سياست او روانې چارې
د طالبانو او اشرف غني حکومت ترمنځ د مذاکرتو ګونګوسې
lawangin
14.12.2014
د طالبانو او اشرف غني حکومت ترمنځ د مذاکرتو ګونګوسې د چا لخوا او کومو اهدافو لپاره؟
قطر کې د طالبان سیاسي دفتر
نشرونکی: بلال ساپی
لیکوال: عبدالرحیم(ثاقب)
د ننګرهار پوهنتون پخوانی رییس
له څو ورځو راهیسي په کورنیو او سیمه ییزو رسنیوکې د اشرف غني
حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ګنګوسو زور اخیستی، دا چې دغو
ګنګوسو ته د چا لخوا او کوم اهدافو لپاره په دغه حساس زماني مقطع
کې هوا ورکول کیږي هغه څه دې چې په لاندې کرښوکې یې لیږ په
تفصیل لولود مذاکراتو په اړه د طالبانو موقف.
طالبان د افغانستان د روان بهیر د یوه سیاسي او پوځي جریان په توګه
هغه ځواک دی چې د افغان کشالې په حل کې یې پر رول او اهمیت
سترګې نشي پټیدلای.
طالبان د خپلې تګلارې له مخې د لانجو په هواري کې پر مذاکراتو
باورلري ، باور څه چې په ډیرو مواردو کې د ستونزو د هواري لپاره
د مذاکراتو وړاندیزکوونکي هم دوی وي.
د بیلګې په توګه هغوی د خپلې واکمنۍ پرمهال امریکایانوته د اسامه بن
لادن د لانجمنې موضوع د هواري لپاره، تفاهم او مذاکرات د یوه
معقول حل په توګه پیشنهاد کړل ، خو هغه مهال امریکایانو د تفاهم
پرځای د تصادم لار غوره کړه چې له کبله یې اوس امریکایان د خپل
تاریخ په تر ټولو اوږدې او ستونزمنې جګړې کې راګیر دي.
طالبانو د خپل تأسیس له پیله تر اوسه پورې د امریکایانو په شمول له
یوشمیر نړیوالو او سیمه ییزو جهتونو سره په ځینو مواردو کې
مذاکرات تر سره کړې چې ډیرې ښې پایلې یې لرلې دي.
د دغو مواردو له جملې څخه د ۲۰۱۴کال د جون په میاشت کې د
امریکايي اسیر پوځي د خلاصون په عوض کې له ګونتامو زندان څخه
د ۵ تنو لوړپوړو طالب چارواکو د راخلاصولو پر سر له امریکایانو
سره مثبت مذاکرات او همدا راز په کال ۲۰۰۷م کې د هیواد په داخل
کې د ۲۱ تنه عیسیوي مذهبي فعالینو د خلاصولو پرسر د جنوبي کوریا
له هیواد سره بریالي مذاکرات چې د ۲۱ تنو کوریايي بندیانو په
خلاصون منتج شول د بیلګې په توګه یادولای شو.
امریکایانو هم په کال ۲۰۱۰ کې د کرزي حکومت په اداري تشکیل کې
د سولې د عالي شورا په نوم یو داسې پُر مصرفه ارګان ایجاد کړ چې
ښايي له تشریفاتي اړخه يي ساز و برګ تر نورو رسمي دولتي
ارګانونو ډیر لوړ وي، خو له طالبانو سره د اصلي مذاکراتو چاري
امریکایان او نور بهرنیان مستقیما په خپله پرمخ بیايي چې د قطر دفتر
ایجاد د امریکایانو او طالبانو د مستقیمو مذاکراتو یوه ژوندۍ بیلګه ده.
د قطر دفتر د امریکایانو او طالبانو د داسې مستقیمو مذاکراتو په ترڅ
کې ایجاد شو چې د کابل حکومت او دهغوی د سولې شوری یې له ټول
جریان څخه ناخبره وساتل شول.
همدا راز په تیرو ۱۳ کلونوکې چې د امریکا په ایتلاف کې شاملو
هیوادونو کوم اړوند استخباراتي کسان د ژورنالیستانو او یا هم خیریه
ټولنو د مربوطو کارکوونکو په نوم د طالبانو لخوا نیول شوي د هغوی
متبوعو هیوادونو د خپلو وګړو د خلاصون او تبادلې لپاره مستقیما له
طالبانو سره رابطه کړې او خپل مشکل يي د کابل ادارې او د هغوی د
سولې شوری له مداخلې پرته له طالبانو سره حل کړي دی.
