وطن پال او نور ګټور شعرونه
د پوهاند موسى معروفي د نوى شعري مجموعې څخه: "نوى ژوند نوى شعرونه"
ع کريم حليمي
20.01.2015
........................سوغات
ولاړه سه و رود ته د ماهى توركه به غاړه
ګډه سه و رود ته چه بهيږى غاړه غاړه
تور واچوه څپو ته بيا دي غوږ پر څپو كښېږده
دوى ډك په ساز اواز دي نغمى ئي راته راوړه
د سپوژمۍ به شپه كى را سه د نغمو سره
به غوږ كیې راته وايه د موجونو د قصو سره
زما د هيلو پر ځګر وغوړه وه نرم وزرونه
و آسمان ته پرواز راكړه په نغمه ستا د كتو سره
لاس به لاس به ځان تسليم كړو و سپوږمۍ ته
د ستورو و اتڼ ته د رازونو و مستۍ ته
[color=white:7b0f7f6730]"معروفي" [/color:7b0f7f6730]به څپاند رود او ته به ئي نغمى سې
به فضا كى به څپې سو د ابد ژوند و كښتۍ ته
ع کريم حليمي
21.01.2015
خوبونه رشتيا كيزى
نه يم نا اميـــنده د وصــــال خـــــــوبونه وينم.
د خوند سپوږمي ته څرمه د هوس لمرونه وينم
واوره كى براته يو د ارزو دغـــــره پر سـر
د دو غرونو به مينځ كى د چينى اورونه وىنم
را لغړو به مستۍ كي و لمنى ته د غره.
نوى را شنه سوى د رازو ځنګلونه وينم
زما نفس نــــــــسيم سي دسينى پر انارونو.
ستركي چه كړم پورته رنګارنګ ګلونه وينم
باران د خولو وسي د وريښمو پرغونـــډيو.
كښته تر غونديو خيشت پاسته دښتونه وينم
ګوره و آسمان ته چه پر مــــځكه پرېوتلى
رودونه سيلابى سوه د جذبې موجونه وينم
توييږي مرغلري د ماهى له پاكه ســــــتوني
د سترګو په حيا كى د خوښۍ رقصونه وينم
د شونډو به برګــــونو كى ځليزى څراغونه.
مسكا د قناعت ده زه د خــولې كنجونه وينم
خوب او حقيقت كـــله خــــفه كله بـــخلا وى.
خوب د "معروفى" كى د رشتيا څركونه وينم
ع کريم حليمي
22.01.2015
ټوله ورځ دلې وې.
نو شپې ته ولى ځې؟
د رود پر غاړه ناسته.
خوند كوي د شپى قصې
به رود كى به لامبو كړو.
زه ړومبئ ته را پسې
يو بل به كړو تاوده.
كه لندې سولې جامې
سپوږمۍ په پستو وړانګو
تخنوي نشه څپې
نو لاس را كه ميني.
چه موږ لاندي كړو څپې
سندري به شروع كړو.
د رود هم خوښي نغمې
اوبه به سره باشو.
د خوښۍ ډكى نارى
په انسان هر څه ښایسته
د ژوندون له منظرې
[color=red:f2f00ece3f]معروفي[/color:f2f00ece3f] شانتى خونداخله
د څښتن له ارادي
ع کريم حليمي
24.01.2015
Beach
پورته سره او زرغونه ده
لاندى ستا رنګين كميس
تا چى لڅى كړلې پښي
د رود غاړه سوه پاريس
چه څپو دي شونډى مچ كرې
ګردابي څرخ سو جليس (۱)
سمندر نه چه را ووتې بهر
مهربانه شكاريدې لكه ادريس(ع)
پر ورونو دي ځلاند څاڅكي
بهيدونكي الماسونه اتلانتيس (۲)
په لندو جاموكي پريوتې پوړمخي
زنګنونه دي د ريګو سوه انيس (۳)
چه دي بريوتی تندى پر فرش د زلفو
تماشا ئي په مزه د “په غه ديس" (۴)
لكه سره او زرغونه چه يو محراب سوې
سيل ته راغله محتسب او هم ابليس
معروفى ته ور به ياد سوې
منظرې د سر درو، بهار د سويس
جنورى ٢، كال ٢٠١٥
۱-(د عربى د اجلاس له كلمى څخه: څاى پر څاى كښېناستل)
۲-(دا كلمه د افلاتون په يوه اثر كى د يوى خيالى جزیرې به هكله لیکل سويده خو او
اوس په حقيقت كى په همدغه نامه يوه تفريحى جزیره د بهاما د paradise به نامه جزيره كى وجود لرى)
۳-(دا عربى كلمه په د انیس څخه اخيسته سويده د الفت او نزدى والى معنى وركوى. دلته هدف دادى چه د دې ښځی زنګنونه په ريګو ننوته)
۴-( په فرانسوى ژبه جنت ته وائ)
ع کريم حليمي
27.01.2015
مينه
مينه جذبه ده انتظار نه مني
ليونۍ يوه لمبه ده انكار نه مني
بى ميني ژوند ساه كښل دي جنازه ده
منظره، علم او هنر او خواروبار نه مني
سپوږمۍ كه پسرلى دى او يا د ګلو پاڼي
شكلا اخلى له مينى بل شاهكار نه مني
د مينى هر كړۍ ده ځانګړې يوه قصه
د سپوږمۍ د شپې رڼا ده سهار نه مني
ټولنه چه نا پوهه نو سى مينه كناه بولي
د زړه او مغز او مينى ګډه لار نه منى
سوله، امنيت او برمختك د مينى قوم دى
په زړونو كى نفرت او انزجار نه منى
شهوت، اخـــلاق او مينه ســـره بيل دى
معروفي درته ویلی ، څوک ګفتار نه مني
Great Falls, VA
ع کريم حليمي
01.02.2015
فكرى پسرلئ كله راځى؟
دا څنكه پسرلئ دى چه ګلان يې نه غوړيږي
غوټى يې وچى سوي بلبلان نه پر توليږى
چوغكي رنګارنك سته خو پرواز نسى كولی
مطرب غزله وايې خو اواز يې نه را خيږي
ښايست د پسرلى وي په هوا په ښو رنګونو.
