د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چه په تنګ شي، په جنګ شي.

میرویس
12.12.2014

ګرانو وطنوالو السلام علیکم.
دا متل چه په تنګ شي، په جنګ شي، نن سبا د بغلان د ولایت د تاله او برفک خلکو په عمل کې ثابت کړ. کاشکي طالبان په ولس دومره ظلم ونکړي چې ولس یې په مقابل کې وسله واخلي، خکه چې وینه په وینه مینځل غلط کار دئ. خو د تاله او برفک خلک مجبور شوي چې د خپل امنیت او آرامۍ د پاره طالبان له خپلې علاقې نه وشړي.
=====
د تاله او برفک خلکو د طالبانو پرخلاف پاڅون وکړ

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د بغلان ولايت د تاله او برفک د ولسوالۍ خلکو د وسله والو طالبانو پرخلاف پاڅون وکړ او د دغې ډلې افراد يې له خپلو کليو څخه وشړل.
دغه پاڅون پرون ناوخته د برفک له کلي څخه پيل شو او تر نن مازيګر پورې د تاله او برفک په ټوله ولسوالۍ کې پراختيا وموند.
د تاله او برفک د ولسوالۍ خلک وايي چې له دې وروسته به د طالبانو په ګډون هيڅ تروريستي ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوى آرامي ګډه وډه کړي او د هغوى د پرمختګ مخه ونيسي.
د خبرونو له مخې: پاڅون کوونکي چې اوس يې شمېر څه ناڅه زرو تنو ته رسيږي؛ د قاري معراج، قاري موسى او د قاري وکيل په نومونو د وسله والو طالبانو درې تنه قوماندانان له افرادو سره يې د تاله او برفک ولسوالۍ له ځينو سيمو څخه شړلي دي .
يوه پخواني جهادي قوماندان کريم چې د بغلان ولايت په تاله او برفک کې د پاڅون کوونکو مشري په غاړه لري؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوى به نور تروريستي ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د دوى آرامي ګډه وډه کړي او يا هم د دوى د پرمختګ مخه ونيسي.
پاڅون کوونکو د وسله والو طالبانو په ګډون تروريستي ډلوته خبردارى ورکړ: که چيرې وغواړي تاله او برفک ته ستانه شي؛ و به وژل شي.
د تاله او برفک ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر وايي: که چيرې کومه کورنۍ تروريستانو ته په خپل کورکې ځاى ورکړي؛ دوى د هغوى کورنه سوځوي او خپله يې دولت ته سپاري.
د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوال فيض محمد اميري وايي چې په تاله او برفک کې د طالبانو سيمه ييز قوماندانان قاري معراج، قاري موسى او قاري وکيل د پاڅون کوونکو له ويرې د پروان ولايت د غوربند درې ته تښتيدلي دي. خو امنيتي ځواکونه د دوى د نيولو لپاره په دوى پسې دي .
د وروستيو کلونو په بهيرکې د بغلان ولايت په ځينو سيمو او په تېره بيا په تاله او برفک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبان په ګډون د تروريستي ډلو شتون او فعاليت د بيارغاونې بهير زيات کمزورى شوى دى .
طالبانو په دغې ولسوالۍ کې د خلکو عادي ژوند ګډوډکړى و او د بيارغاونې پروژو ته يې هم د تطبيق اجازه نه ورکوله.
د تاله او برفک ولسوال هيله څرګندوي چې د پاڅون کوونکو په شتون او د طالبانو له تيښتې وروسته په دغې ولسوالۍ کې د بيارغاونې بهير له سره پيل شي او خلک د بشپړې آرامۍ ته ورسيږي.
http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/security/item/32002-


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more