د دغو تبادلو له جملې څخه په کال ۲۰۰۷ کې د ايټالوي خبریال (دانيال
ماستروجياكومو) په عوض کې د طالبانو د څلورو لوړ پوړو چارواکو
(استاد محمد یاسر، لطف الله حکیمي ، منصور داد الله او حافظ
حمدالله) تبادله د نمونې په ډول یادولی شو.
له دغې پیښې راوروسته په لسګونو نورې دغه ډول تبادلې او پیښې د
فرانسې، جاپان، جرمني، کاناډا چین، ترکیې، ایران او…. هیوادونو
سره مستقیما د طالبانو له لوري ترسره شوې چې دکابل حکومت او
دسولې شورا ورکې هیڅ دخل او حتی خبر هم نه درلود.
د مذاکراتو په اړه چې د طالبانو، امریکایانو او نورو بهرنیانو ترمنځ
کوم تماسونه نیول شوي، په هغو ټولو کې د بهرنیانو لخوا د کابل
حکومت او د سولې عالي شورا ناخبره ساتل شوې.
اوس پوښتنه داده چې که واقعا د کابل حکومت او د هغه د سولې په نوم
عالي شورا د مذاکراتو په ترسره کولو کې صلاحیت او مؤثریت
درلودلای نو ولي دغه ټول جریانات د دوی په لا علمي او ناخبري کې
ترسره كيدل؟
ډیره هیښوونکې خو لا دا چې په کال ۲۰۱۰ کې د پاکستان د کویټې
ښار یوه ټګمار (ګنکپ) وکړای شول شپږ میاشتي په افغانستان کې د
امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال مکرسټال او برتانوي
دیپلوماتانو سره د طالبانو د دوهم نمبر مسؤل په نوم مذاکرات وکړي،
د افغانستان په داخل او بهر کې د هغوی په ځانګړیو الوتکو کې مرفه
سفرونه ولري، په ځانګړیو دیپلوماتیکو مجلسونوکې ګډون وکړي او له
هغوی څخه په لسګونو ملیونه ډالر ترلاسه کړي، خو د کابل حکومت او
د هغوی د سولې عالی شورا ته د بهرنیانو لخوا دومره دخل هم په دې
موضوع کې ورنکړای شو چې کم ترکمه د دغه ګنکپ په پیژندلوکې ور
سره مرسته وکړي.
دا چې د سولې عالي شورا د کابل حکومت د یوه مهم ارګان په حیث د
امریکایانو په تمویل او شخصا د حکومت د مشرتابه په دستور د سولې
او په هغې پورې د ټولو اړونده موضوعاتو لپاره ایجاد شوې مګر د
تأسیس له ورځې بیا ترننه پوري د جګړې له اصلې طرف (وسله والو
طالبانو) سره له ټولو موضوعاتو لیري ساتل شوې د دې خبرې مانا
داده چې هغې ته له طالبانو سره د خبرو ترسره کولو صلاحیت نه دی
سپارل شوی.
کوم کسان چې د طالبانو په نوم د غې شورا لخوا تر اوسه له دولت
سره یوځای شوي هغوی اکثریت هغه پخواني تنظیمي ډي ډي آرشوي
وسله وال دي چې یوځل یې خپلې زړې تنظیمي وسلې د پیسو په مقابل
کې د خلع سلاح پروګرام (ډي ډي آر) ته وسپارلې اوس چې یې هغه
پیسې تمامې شوې بیايي نورې همداشان وسلې د سولې پرعالي شورا د
پیسو په مقابل کې وپلورلي چې په هیڅ صورت د امریکایانو په خلاف جهادي فعالیت کې کوم موثریت نه لري.
ښايي یواځینی طالب چې تراوسه یې د سولې له عالي شورا سره
مستقیم تماس نیولی او له هغوی سره د خبرو لپاره کابل ته ورغلی وي
هغه، هغه څوک وي کوم چې یې د خپل ځان په منفجرکولو سره د
سولې عالی شورا فقید مشر استاد برهان الدین رباني د دغې بي اهمیته
شورا له مشرۍ څخه دتل لپاره بیغمه کړ.