بهار لا نيمئ نه سو دا دی منى پيل كيږى
يو لمر چه په كښى نه وي نه رڼا او نه تودوالى
خالي له بركته داسى لمر دي نه را خيژى
نوم دشپى او ورځ مو په نا حقه دى وركړى
د ساه بيځايه كښل دي، عبث عمر تيريږى
ولاړسه پسرليه خو هغه وخت بيا راسه
جه زوړ عقل مو مړ وي او نوى فكر زېږدلى
معروفى هر نوى اند خوشبويه ګل دى
رشتينى بهار هغه چه ګلان ئې تازه كيږى
دسمبر ١١، ١٤ .٢، ورجنيا
ع کريم حليمي
05.03.2015
يادونه،
زما په دغه شعر او نورو همدغه شان شعرونو کی د هغو عقيدوی، اخلاقی او اجتماعی ارزښتونو پر تکرارولو ټينګار کيږی د کومو
نشتوالی، کمزورتيا او بلاخره هيرول يا له يوه مخه له مينځه تلل چه د ټولنی معنوی او مدنی سلامتيا او وده د زياتو ګواښونو م
سره مخامخ کوی. په ريښه کی زما همدغه انديښنه زموږ د سترو دينی عالمانو، صوفی شاعرانو، اوسنيو اديبانو او د اند د خاوندانو
په خبرو او ليکونو کی په يو شان يا بل شان ځليږی چه کله اغيزمن او کله بيا نه وی. لوي ګواښ خو لا دا دی چه د نړۍ د ټکنالوژيک
د دی نه دريدونکو بدلونونو په پايله کی د اوسنيو نړيوالو ټولنو کلتوری او آن عقيدوی او عنعنوی ارزښتونه بدلون ته اړکيږی. مانا دا
چه د ټولنيز او کلتوری ارزښتونو په دی انارشی او ګډوډی کی د شعر او ادبياتو له لياری د معنوی او اخلاقی نصيحتونه او تلقيناتو زړی طريقی ورځ په ورځ خپل تأثير او اغيزه له لاسه ورکوی. په يوه وچه بیخونده او بی نمکه لهجه و اوسنی نسل ته ويل چه «هلکو
ښه کوی بد مه کوی» دونه قدرت نه لری جه د نن ورځی پر ويونکی دی عملی او د پايښت اغيزه واچوی. د نن ورځی ويونکی، ښځه
ده او که نارينه دی، هغه د پخوا بی خبره او مطيع مخاطب نه دی. هغه د شبې د لسګونو او آن سلګونو ټيلويژيونی چنلونو د انځورونو او خاطرو سره په ځای ننوزی او سهار د انترنيت د نويو معلوماتو په شوق له خوبه را پاڅی. او که څه مسلمانی ور پاته وی نو انترنيت خو ئی داذان غم هم خوړلی دی. دلته يوه ټوکه را په ياد سوه او څرنګه چه تاسی مو خپل خلګ ياست نو ستاسی سره به ئی شريکه کړم:
يو ماشوم هلک د خپل پلار، مور او خور سره پر ډوډۍ ناست ؤ او ناببره ئی د پلار څخه وپوښتل چه «بابا زه څرنګه پيدا
سوم؟» پلار خپلی ماينی ته په حيرانتيا وکتل او هغې په يوه خندانه کاته ورته سلا ورکړه چه همهغه معياری جواب ورکړه چاره نه لری. «بچيه؛ يوی مرغۍ زموږ په درخته کی هګی واچول نو موږ هغه را واخيسته او پسله څه مدی ته ځينی را ووتی.» هلک چرتی شانتی سو او بيا ئی وپوښتل چه ته او ستا پلار او نيکه ګان څرنګه پيدا سوه؟ پلار چه د خپل جواب څخه راضی ښکاريدی په
ډاډ و ويل چه زما ټول نيکه ګان په همدی راز پيداسويدی. زوی خپلی وړوکی خور ته مخ ور واړاوه: «عجبه ده خورکۍ؛ زموږ
د کورنۍ څو نسلو جنسی عمليه نه ده کړې.»
