د موضوعګانو سرپاڼه
سياست او روانې چارې
د طالبانو يو مالي مسوول په ننګرهارکې ونيول شول
میرویس
04.12.2014
ګرانو لوستونکو، سلامونه او احترامونه.
طالبان چې د خپلو خارجي بادارانو په امرخپل مسلمان وروڼه وژني، او خپل ملک ورانوي، په خارج کې روزل کیږي، مسلح کیږي او د خارج نه تمویل کیږي. د طالبانو د ننګرهار د مالي چارو مسؤل حکمت الله د خارجي اسعارو سره د ننګرهار د ولايت دجلال آباد ښار په صرافي بازارکې ونيول شو.حکمت الله د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د وسله والو طالبانو له ځينو ډلو سره مالي او لوژيستيکي مرسته کوله. حکمت الله په ننګرهار کې اوس تر تحقیق لاندې دئ.
http://www.bakhtarnews.com.af/pashtu/security/item/31748