د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ښتنو ته باټ مه ورکوئ!

lawangin
30.12.2014

ښتنو ته باټ مه ورکوئ! / عصمت قانع

موږ یې باټې بولو, یعنې کله چې یو څوک کوم کار ته په درواغجن تعریف او صفت سره وهڅول شي او پرې اغېز وکړي ورته وایو چې پلانی سړی وباټېدو.

ما په کندهار کې د کشمشو په فابریکه کې کشمش پاکول, یاره په پنځم صنف کې وم او په نږدې جومات کې مې له ملا شاه باز اخند څخه د (نور ظلم) سبق اخستی وو. ملا شاه باز اخند له ونې جګ څوکړ سړی وو او شاعري یې هم کوله.

په کندهار کې په هغه وخت کې 503 ټېپونه باب شوي وو, سندرغاړو به فیتې ډکولې او نامیانو به دغه کېسټونه او فیتې په خپلو ټېپونو کې اورېدلې.

په دغو فیتو او کېسټو کې به د پیرانو صفتونه وو, چې سندرغاړی یې اعظم نومېده, بل یې نصر الله نومېده. پدې نورو سندرغاړو کې سید محمد استاذ, چټ شهزاد چې وروسته بیا په شا محمد کندهاري مشهور شو, عبدالروف کندهاری, ګل ماد د ګلاچې, عبیدالله جان او نور سندرغاړي وو.

دوی به په کېسټو کې د کندهار د نامیانو سندرې ویلې او نامیانو به باټ اخستلو چې دغو باټو به بالاخره نامیان وهڅول چې په ښار کې په عام محضر کې جرم وکړي. د کندهار د ده خواجې شیرین مامک ځان ته پایلوچ نامي او زهر خور ویلو. د حضرت جي بابا او ده خواجې ټول شریف ښاریان تر پوزې پورې ورڅخه په عذاب وو. بالاخره د کندهار ملا شاه باز اخند یو تدبیر وسنجاوه.

سندره زما په یاد نه ده, خو شیرین مامک یې د کندهار د نامیانو د سر تاج په توګه خورا ډېر ستایلی وو, د سکروټو د هضموونکي نامیبازه لقب یې ورکړی وو, دده صفت یې کړی وو چې په لښته ټینګ دی, د زهرو غوړپ کوي , په پښو کې مېخونه وهي او داسې څوک لا د کندهار په ښار کې نه پیدا کېږي چې د شیرین مامک مخې ته ودرېږي.

شرین مامک باټ واخست, بله ورځ یې د کندهار د شهیدانو پر چوک د ښار رقیب پایلوچ په توفانچه وویشت. پولیسو شیرین مامک ونیو او محکمې اتلس کاله قید کړ.

کله چې د ښار د ده خواجې او حضرت جي بابا ښاري سیمې د شیرین مامک له غم څخه بېغمه شوې, نو ملا شا باز اخند به پر څوکړه ږیره لاس راتېر کړ او خلکو ته به یې ویل; څنګه مې د شیرین له ترخه ازاره څخه خلاص کړاست, اوس دې خپل محبس تېروي, والله که یې اتلس کاله نور دیدن وکړئ.

هماغه د شیرین کیسه د پښتنو په سرنوشت پورې غوټه ده, هماغه د وچ ننګ نه تسلیمېدونکی غیرت, د امپراطوریو د ګورکن ملت د تاریخ د توپانونو د تمبوونکي قوت باټې دي چې پښتانه یې د ژوند پر ډګر د مرګي پر ټغر کښېنولي دي.

د افغانستان د جهاد په سلو کې 97 فیصده قرباني د پښتنو له کهوله ووته, خو سل فیصده ګټه یې په شمال کې د روسي لښکرو پروتوکولي قهرمانانو نوشیجان کړه.

د ټول څوارلس کلن جهاد په دوران کې یو سکر, یوه لونا, یو سکاډ میزایل او یونیپام بم پر پنجشیر, مزار, هزاره جات, بدخشان, تخار او کوم بل ځای استعمال نه شو, دغه ټولې وسلې پر پښتنو وازمویل شوې, خو نن پښتانه مجاهدین نه دي او د جهاد امتیازات هغه خلک خوري چې د روسي لښکرو پروتوکولي مامورین وو.

پرون ناټو خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه. د پنجاب له باټو ډکې میډیا یو ځل بیا د پښتنو په کونه پورې ګل والا واسلین وموښل.

پنجابي مطبوعاتو پښتانه بت شکن, انګرېز ماتوونکي, روس تښتوونکي او د امریکا د برم او جلال راپرزونکي ګوربتان وبلل, دوی ته یې د غرنیو بازانو لقب ورکړ چې د غرونو په لوړو څوکو کې ځالې لري. د ځنګلي زمریانو باټ یې ورکړ, چې ښکار نه شي ترې خلاصېدای. پرون یې روس ته شکست ورکړ, نن یې امریکا ماته کړه, سبا به له چین سره جنګېږي, بله ورځ به د منځنۍ اسیا فاتحان بلل کېږي.

حال دا چې همدغه باټې د پښتنو د منظم جینوسایډ لپاره تبلیغاتي مواد دي. په جهالت کې ډوب پښتون دی چې د پردي مفاد جنګ یې د خپل ناموس د بې ننګۍ په تماشه بدل کړی دی.

د غرونو په غارونو کې یې نه ختمېدونکې تروږمۍ د تصیب برخه ده, خو د خپل هېواد پر میداني رڼاګانو پردي خفاشان ورڅخه مسلط دي.

راځئ پښتنو موږ نور پردۍ امپراطورۍ نه ړنګوو, پر خپله خاوره د خپل تقدیر امپراطورۍ جوړوو, په خپل وطن کې د خپل سرنوشت د بسیا مستقبل لپاره پر حقیقت تکیه کوو.

د خپلو بچو د جنازو پر ځای د نړۍ له مدنیت سره د سیالۍ تابیا کوو, د خپلو بچو په سینو پورې د ځانمرګو واسکټونو پر ځای د ژوند د حقیقتونو پلسترونه ورسریښوو.

موږ په ستاینو, بوللو او بېځایه باټو د هدیرو د پلن والي جریان ته د پای ټکی ږدو. د ژوند د رڼا پر مېنارونو د تاریکیو مرګونه غواړو, نه د خپل وطن د اولادونو مرګونه.

هسسې نه چې د څوکړ ملا شاه باز ستاینې مو د ټولې دنیا د مجرمینو په صف کې ودروي او خپل وطن, خپل شرف او خپل عزت مو د دنیا د بې عزتو انسانانو د دلالۍ او معامله ګرۍ وسیله شي.

پښتنو! تر ټولو ستر غېرت د پښتون انسان د شرف ژوند او مستقبل حفاظت دی. پردي جنګونه به پردو ته پرېږدو, موږ به د خپلې خاورې پرسر د ژوند د عزت د لټون سفر پیل کړو.

دغه سفر به له یوه سوله ییز پړاو څخه پیل کړو او هغه ځای ته به یې ورسو ترڅو د زمان پر ناپایه واټ د افغان وطن او افغان انسان شتون د دغې ځمکې او اسمان له شتون سره وتړل شي.

څو چې دا ځمکه اسمان وي

څو چې پاتې یو افغان وي

تل به دا افغانستان وي


larghonay laraway
01.01.2015

ورسره موافق یو.
باټې بد شی دی او سړی سپکوي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more