د سولې د مذاکراتو په اړه د امریکایانو موقف
امریکایانو چې پر افغانستان یرغل کړی نو موقف یې هم د سولې په اړه
منفي دی.
هغوی په افغانستان کې د سولې راتلو ته ځکه خوشبین نه دي چې د
دوی ګټې په جګړو او شخړو کې تأمین دي.
امریکایان که په افغانستان کې سرمایه ګذاري کوي هم د جګړې د تداوم
په خاطر يي کوي، که پوځي او امنیتي تړونونه لاسلیکوي هم دلته یې
دجګړې د غزولو په خاطر کوي.
که له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې دامریکايي
لګښتونواندازې ته وکتل شي نوهغوی په مجموع کې ۶۲۷.۶۴۳
میلیارده ډالره لګولي چې د دغو لګښتونو له جملې څخه یې یواځې۸۰
ملیارده ډالره پر داسې ملکي پروژولګولي چې هغه هم په حقیقت کې د
پوځې کارونو لپاره زمینه سازي کوي لکه د سرکونو جوړولواو د
تبلیغاتي فعالیتونو د خپراوي لپاره رسنیزې پروژي.
هو! هغوی د خلکو د تیر ایستلو او د جانب مقابل (طالبانو) د ملزمولو
لپاره له تیرو لسوکلونو لپاره دسولې او سوله ییزو هڅو تبلغات کوي
خو د عمل په ډګر کې یې یواځې د قطر دفتر پرانستنه لیدل کیږي
د هغه له پرانیستنې څخه یې هم اصلي هدف د خپل اسیر بندي خلاصول
و چې له قطر دفتر څخه یې د یوې وسیلې په توګه کار واخیست.
سره له دې چې طالبان د هر ډول مذاکراتو لپاره د قطر دفتر د خپل
یواځنی ادرس په حیث معرفي کوي تر دې چې د طالبانو مشر په خپلو
رسمي پیغامونو کې دغه دفتر له بهرنۍ نړۍ سره د رابطې یواځینی
معتمد ادرس بولي، خو امریکایان د سوله ییزې پروسې د تخریب او له
منځه وړلو لپاره د نامعلومو وجوهاتو له مخې د طالبانو له اصلي
استازیو سره په خبروکې تعلل کوي اود هغه ترڅنګ بیا بیا د طالبانو په
نوم له نامعلومو جهتونو سره د مذاکراتو تر سره کولو پروپاګڼده پر مخ
بیايي.
د قطر دفتر چې د امریکايي چارواکو او طالب استازیو د مشترکو هلو
ځلو په ترڅ کې ۳کاله وړاندې ایجاد او یوکال مخکي په رسمي ډول
پرانیستل شو ، د همدې دفتر له لارې اسیر امریکايي بوبرګدال د ۵ لوړ
پوړو طالب چارواکو په عوض تبادله کړای شو او په دې سره هغه یو
رسمي ديپلوماتیک اهمیت پیداکړ، خو په تیر نومبر کې د امریکايي
استخباراتو لخوا د انس حقاني په نیولو سره امریکایانو په غیرمستقیم
ډول طالبانو ته دا ور وفهموله چې دوي نور د سوله ییزو مذاکراتو
تعقیب ته د دغه دفتر له لارې لیوالتیا نه لري؛ ځکه دغه دفتر ته د انس
حقاني ورتګ او له هغه څخه د راګرځیدو پرمهال د نوموړي اسارت د
امریکایانو له لوري له طالبانو سره د کړیو ژمنو یو صریح نقض او په
عین حال کې له ټولو دیپلوماتیکو اعرافو او مقرراتو څخه ښکاره
تخطي ګڼل کیږي.
د قطر د دفتر بدیل
د طالبانو، کابل حکومت او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو په ګنګوسوکې
کې دا خبرې هم اوریدل کیږي چې امریکایان غواړي له طالبانوسره د
مذاکراتو لپاره د قطر دفتر بدیل په پاکستان او یا له پاکستانه بهر کوم
بل ځای بل دفتر ایجاد کړي او په هغه کې د ملګرو ملتونو تر څارنې
لاندې د کابل حکومت او طالبانو د استازیو ترمنځ مستقیمې خبرې پیل
کړي.