نو د دی نسل د وينکو سره ښائی چه د دوی په ژبه، ذوق او سليقه برابر شعر او ادبيات وړاندی سی که نه نو د نورو
ژبو و شعرونو او ادبياتو ته پناه وړی او د پورتنی ماشوم په څير د خپل پلار پر رښتيا ويلو شکمن کيږی. له همدی کبله زه په داسی
حال کی چه په خپلو شعرونو کی زموږ عقيدوی، اخلاقی، اجتماعی، فرهنګی او ملی ارزښتونه تلقېنوم دا هم په ګوته کوم چه انسان
د خپل طبيعت له مخی چه لوی خدای «ج» ورته خلق کړیدی د داسی روحياتی او عاطفی جذباتو او هوسونو څخه جوړ سويدی چه که په علمی او معقوله او بی تعصبه طريقه پاملرنه ورته وسی نو بياانسان د لندمهاله شيطانی هوسونو له کبله ستر پايښت لرونکی
اصول، ارزښتونه او هدايات له لاسه نه ورکوی. له همدی کبله زما سبک او شعری چوکات داسی دی چه لومړې لکه يو رسام او نقاش يوه شکلی منظره او يا هم دراماتيکه صحنه انځوروم او انسان د خپلو نفسانی او يا عاطفی جذباتو او احساساتو سره و دی
طبيعی ماحول ته ور سپارم. مګر يو لنډ نصيحت هم ورته کوم او هغه دا چه هوکی انسان د نفسانی خواهشاتو څخه جوړ سويدی خو د اشرف المخلوقاتو په حيث بايد دی خواهشاتو ته دومره تسليم نسی چه د لوی څښتن «ج» په حضور کی ئی عذاب او د ولس
په وړاندی ئی شرمندګی په برخه سی.
عزتناکه مېنه
د شنو ونو وشاته په باغچه کی
زما ورکه محبوبه په تاريکه کی
لاس تر زنی ناست ېم
د اورېځو خوځيدو ته
د ستورو ملګرتيا ته
ته د سپوږمۍ و راختو ته
غليم سته لکه مار په هر لحظه کی
زما ورکه محبوبه په تاريکه کی
آبشاره سه خاموشه
ېو څو لحظی بېهوشه
محبوبه ږغ نه اوری
ته نه لوېږې له جوشه
غمجن شمال بېرحمه انګازه کی
زما ورکه محبوبه په تارېکه کی
د باغ و اړخ ته رود سته
ښه ډک په خاطرو دی
د دی څرک ترې پوښتمه
خو دې مست په څپو دی
همداسی دی روان په خپل نشه کی
زما ورکه محبوبه په تاريکه کی
شوه سوم و درې ته
ښه پراخه زرغونه ده
د لمر په رنګ لمبيږی
څاربو ته کور به ده
د نن ورځی نفس ئي په سېنه کی
زما ورکه محبوبه په تاريکه کی
ناڅاپه ګورم دا ده
د پله خواته روانه
د شپې ولی سوې ورکه؟
«وائی دومره غواړه زمانه
وائی عزت ساتم د مينی په لمبه کی»
زما ورکه محبوبه په تاريکه کی
مينه که خوږه ده
خو شرف ساتل مهم دی
معروفی جذبات منی
خو احتياط شيطان غليم دی
ع کريم حليمي
10.03.2015
د سپوږمۍ معصومی ورانګی (۱)
چه دشپې چوپتيا فضا غيږ کی نيولې ده
په څه حق چا سپوږمۍ بحر ته سپارلې ده؟
څپی د سمندر دی شهوتی وږی ياغيان
د سپوږمۍ وړانګو ته هره يوه غلې ده
په دې پراخه ويرونکی سمندر کی
هره وړانګه د غليم پښو ته لويدلې ده
لو څپه چه سی پر پورته په زګو ډکو غړومبی
د وړانګې جامه تر شا او مخ شکيدلې ده
يو لاس ئی پر خوله او دا بل پر لڅ لنګيو
وړانګه زور وهی تروسه، هره لاره پر تړلې ده
يو نهنګ سو را سربيره د موجونو له پرتوګ نه
خوځيدی او اوږديدی تا وې بوغۍ وه پړسيدلې ده
سترګی برډی، سږمی شکی، ژبه را وتې
تا وې څوکه د يو غره ده پر چينه را پريوتلې ده
په وړانګو کی سوی نارې، ساندی اوچتی
اوريځ و پوښتل له باده تا هم چغه اوريدلی ده؟
تور اوريځ سوه را ښکاره آسمان په خښم
تور پوڼی ېی د سپوږمۍ څهره پيچلې ده
د وړانګو پيغلی په بيړه سوې نهامی
سمدلاسه بريښنا توره را ايستلې ده
سپين مرغان سوه په هوا مخ پر ساحل
نورو ږغ کړه آسمانی ټکه لويدلې ده
انسآنی فطرت سپيڅلی لکه وړانګی او اوريځ
معروفی فاسد اخلاقو جامعه په غم لړلې ده
جنوری ۲۶، ۲۰۰۵
---------------------------------
(۱) دغه او د شبنم پيغام شعر د ټولو هغو معصمو انسانانو په غم شريکی کی ويل سوی چه جنسی تيری پر سويدی.
