د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د الله ج او ملا عمر په مقابل کې د طالبان عصیان

اتل
08.12.2014

السلام علیکم
طالبانو د کندهار د میوند په ولسوالې کې د امنیې په قوماندانۍ پداسې حال کې ځانمرګې حملې کړې او د ټوپکو ډزې کړې چي خلک د خپلو کارونو د خلاصولو دپاره ورغلي وو.
آلله جل جلاله د بې ګناه انسانانو قتل حرام کړئ او د طالبانو مشر ملا عمر طالبانو ته امر کړئ چې په عامو ځایونو کې حملې ونکړي او بې ګناه ولسي خلک ونه وژني.
خو طالبان دا یوه هم نه مني او په دوامدار ډول خلک وژني.
===
د ميوند ډله ييز بريد د لسو تنو په وژل کېدو پاى تورسید.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه شاوخوا دوولس بجې يوې ډلې وسله والو پر يادې ولسوالۍ بريد وکړ .
هغه زياته کړه چې وسله والو د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت او د ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه کړي دي.
نوموړى وايي چې ملي امنيتي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شول او دواړو لورو پر يوه بل ډزې کولې .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک اژانس ته وويل چې دا بريد تر نږدې يو نيم ساعت جګړې وروسته پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، چې د بريدګرو شمېر پنځه تنه وو ، يوه يې خپل موټر ته د ولسوالۍ په دروازه کې چاودنه ورکړه او نورو يې له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه‌.
د دراني په وينا، تر شاوخوا يو نيم ساعت جګړې وروسته څلور پاتې بريدګر چې د عامه نظم پوليسو يونيفورم يې پر تن وو‌، ووژل شول .
په دې جګړه کې د ميوند ولسوالۍ جنايي امر سمونمل شېرزمان او څلور ملکي مراجعين هم وژل شوي دي.
دى وايي چې دغه راز څلور ملکي وګړي او درې نور پوليس په دې جګړه کې ټپيان شوي دي.
دراني وويل، بريد په داسې حال کې شوى، چې لسګونه ملکي مراجعين ولسوالۍ ته د خپلو کارونو لپاره راغلي وو.
http://www.pajhwok.com/ps/2014/12/08/


سپینه بیرغه ر
09.12.2014

درواغجنو په درواغو مو خولې وشکیدې،دلته خو د درواغو بهانه درته جوړیږې نو،
هغه دشوراب عملیات خو دی په یاد دی هیڅ مونه ویل،
که هلته دملکی وګړو دوژل کیدا بهانه درته جوړه وای،نو بیا به خلکو ستاسو د(غویمڼډ)تما شه کړې وای.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more