د شنونکو په باور دغه ډول تبلیغات او یا هم د بدیل دفتر ایجادول پر
طالبانو باندې د فشار راوړلو په موخه تر سره کیږي، نه د افغاني
لانجې دحل او جګړې ختمولو په غرض؛ ځکه که واقعا هم امریکایانو
په افغانستان کې د جګړې ختمولو اراده لرلای نو هغوی به دجګړي له
اصلي طرف (طالبانو) سره د دوی په هغه دفتر کې چې له تیرو شا
وخوا دریو کلونو راهیسې د دا ډول مذاکراتو لپاره ایجاد شوي او
طالبانو خپل معتمد اشخاص ورته معرفي کړي بي تعلله مذاکراتو ته
ادامه ورکړې وای.
که امریکایان واقعا هم دغه ډول نظر لري نو لکه چې پر افغانستان
باندې د ناروا جګړې په پیلولو کې خطاء او ناکام شول همداسې به د
دغه ډول نامعقولو او ناموجهو سازشي پلانونو په عملي کولو کې
ناکامه کیږي؛ ځکه دوی د سیمې او د سیمې د خلکو له طبیعت سره د
نابلدۍ له وجې په ټولو دا ډول پلانونوکې چې د محیطي ظروفو او
شرائطو خلاف یې طرح کوي هیڅ د بریالیتوب چانس نه لري.
تر کومه ځایه چې خبره پر طالبانو باندې د فشار راوستلوده، نو
تراوسه هم هغوی ته چا د تشویق په غرض ګلان نه دې ورپه غاړه
کړي، بلکې طالبان د تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسې له دا ډول
خطرناکو فشارونو سره مخ دي.
د واکمنۍ په وخت کې پر هغوی باندې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا
اقتصادي بندیزونه او له هغه را وروسته د امریکايي غوښتنو دنه منلو
په صورت کې د هغوی د واکمني د ړنګولو ګواښونه ، له سقوط
وروسته د هغوی د مشرانو پرسر د ملیونونو ډالرو جائزو اعلانونه ، د
مقاومت په جریان کې د سیف الرحمن منصور، قاري احمد الله، اختر
محمد عثماني، ملاعبید الله او استاد محمد یاسر په شان د لوړ پوړو
چارواکو شهادت، او د هیواد په داخل او له هیواد نه بهر د ملا فاضل،
ملا نورالله نوري، ملاعبدالحق وثیق ،ملاخیرالله، محمد نبي، ملا
عبدالغني برادر او….. په شان د نورو سلګونو چارواکو اسارت ټول
هغه څه دي چې د خطرناکو فشارونو په توګه پر طالبانو مخکي
ترمخکي تجربه شوي، خو طالبان نه یواځې دا چې د دغو فشارونو په
مقابل کې تسلیم شوی نه دي ، بلکې لا یې په عزم او اراده کې قاطعیت
او جدیت راغلی.
اوس هم که پر طالبانو باندې د فشار ساحه او د فشار نوعیت تغیر
پیداکوي ښايي نور هم د طالبانو پوځي سیاسي او ديپلوماتیک قوت
ورسره زیات شي؛ ځکه د امریکایانو له بده مرغه چې د افغانستان ټول
ګاونډیان په سیمه او افغانستان کې له امریکايي نفوذ سره فوق العاده
مخالفت او د هغوی په مقابل کې سخت حساسیت لري، که امریکایان له
هرې لارې غواړي طالبان تر فشار لاندې ونیسي ، طالبان مجبور دي د
امریکايي فشار شنډولو او خپل مقاومت د فعال ساتلو لپاره نور
فرصتونه او لارې چاري وکاروي چې په دې سره به مقاومت نور هم
منطقوي ابعاد خپلوي او بیا به تر اوس وخت زیات د امریکایانو لپاره
لوی سرخوږي وی.
