اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د فقهي اختلافاتو اداب
ع کريم حليمي
25.12.2014
لیکوال: حامد افغان
د فقهي اختلافاتو اداب
د امامانو امام ابوحنیفه النعمان رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي البصري ته په وصیت کې په زړه پورې لارښوونې کړې دي، دلته یې خپل شاګرد ته د علماو په منځ کې د فقهي او مذهبي مخالفتونو په اړه لارښوونه کړې ده، چې له خپلو مخالفونو سره به څه ډول چلند او اداب خپلوي، څرنګه چې دا موضوع ډېره مهمه او زما په اند د وخت له ډېرو مهمو موضوعاتو نه ده نو ځکه زه غواړم په دې موضوع پوره تفصیلات وړاندي کړم، لومړی د امام د خبرو متن ژباړم:
کله چې ته او نور په کوم مجلس کې سره یوځای شئ او یا په کوم جومات کې سره کښېنئ او مسائل رامنځته شي او دوی ستا د نظر پر خلاف د مسائلو په څېړنه بوخت شي ته دوی ته خپل مخالفت مه ښکاره کوه، او که چرته د هغو مسائلو په اړه وپوښتل شوې د دوی له نظر سره موافق ځواب ورکړه، وروسته ووایه چې دلته یو بل قول هم شته هغه بیان کړه چې داسي ده او دا یې دلیل دی، کله چې دوی ستا خبرې واوري ستا قدر او مقام به ویژني، که یې درته وویل چې دا قول د چا دی؟ ورته وا د ځيني فقهاو قول دی. د امام رحمه الله د خبرو عربي متن دا دی: ومتى جمعَكَ وغيرَكَ مْجِلسٌ، أو ضمَّك وإيَّاهم مسجِدٌ، وجرتِ المسائلُ، وخاضوا فيها بخلافِ ما عِنْدَك لم تَبْدِ لهم منك خلافًا. فإن سُئِلْتَ عنها! أجبتَ بما يَعْرِفُهُ القومُ، ثم تقولُ (وفيها قولٌ ءاخر.. كذا، وحُجَّته كذا) فإذا سَمِعوا مِنْكَ عَرَفُوا قدْرَكَ ومِقْدَارَك، وإن قالوا (هذا قول مَنْ ؟) فقلْ (قولُ بعضِ الفقهاءِ).
که دوی په دې خبره استقرار ولري او زړه ته یې لاره وکړي مینه ورسره ښکاره کړي ستا حیثیت وپیژني او ستا د مقام درناوی وکړي نو له دوی نه چې یې کوم تاته راځي هغوی ته یو څه علم ورزده کړه څو هر یو خپله برخه ورواخلي، د علم ښکاره او روښانه مسائل ورته بیان کړه ډېر دقیق او ژور مسائل مه ورته بیانوه. وإن استقرُّوا على ذلك، وألِفوهُ، وعَرَفوا مِقدارَك وعظَّموا محَلَّكَ، فأعطِ كلَّ مَنْ يختلِفُ إليك نوعا من العلمِ ينظرونَ فيهِ، ويأخذُ كلٌّ منهم بحظِّ شيءٍ مِنْ ذلك. وخذهُم بجليِّ العلمِ دونَ دَقيقِهِ.
د دې وصیت په مناسبت دلته د امام مالك ابن أنس رحمه الله لنډ وصیت را اخلم چې خپل شاګرد يحي ابن يحي الليثي رحمه الله ته یې کړی ده، امام مالک ورته وايي: دری وصیتونه درته کوم په لومړي کې د علماو علم درته جمعه کوم، په دویم کې د حکماو حکمت او په دریم کې د طبيبانو طب درته جمعه کړم، هغه وصیت چې د علماو ټول علم مې په کې ځای کړی ده دا ده چې که د داسي شي پوښتنه درنه وکړل شي چې ته نه پرې پوهیږې ورته وايه: په دې نه پوهيږم، او هغه وصیت چې د حکماو حکمت مې په کې یوځای کړی هغه داده چې کله له خلکو سره کښېناستلې نو چوپ اوسه، که هغوی روغ پاته شي ته به هم روغ یې او که هغوی خطا شي ته به د هغوی له خطابي خوندي پاته شې، او هغه وصیت چې د طبيبانو طب مې په کې یوځای کړی ده دا ده چې د خوراک په مهال داسي وخت خوراک بس کوه چې لا دي نور خوراک ته هم اشتها وي.
Re: د فقهي اختلافاتو اداب
lawangin
25.12.2014
حليمي صيب کاشکې ملايان پر دې خبرو عمل وکړي او له سياسي
عقيدوي مخالفينو په يوه نامرده جاهلانه لاره خپل غچ وانخلي داسې
خلک خوشې خپل ځانونه شرموي !