ع کريم حليمي
14.03.2015
د شبنم پيغام
د شپې پای ؤ پسرلی نوی راغلې
د نسيم پيغام باغچوته رسيدلې
لا د غرونو پر سر پاته سپينه واوره
د اوريځو ګريوان ځای ځای شوړيدلې
د ګلاب په کټ کی پريوتی شبنم
خوښ خوشحاله له غمونو نه بيغم
په دی پوه ؤ چئ ژوند يوه لحظه ده
ډير ئی غوښته د پيمخی وی همدم
ناببره يو ښائسته راغله باغچې ته
په نازک لباس نژدې سوله غنچې ته
ګريوان څيری پر باڼو غمجنه څاڅکی
پر ګونډو سوه د ګل پاڼی و بوسې ته
شبنم سترګی و پرانيتی په مسکا
داسی ښکاری تښتيدلې يئ له چا
لمن پورته کړه لنده به ئی وياله کړی
غليمان به دی شروع کاندی غپا
په فضاکی هر شبنم لری هنداره
موږ ته ښيې ستاسی ټوله بد کرداره
تجاوز پر افغان ښځو جونکيو
هر شبنم ته ده ثابته معلومداره
ښائستې وکتل په مينه و شبنم ته
پر خپل ځان باندی د کور غړی ستم ته
له فضا نه چه خبر زموږ په حال ياست
نو ښه راغلې زموږ د ښځو جهنم ته
په مننه ئی شبنم پر شونډو ښکل کړ
پر تور کور د اميدو ئی څراغ بل کړ
د افغان مظلومو ښځو پر قبرو ئي
معروفيه؛ د شبنم پيغام د حق مرچل کړ
ورجينيا، مارچ ۱۲، کال ۲۰۱۵ ميلادی
ع کريم حليمي
06.04.2015
نو څه چه عمر لنډ دى
ځغلم چه ځواني را څه تيريږى.
ګوره د پيمخو قافلى دادي باريږي
د ژوند داستان جوړسوى له بيمخو
بيله مينتوبه زوند په مرك باندى بدليږي
د شپې په دښت كى اورم فريادونه
مړي ولاړ سوي، وائى مينه مو ياديږي
ځينى وائى: عمر لنډ ژوند بى وفا دى.
دا وينا زړه ده او زما هم نه خوښيږي
مينه، ژوند، وصلت سره تړلى دي
په سبيڅلي مينه ژوند خورا اوزديږي
دپيمخو به كاروان پسى روان يم.
عمر لنډ كه بيوفا دى، اصلا" نه را په ياديږي
ترشاسه ،محبوبې كاروان دي پريږده.
ژركوه لاس راكړه چه منزل را نژدې كيږي
ژوند كه لنډ دى خو خوند وركړه
د بخت ستورى ته دي وايه چه ځلېږي
شكايت د لنډه عمره ضايعه ده
زر افسوسه چه ارزانه په خرځيږي
معروفى عمر پوهيږى به خپل كار.
خوند براخله هر كړی چه در رسيږي
ع کريم حليمي
28.04.2015
ثور١٩٧٨
ما ليدله شایستو چه سوه سپره
ښه په منډه د بايسكل پر كنجوغه
مياشت د ثور او دا وه ډېره خوشحاله
له نامزاده ليليى ته ستنيده
بڼه ئي رومانتيكه په سپوږمي كي
پر زلفانو ئي نازك باد چلېده
رخصتى د ژمى پاى ته رسيدلې
پيل په كابل كى پوهنتون او ليليه
استادان او شاګردان له هريخوا
په ټولكيو كى به شوق را غونديده
پوهنتون دى هنداره د راتلونكي
زلميان، نجونى د هر سيمى ځليده
هر شاګرد د كورني د هيلو بڼ
د هيواد د تورى شبي بله ډېوه
دى له طب او داهم له فارمسي نه
په همدى كال شه په ويار فارغيده
به راتلونكى پسرلي كى به وديزو
دې په خوند تکرارول د مور وعده
ده به مخ ورته را واراوه به مينه.
د بايسكل پر ځين له شوقه ښوريده
ناببره زغ اوجت سو د تانكونو
د مرميو باران پيل كړه اوريده
د ملت بر ارك يرغل كړ الوتكو.