امریکایان په عمدي توګه دا غواړي چې د خپلو سازشي پلانونو په
عملي کولو سره دغه سیمه هم د منځنی ختیځ په څیر بي ثباته او نا
آرامه کړي، خو دا د طالبانو د یوه واحد قیادت برکت دی چې په خپل
ولسي مقاومت سره يي په افغانستان کې تر ډیره حده د منطقوي دخالت
مخنیوی وکړي.
په منځنی ختیځ کې د سوريي اوعراق زړه بوږنوونکی وضعیت د
امریکایانو په دستور د منطقوي دخالت په نتیجه کې منځته راغلی چې
له امله يي ټوله عربي نړۍ نا آرامه ده .
امریکایان غواړي په افغانستان کې هم دغه ډول منطقوي پوځي او
امنیتي دخالت ته لاره پرانیزي تر څو وکړای شي د ډیر وخت لپاره
دلته د خپل اشغال غزولو ته مبرر پیداکړي.
طالبان تراوسه یواځي د خپل ولس په ملاتړ د امریکایانو او بهرني
اشغال په مقابل کې جنګیږي ، همدا لامل دی چې نه ورباندې خارجي
فشار تاثیر کوي او نه دوی چاته د تسلیمي غاړه ټیټوي؛ ځکه په دفاعي
مقاومت کې تر بل هرڅه زیاته اړتیا په عقیده سمبال بشري ځواک ته
وي او هغه تر بل هر چا له طالبانو سره پریمانه دی.
امریکایان ولي دقیقا په دغه حساس پړاو کې د جعلي مذاکراتو
ګونګوسې خپروي؟
د ۲۰۱۴ کال په پایته رسیدو سره په افغانستان کې د امریکایانو په
شمول د ټولو بهرنیو ځواکونو د پوځي ماموریت وخت په داسې حال
کې پایته رسیږي چې د عمل په ډګر کې هغوی هیڅ لاسته راوړنه نه
لري او د طالبانو د مقاومت ساحه د لیري پرتو سیمو ترڅنګ اوس د
کابل په شمول د هیواد لویوښارونو ته را پراخه شوې.
دغه وضعیت د امریکایانو او ناټو تړون لپاره ډیر له شرمه ډک یو
وضعیت دی چې د لسګونو زره پوځیانو له مرګ ژوبلې او سلګونو
ملیارده ډالرو له لګولوسره سره هغوی بیا هم د طالبانو په مقابل کې
ناکام دي.
دوی اوس غواړي د دغو مصنوعي مذاکراتو او یا د هغوی د شائعاتو له
لارې داسې یوه پلمه ځانته پیداکړي چې له مخه یې خپلو ولسونو ته
قناعت ورکړي.
نتیجه :
د طالبانو په لیکوکې د بي اعتمادي خپرولو او یا هم په خپل منځ کې د
هغوی د ویشلو هلې ځلې هغه څه دې چې امریکایان یې د خپلې
وروستۍ حربې په توګه د طالبانو پرخلاف کاروي.
هغو له ډیره وخته راهسیې دغه حربه کاروي خو د نورو پوځي حربو
په څیریې له دې څخه یې هم څه نه دې ترلاسه کړي.
تر کومه ځایه چې خبره په مذاکراتو پوري اړه لري نو طالبان له
سیاسي مذاکراتو پرته د خپل ولس لپاره د ځینو مرستندویه ټولونو د
اغاثي، تعلیمي او روغتیايي فعالیتونو د تنظیمولپاره د ملګرو ملتونو د
سازمان په شمول له سره صلیب او ځینو نورو مرستندیه مؤسساتو
سره په خبرو اترو لګیادي.
خو دغه خبرې د طالبانو د مشرتابه په موافقه هم د قطر دفتر او هم د
افغانستان په داخل کې د طالبانو د اړونده کمیسیونو لخوا ترسره
کیږي.
نور داسې مذاکرات چې هغه دې د افغانستان په سیاسي برخلیک پوري
ربط ولري د هغو په اړه د طالبانو موقف هماغه مخکینی موقف دی چې
په اړه به یې د ټول ولس له توافق وروسته تصمیم نیول کیږي، او په
نتیجه کې به یې داسې لاره غوره کیږي چې هغه د افغان ولس د ټولو
اقشارو لپاره د منلو وړ او د اشغال په نتیجه کې د تحمیلې جګړې د
ختمولو لامل وي.