سياست او روانې چارې
افغان طالبان اود پولیوواکسین
اتل
22.12.2014
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو برخلاف، نه داچې د پولیو د واکسین مخه نه نیوله، بلکه همکاري یې هم رورسره کوله او ددې کار له برکته د پولیو مرض د افغانستان نه قریب کډه کړیده. خو اوس په هلمند کې طالبانو د پولیو واکسین منع کړیدې. دا لا معلومه نده چې دطالبانو عمومي پالسې بدله شویده او که انفرادي کار دئ.
کیداي شي دا کار د طالبانو د په لیکو کې د اختلافونو سبب وي، او اختلافونه دومره قوي شوي وي چې د طالبانو د مختلفو ډلوپه پالسیو یې هم اثر کړي وي. دهلمند دغه ډله چې پولیو یې منع کړ حتماً به د پاکستاني طالبانو پیروي کوي. که دطالبانو دغه ګواښ عملي شي نیم میلون ماشومان به د واکسین نه محروم شي او د پولیو په مرض د فلج کیدو د خطر سره به مخامخ شي.
http://www.khabarial.com/?p=130110
Karimbitstar
02.02.2015
Am interested to read stories like this. Read it and find out.