نر او شحى د برګو به څير لويده
غلبلو او واو يلاو فضا سره كړه
فرق ئي نه و چه به څوك به خوږيده
شائستو او نامزادهدواړه شهيدان سوه
د ولس دښمن له شوقه رقصيده
له ولس نه هم ښاديهم صلح ولاړه
پنځه لسيزى تيرى لا نسته رغيده
د لستونى مار ترهرڅه خطرناك
معروفى خو به نا حق نه جنكيده
مارح ٢٨، كال ٢٠١٥، ورجينيا
ع کريم حليمي
08.05.2015
څلوریځي
را ځۍ ولاړ سو بازارته
د عقل را نيوو ته
يا د فكر له كجكوله
د شعور و غلا کېدو ته
په جوړو سترګو نه وينى رنا
لكړه په پور وركړه نابينا
څرخېږي لكه مځكه پر خپل ځان
چرګوړي ورته وايي ماشالله
مين دى پر ګلانو
خو ګلان له بيخه باسى
نكلونه د ژوندون كړي
خو انسان له بيخه باسي
اتـــــڼ د ليــــــونــــو دى
خو مړه هم په كښي ګډيږي
كاڼــــه او ړانده ټـــــــــوله
و يــــوه ډهل ته رقصيږي
دا څنګه ماشومان دي
چه بې موره زېږېدلي
د ستورو له سينونه يي
د دهشت شيدى رودلي
يو بل چه خطا باسي
او قروت ته نزدې كيږى
د خاين پښه په اخيره
په تلكه كى بنديږي
په دنيا كى تر صحت لور نعمت نسته
په عقبا كى تر جنت لور نعمت نسته
د انسان په ژوند كي سته لوړي ژوري
خو په هر حال تر همت لور نعمت نسته
د ژوند معنا به اصل كى پرده د سينما ده
خندا زړا ئى ټوله لنډ مهاله تماشا ده
نشه ده د شرابو په خيالونو دي تير باسي
نشه چه خماري سي نه خندا ده نه ژړا ده
ژوند كه يو ډول يا بل ډول تېریږي
خو كردار مو پسله مرګه هم پاتيږي
ملايكى د هرڅه حساب ساتى
خير او شر مو په ذره ذره توليږي
يوه خوا وى خوشحاله دا بله ورته ژاړى
دا نو مينه نه سوه چه يو طرف يئ غواړي
مينه ملكرتيا ده د كور د ژوند بنسټ دى
يو بل خوشحال ساتى ، يو په بله وياړی
August 17, 2014, Great Falls
ع کريم حليمي
05.12.2015
پرتوګ
د پرتوګ عزت و هر چا ته په كار
اقرار وكړه ،دی په پټه خوله رازدار
د پرتوګ شاته پرته جغرافيه ده.
هم شيلى سته هم جيني هم كوهسار
ساتوندوى د خزانو دى هر پرتوګ.
بى زنجيره دروازو ته حـــوالدار
د پرتوګ هر جين دی ډك په خاطرو
د بلوغ داســتان تر تــولو مـزه دار
مخ او شا د پرتاګه مذهب كى نسته.
سي چه كښته، بالا ته يى كل اختيار
پرتوګ او پرتګاښ هم سره يو دى.
د اړتيا په وخت كى دواړه دي په كار
د پرتوګ په ګناه ډير خلك بنديان دي
بى جوازه داخــليده كړي خطا كار
د واده شبه رخصتى ده د پــرتوګ.
خو حاضر به خــامخا وى به سهار
شايسته دی تر پـــــتلون او مـــينيژوب
كوم پرتوګ چه وي نازك او ښه جيندار
[color=cyan:338fc6a025]معروفي [/color:338fc6a025]، پرتوګان ټوله شكلى نه دي
جـــــــذاب هغه چه اغوستي وي نـــګار
ع کريم حليمي
10.01.2016
له تايلنده تر هالنده
نه ځم هغه ملك ته چه پيمخی به کښی ډيري دي
زړه دی يا كه شونډي بس تر هرڅه درته تيري دي
كور په کور کوڅه په کوڅه هر خواته جه گورې
ښکلی ليلاگانی بالا مه پوښته چه چيري دي
نغمى د چشمكونو ئي بيغام د هوسونو
مجنونه خواركيه ستا كيسى خو بيخى هيري دي
زوړ دى كه زلمى دي هيح يو پاته بى ليلا نه دى.
تول ختيز لويديز سو چا ويل چه سره ليرى دى
هوس ټوله يو اقليم دى د احساس په قلمرو كى.
واى بشر پيدا له مينى، دښمنۍ پيدا له ويري دي
په يوه مسكا تازه کړي مړه گلونه د هوس
لڅ لينگي، هره ادا ئي د يو نوى جشن زيري دي
نه غم نه شكايت سته د روزگار د ظلم زياتى نه
مست زلميان تراړخه ، داجونكۍ خورا ساتيرى دى
ژوند ورته لحظه ده نه ئي غم د نن سبا سته.
