د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

کرکه مو زړونه خوسا کوي ! (د کچالوانو/آلوګانو ګیم)

حشمت ناصري
06.02.2015

د یوه وړکتون ښوونکې/روزونکې غوښتل چې خپلو زده کوونکو سره یوه لوبه ترسره کړي
نو ځکه ېې د ماشومانو څخه وغوښتل څو سبا ورځ یوه پلاستیکي خلطه/کڅوړه او ورسره کچالوان/آلوګان له ځان سره ټولګي ته راوړي
هر یو کچالو ته به د هغه شخص نوم ورکول کیږي، کوم چې دا ماشومان ورڅخه کرکه لري یا ېې ورڅخه بد راځي
دا څې هر ماشوم به څو دانې کچالوان په خلطه/کڅوړه کې له ځان سره راوړي، دې پورې تړلې چې ماشوم له څو کسانو څخه کرکه لري
نو په ټاکل سوې ورځ ټولو ماشومانو له ځان سره کچالوان په خلطه/کڅوړه کې ټولګي ته راوړل، چا ۲ کچالوان، چا ۳، چا ۴ او ۵ او چا هم ۶ یا تر هغې هم زیات
ښوونکې له ماشومانو وغوښتل څې د یو څه مودې لپاره د دا خلطه/کڅوړه خامخا له ځان سره ګرځوي، که هر چیرې دوی ځي، حتی که دوی هم مقدسو ځایونو ته ځي یا هم د حاجت لپاره بیت الخلا ته
ورځې په تیریدو وې، کچالوان خوسا/ګنده سوي وه، بوی ېې ورځ تر بلې زیاتیده، تر هغو څې ماشومانو ښوونکې ته د خوسا/ګنده سویو کچالوانو د بد بوې له وجې شکایتونه پیل کړ
سخته خو دا وه، هغو ماشومانو چې ۵ او ۶ یا زیات کچالوان درلودل، هغوی هم مکلف وه ترڅو ترخپل وس زیات وزن هره ورځ ځان سره ګرد وګرځوي
وروسته له څو ورځو ماشومانو ته واک ورکړ سه ترڅو نور خلطې/کڅوړې له ځان څخه لیرې کړي، ځکه چې لوبه پای ته ورسیده
ښوونکې/روزونکې له ماشومانو وپوښتل: څه احساس مو درلود دا څه موده چې دا خوسا/وراسته کچالوان مو له ځان سره ګرځول؟
ماشومانو خپل د زړه بړاس وایست، او د هغه عذاب له وجې چې دوی د درندو او بدبویه خلطو/کڅوړو ګرځولو له وجې ګاللی وه په اړه ېې شکایتونه پیل کړه
دلته ښوونکې/روزونکې هغه پت راز چې د دې لوبې ترشا پروت وه ماشومانو ته بیان کړ
او وېې ویل؛
دا د ورستو/ګنده کچالوانو ګرځول، کټ مټ هغې کرکې ته ورته ده چې تاسو ېې د یو چا سره لرۍ او خپلو زړونو کې ېې ساتۍ
د کرکې ګندګي هم ستاسو زړونه د ګنده کچالوانو په څیر خوسا کوي، او تاسو مجبور یاست چې هرځي ته چې ځۍ هغه هم له ځان سره یوسۍ
نو څې کله تاسو له ځان سره یواځې د یو څو ورځو لپاره د خوسا کچالو بد بوی ساتل او ګرځول نسۍ زغملای، څنګه ېې تصور کولای سۍ چې تاسو به د یو عمر لپاره د یو یا څو کسانو کرکه په خپل زړه کې وسۍ ساتلای،وسۍ زغملای او وسۍ ګرځولای؟
"ژباړه"
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خدای د زمونږ تاسو زړونه له کرکۍ پاک لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more