د حامد صيب په شخصيت کې د ګوتو وهل نشته الله پاک دنور هم قدرت
ورته ورکړي او نور ملا يان د خدای پاک له جاهل غچ او نا مشروع
کارونو څخه وساتي !
زه مجبور يم چې خبره ميداني کړم زما e-mail ته ولې ځواب نه
ورکوې ! او غوږونه دې لکه دکاکړو سردار مړه اچولي دي !
که خبره په حيا کې حل نکړې نو دپاڼې مشرتابه ته به شکايت وکړم !
pattang
[quote:77b17923ef="ع کريم حليمي"]لیکوال: حامد افغان
د فقهي اختلافاتو اداب
د امامانو امام ابوحنیفه النعمان رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي البصري ته په وصیت کې په زړه پورې لارښوونې کړې دي، دلته یې خپل شاګرد ته د علماو په منځ کې د فقهي او مذهبي مخالفتونو په اړه لارښوونه کړې ده، چې له خپلو مخالفونو سره به څه ډول چلند او اداب خپلوي، څرنګه چې دا موضوع ډېره مهمه او زما په اند د وخت له ډېرو مهمو موضوعاتو نه ده نو ځکه زه غواړم په دې موضوع پوره تفصیلات وړاندي کړم، لومړی د امام د خبرو متن ژباړم:
کله چې ته او نور په کوم مجلس کې سره یوځای شئ او یا په کوم جومات کې سره کښېنئ او مسائل رامنځته شي او دوی ستا د نظر پر خلاف د مسائلو په څېړنه بوخت شي ته دوی ته خپل مخالفت مه ښکاره کوه، او که چرته د هغو مسائلو په اړه وپوښتل شوې د دوی له نظر سره موافق ځواب ورکړه، وروسته ووایه چې دلته یو بل قول هم شته هغه بیان کړه چې داسي ده او دا یې دلیل دی، کله چې دوی ستا خبرې واوري ستا قدر او مقام به ویژني، که یې درته وویل چې دا قول د چا دی؟ ورته وا د ځيني فقهاو قول دی. د امام رحمه الله د خبرو عربي متن دا دی: ومتى جمعَكَ وغيرَكَ مْجِلسٌ، أو ضمَّك وإيَّاهم مسجِدٌ، وجرتِ المسائلُ، وخاضوا فيها بخلافِ ما عِنْدَك لم تَبْدِ لهم منك خلافًا. فإن سُئِلْتَ عنها! أجبتَ بما يَعْرِفُهُ القومُ، ثم تقولُ (وفيها قولٌ ءاخر.. كذا، وحُجَّته كذا) فإذا سَمِعوا مِنْكَ عَرَفُوا قدْرَكَ ومِقْدَارَك، وإن قالوا (هذا قول مَنْ ؟) فقلْ (قولُ بعضِ الفقهاءِ).
که دوی په دې خبره استقرار ولري او زړه ته یې لاره وکړي مینه ورسره ښکاره کړي ستا حیثیت وپیژني او ستا د مقام درناوی وکړي نو له دوی نه چې یې کوم تاته راځي هغوی ته یو څه علم ورزده کړه څو هر یو خپله برخه ورواخلي، د علم ښکاره او روښانه مسائل ورته بیان کړه ډېر دقیق او ژور مسائل مه ورته بیانوه. وإن استقرُّوا على ذلك، وألِفوهُ، وعَرَفوا مِقدارَك وعظَّموا محَلَّكَ، فأعطِ كلَّ مَنْ يختلِفُ إليك نوعا من العلمِ ينظرونَ فيهِ، ويأخذُ كلٌّ منهم بحظِّ شيءٍ مِنْ ذلك. وخذهُم بجليِّ العلمِ دونَ دَقيقِهِ.
د دې وصیت په مناسبت دلته د امام مالك ابن أنس رحمه الله لنډ وصیت را اخلم چې خپل شاګرد يحي ابن يحي الليثي رحمه الله ته یې کړی ده، امام مالک ورته وايي: دری وصیتونه درته کوم په لومړي کې د علماو علم درته جمعه کوم، په دویم کې د حکماو حکمت او په دریم کې د طبيبانو طب درته جمعه کړم، هغه وصیت چې د علماو ټول علم مې په کې ځای کړی ده دا ده چې که د داسي شي پوښتنه درنه وکړل شي چې ته نه پرې پوهیږې ورته وايه: په دې نه پوهيږم، او هغه وصیت چې د حکماو حکمت مې په کې یوځای کړی هغه داده چې کله له خلکو سره کښېناستلې نو چوپ اوسه، که هغوی روغ پاته شي ته به هم روغ یې او که هغوی خطا شي ته به د هغوی له خطابي خوندي پاته شې، او هغه وصیت چې د طبيبانو طب مې په کې یوځای کړی ده دا ده چې د خوراک په مهال داسي وخت خوراک بس کوه چې لا دي نور خوراک ته هم اشتها وي.[/quote:77b17923ef]