پيسی ورته د ميني ترازو دی څه که کښته يا سربيرى دي
په خپل حقوقو پوه دى او ملاتر د هم مسلكو کړي
مدافع د مساواتو د هوس د جنك سرتيرى دى
تښته له دى سيمو [color=red:ae6da879c6]معروفي [/color:ae6da879c6]لا حوله وایه
شكر دى لوى خدايه چه هرڅه مو سره ليري دي
د "نوى ژوند نوى شعرونه" له مجموعى څخه
مارج ٢، ٢٠١٥، ورجينيا
[color=red:ae6da879c6][/color:ae6da879c6]
ع کريم حليمي
12.01.2016
د انسآن ټول بدن ښکلې دی
توري سترګي سره شوندان که ښائسته دي
د شاعر د ډير ســــتاينی نه خســـــته دي
شاعرانو عمر تيــــر کړ د زلفانو پر تـــــــور رنګ
څوک ئي شپه يا تور بخت بولي، چوټي يا که ايله دي
د انسان بدن له سر بيا تر نوکانو
هوسناکه تابلوګاني، منظرې دي رنګينه دي
د مثال په توګه ورون دی که زنګون يا بجلکي
پورته ټـــــــولی برخی هـــــم د يارانه دی
پر دی سيمه چه هرکله مسافرســـــــوې
هم درې هم چينې سته خو ښ په میلمه دي
يو وريښمين پوست پر بدن اچول سوی
پر هر ځای چه شونډی کښيږدی ريږديده دي
د اوږو سر، لاندی ئي ټول لوړي ژوري
انعکاس د طبيعت دی و نقاش ته معجزه دي
معروفی دا د انسان اناټومی خو بېالوژۍ ده
تعقل، ايمان، جذبات چه په کی نه وی بی فايده دي
جنوری ۲۱، کال ۲۰۱۵ ميلادی
رباعیات معروفي
ع کريم حليمي
16.01.2016
د چرگي او چرگ مساوات
[color=cyan:686e2517fb]
شني دي يا که توري بيا هم سترگي دي.
د نجلۍ دي د هوسۍ يا که د چرگي دي
چرگه! ته او ميرمن چرگه مساوی ياست.
په خپل خوټو مه نازېږه ځوانیمرگي دي
[/color:686e2517fb]
ع کريم حليمي
18.07.2016
د "نوی ژوند نوی شعرونو" له مجموعې څخه
لوند وصلت
ورننوزه په سترګو د هغې سترگي ښايستې دي
خېژہ و دې وني ته نازکي يي ښاخلې دي
ښاخلې يي دي ورېښمني په هوس کي غزېدلي
په ناز ناز لاس پر کښېږدہ تر گلپاڼو لا پستې دي
هره پونګۂ د ښاخلو يې له جامو نه کاندي کرکه.
د دې درختي ختونکي يو نه ، ټوله بې جامې دي
پورته يې که مينځ کئ ځان پر خدای سپاره اشنايه.
هر څه به درنه هير کړي مينځ د پاڼو کي ارې دي
پاس په ونہ هم په شا او هم په مخ کی.
هم غونډی سته هم رودونه هم د نوی ژوند چينې دي
نه دي غوږ کار کړي نه سترگي د شربتو په گرداب کي
هره ادا دلته څپه سي هر کاته دلته غوټې دي
هر نفس د ساز پرده سي له کليانه تر مالکَوْسه
هر هر څه په نڅا راسي په موجونو کي لمبې دي
د جفا يا د بيلتون غمجن دښونه دلته نسته.
سفر دی په اورو کي خو سکروټي يې لندې دي
په ستمي به قناعت کړې او پرهيز کړه له خبرو
چه يې پيل په بوره وو اوس په وينو تکی سرې دی
ليونی چه د وصلت وې او په غرو کی په غړانگو
اندامونه نو اوس پريوله د وصلت پايله مستې دي
ويری د گناه کړ د ځوانۍ خوند را بد خونده.
هر څه را څخه تير سوه رژيدلی خاطرې دي
لوند وصلت يوه کښتۍ ده چه گذر کا پر نسلونو.
سفر يې خوندور دی خو لنډي يې شيبې دي
خوند پر اخله لوند وصلت کاندي کرل د انسانانو
معروفی په دغه مځکه کي د دې درختي ريښې دي
د جون ۱۳، ۲۰۱۶
گرېټ فالز، ورجينيا
ع کريم حليمي
28.07.2016
اړخونه
له يوه اړخه دا بل اړخ ته را واوړه
يو نعمت خو نه دی دا بل هم در سره راوړه
تکوينگر دی دوه اړخونه در بخښلی.
خوند پر اخله، معجزې دی ، نو مه ژاړه
دوې نړی دی په پوړنی کی پيچلی.
نرم پاسته دی، په ښکلا رنگ سوی دواړه
منظرې د شا او مخ دی سره ورته.
د سينو په څير په شا کی هم سته شاړه
نشه راوړی اوښتل دی و بل اړخ ته.
