زمونږ په واسطه زمونږ د دین د بدنامولو پروګرامونه راروان وي؟
.
خدای د مونږ ته د بشریت د ستر لارښود د سیرت حد اقل یوه ټوټه راپه برخه کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more