د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبان ولي دیني عالمان وژني؟

میرویس
29.12.2014

اسلام علیکم
طالبان ځکه دیني عالمان وژني چې هغوی کولای شي د طالبانو بدعت برالا کړي، او دا ثابته کړي چې طالبان داسلام د دایرې نه وتلې دي او ولس هم ددیني عالماو په خبره باور لري. طالبان د ولس د قهر نه ویریږي، نو ملا امامان او نور دیني عالمان ګواښی او قتل کوي یې چې ددوی غیر اسلامي اعمال نور هم برالا نکړي.
====
Larawbar.com 2014-12-28
د میدان وردګو ولایت د علماؤ شورا رئیس مولوی عزیزالرحمن صدیقي، د هغه زوی او یو ساتونکی د نوموړی په رینجرډوله موټر پسې د تړل شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ټپيان شوي .
یاده پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې نوموړی غوښتل،له کابل څخه میدان ښار ته راشي .
دغه چاودنه د کابل ښار د ابن سینا روغتون ته څېرمه دهغه په رینجر ډوله موټر پسې د تړل شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې .
د علماؤ شورا د رئیس او ساتونکي روغتیایې وضعه یې ښه خو د زوی یې د اندېښنې وړ ده،چې دا مهال د کابل د پولیسو په ۲ سوه بستریز روغتون کې تر درملنې لاندي دي.
د میدان وردګو علماؤ شورا رئیس د ساتنې په موخه امنیتي ځواکونو ۳ سرتېرې او یو رینجر ډوله موټر ورکړی وو.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه ولایت پر علماؤ شورا رئیس شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د مخالفینو یو نه بښوونکی عمل بللی دی.
د یادونې وړده،پر مولوی عزیز الرحمن صدیقي تردې وړاندې هم ۳ ځله ورته بېلابېلې پېښې رامنځته شوي،خو نوموړی ترې روغ وتی.
http://www.larawbar.net/41675.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more