په مسکا سه، مه شرميږه ډير په وياړه
اړول د سترگو لا ښکلا کړی زياته.
ته هم سترگی سه او واوړه او را واوړه
سمندر دی دوه اړخونه، شا او مخ.
ډوبوی هر څوک په پروته هم ولاړه
دروازه چه د کلا سی در نه خلاسه.
سترگی پوټی کړه بالا يې نو مه څاړه
د اړخو په اوښتو کی هم حکمت سته.
مزه د حقيقت کی تش خيالونه ترينه ولاړه
د ځوانۍ په غرور شخ شخ ورته راسی
د اړخو قدرت جوغه کړی ور ويجاړه
د غليم خبری پريږده چه څه وايی.
هر دښمن دی يو ابليس يا د سپی داړه
معروفی په ساده ژبه هر وخت گډ دی.
نور نو ته پوه سې، ستا عقل، ستا ژباړه
د جولای ۲۸، ۲۰۱۶
گريټ فالز، ورجينيا
ع کريم حليمي
16.08.2016
نازک ويښتان
نرم، نازک ويښتان د پيغلو می خوښيږی.
تر سر لاندي يا پر بل ځای چه ښکاريږی
دا کمکی د ناز ويښتان غواړم در ياد کړم
د زلفانو له ځنگله څخه بهر چه څرگنديږی
څه پر ليچو يا ورنو او يا د غاړی شا ته.
د وريښمو کښت د کوم چا نه خوښيږی؟
طلايی ويښتان دي ، تور که خرمايی دي
د جواريو او غنمو نوي کښت ته پاته کیږي
کښتونه د جواريو او غنمو منابع دی د غذا.
د ويښتو په ناز وران زړونه اوبه کيږی
د ويښتانو هر هر تار دی توتکۍ د هوسونو
په راز نياز د محبت کي په پټه خوله زغيږي
ويښتان نه دی غونډ عسکر دي د قصرونو.
د ناز په سوغاتونو دروازې در ته خلاصيږی
د حيا ديکتاتور وځپل او ژبه يې ور برېکړه.
که نه هرمين ويښته په همدې هوس څمليږي
د گلپاڼی او نازک ويښتانو فرق نسته اشنايه
خوندوره د ويلون د نازک ږغ څخه را زيږی
د نازک ويښته په ريږد کی مرموز اثر پيچلی
يو اواز د بيده زړہ دی په اورونو کی اوسيږی
د ځوانۍ ښايست پيدا نازک ویښتان کړی.
معروفي دا راز گلان په موښلو تازه کيږي
ع کريم حليمي
25.10.2016
د پوهاند محمد موسی معروفی د ”نوی ژوند نوی شعرونه” له مجموعې څخه: څلوريزه
څلوريزه
نن می په دې بڼ کی باغوانۍ ته هوا کيږي - د سرو شونډو په شکل گلدانۍ ته هوا کيږی
د باران څاڅکو ته خوله کړه غوټۍ خلاصه- يم څاڅکی د باران، زما ودانۍ ته هواکېږي
ع کريم حليمي
25.10.2016
د پوهاند موسی معروفی د "نوی ژوند نوی شعرونو " له مجموعې څخه
معاينه خانه
ښايستې پيغلی ډاکټري مه تړه معاينه خانه
ستا ديدن ته يم راغلی ناروغي يو بهانه
کتنځۍ به دي باغچه کړم ستا بدن ټول گلخانه
څراغان به په کي بل کړم ستا د ميني شکرانه
ته ډاکټره، زه باغوان يم ته بهار، زه رودخانه
نو را کش کړه دا پرده يې زه نه غواړم بيگانه
ما کميس دی درته کښلی را نژدې دي کړه تنه
ستټيسکوپ او پستې گوتي راته کښيږده پر سينه
ستا نفس په خوله کی راکړه اکسيجن د ژوندانه
زما د زړه اواز به واورې ستا د مينی افسانه
ستا څيره مي په رگو کی ستا ارزو می ترانه
دا امپول او گولۍ پريږده زه به راسم شبانه
په نسخه کی وفا ليکه له جفا پرهيزدانه
ايم، اي، آر،ته می وسپاره په ايکسرې مي کړه شانه
زما دمغز په هر سلول کي ستا خيالونه نښانه
ستا بوسه زما علاج دی ستا زلفان زما پر شانه
ډاکټران پينه دوزان دی ته مسيح پر زمانه
معروفی ته ژوندون ورکړه نه دوا، نه هم پينه
اگست ۱۴، کال ۲۰۰۱۶، ورجينيا
ع کريم حليمي
22.11.2016
د پوهاند محمد موسی معروفی د "نوی ژوند نوی شعرونو" له مجموعې څخه
د ژبی سر (نوک زبان)
سر د ژبی چه کرار په ناز پر شونډو تيروې.
د زلميو او زړو زړونه يو شان اره کوې
سره ژبه چه را باسې د مړو"۱" شمانو مخ ته
يو په بله سر کړي پورته هر يو يې لگوې
د ناز کاته يوه خوا او دا ژبه پر شونډانو.
يو څه رحم خو وکړه محفل ټوله په سوځې
فتنه دی په مسکا کی زورول را پاروی.
يو وار که سې بڅرکی بيا ژلۍ را اوروې
لنده ژبه، سور تنور سر سره نه خوری.
ته د سرو شونډو په کونج کی دواړه غونډوي
څوک په ژبه تلاوت کړی خبری يا سندری.
تا کيلی کړه ورنه جوړه ور د زړونو خلاصوې
ته دوږخ يې چه خوند اخلې په سونگ د مينانو؟.
د دوی په فريادو کی ځان خندانه تيروې
نارينه ميلمنو هيره کړه ډوډۍ د ميلمستېا.
د ژبی په پتنوس کي د محفل ښکلا ويشې
ښځي غواړي چه د شونډو اور دي مړ کی
ستا وړه هنداره لاس کي هغه لا تازه کوې
له کومه يې راغلې دناز چل چا در ښودلی؟.
په هيڅ کتاب کي نه يې هر تحليل غلطوې
نارينه جذباتي خو حسادت څاڅی پر ښځو.
معروفی دي تماشا کړي نراو ښځي جنگوې
نومبر۸. کال ۲۰۰۱۶، ورجينيا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
"۱" مړه شمع چه لگولو ته اړتيا لر
ع کريم حليمي
02.02.2017
د پوهاند موسی معروفی د "نوی ژوند نوی شعرونه" له مجموعې څخه
د ژمي په وياړ
( ۱) صندلي
چيغکې د صندلۍ د موسيقۍ نوا لری
په سوله د چوپتيا کی د هوس بلوا لری
سکروټی د منقال په ظاهره کی اور ښکاری
دننه صندلۍ کښی بل منقال رڼا لری
د غرب په تمدن کی نايټکلبونه ورته وايې
زموږ په ثقافت کی صندلی نڅا لری
په نايټکلب د صندلۍ کي کاته دی په نڅا
هيله مند زړونه اوبيږي هر نفس دريا لري
پښې او گوتی سره موښلی په هوس د اشنايي
زلميان په صندلی کی يوه خوږه دنيا لري
تنکی زلميان او نجونی چه په پښو روغبړ کوی
مستی ميلمنی نجونی د شناخت هوا لری
دلته هوس ايشی دا د پښو د مينځ توپان دی
غلې سوې په بړستن کي د لمبې چوپتيا لری
هوس د ځوانو زړونو يو روان رود دی جوړ کړې
قلمرو دی د مينو د څپو صفا لري
لاندی پښې، پورته کاته خورا لگيا د يوبل په لټه
خزانی که هرڅو پوټی وی اخير پيدا لری
صندلی يو زيارتگاه ده د زلميانو د رازونو
هر يو يو د زړه په کونج کی د وصلت دعا لری
پورته که کشمش، بادام پراته پر صندلی وی
مېوې د صندلی دننه هم بها لری
بهر کی که باران وی او يا واوره او يخني
دننه صندلي د پسرلی فضا لری
پاريدلی هوسونه، کيکی، شپوږی سره يو ځای
صندلی گوره د گډ ژوندون سياسي(۲) معنا لری
نه قمار او نه شراب سته په نايټ کلب د صندلۍ کی
شيخه وايه د پښو د گوتو جنگ گناه لري؟
نوی وسيلې د تودوخۍ مخ پر پراختيا دی
ايا معروفی په دې حالت کی صندلی بقا لری؟
ډيسمبر۵ ، کال۲۰۱۶ ع
------------------------------------------------------------------
(۱). د قندهار په شمول په ژمی کښی صندلی د افغانستان په ځينو برخو کی د کورنی تودوخۍ ستره طريقه ده.
خو کله کله داسی پيښيږی چه د ميلمستياو په موقع چه لويان د ميلمنو سره اخته وی زلميان ميلمانه په يوه صندلی
کښی سره را غونډ سی. لوی خدای ته معلومه ده چه حقيقت څه دی، خو زما د "نوی ژوند نوی شعرونه" مجموعه چه
هدف يې د افغانی ټولنی په لرغونی ثقافت کی د نوی ژوند او بدلون عکاسی ده، داسی کلتوری پيښه د شعری تخيل
له يرغل څخه نه سوای ژغورلای.
(۲). د سړې جگړې په لسيزو کښی چه د شوروی سوشياليزم او لويديز کاپيتاليزم تر مينځ تاو تريخوالی د اټومی
جگړې امکانات نژدې کړی وه د د يتانت سياسی اصطلاح د مينیژوپ يا لنډی لمن په څير رواج سوه. د دی اصطلاح
مفهوم دا وو چه بين المللی اړيکی د ايډيالوژيکو اختلافونو سره سره بايد د ګډ ژوند او سولی او تفاهم پربنسټ مخ ته
ولاړی سی