سياست او روانې چارې
ځانمرګي حملې یا ولس ته د حقاني سوغات
میرویس
02.12.2014
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د افغان په ګرد تاریخ کې او بالخصوص د پخواني شوروي اتحاد د تعرض په مقابل کې د افغانستان په جهاد کې ځانمرګي یا انتحاري حملې سابقه نلري.
زموږ په وطن کې انتحاري حملې د حقاني ترورستي ډلې رواج کړې. په عوض ددې چې د حقاني ډله د پښتنو او د ملک د ټول ولس په خیر او نیکمرغۍ کې جدو جهد وکړي، د مولوي جلال الدین حقاني زوی سراج الدین د القاعدې او نورو ترورستانو سره په تړاو د افغانانو سره دښمني پیل کړه او د خپلو خارجي بادارانو په امر افغانان وژني.
سراج الدین حقاني د ملک نه بهر د خارجیانو په امرپه خپله آبایي خاوره کې ترورستي حملې کوي او مسلمانان وزني. هغه ته نور پښتون او افغان نه ویل کیږي، هغه د خارجیانو غلام شوئ او حتې دومره بې رحمه دې چې تیره هفته یې مسلمانان چې د والیبال دلوبې نندارې ته د پکتیکا په یحی خیلو کې راغونډ شوي وو، ځان مرګي حمله رهبري کړه په لسګونو یې ووژل او په لسګونو نور یې زخمي کړل.
افغان ولس چې د حقاني دډلې د جنایتونو، قتلونو او بې رحمیو نه تر پزې راغلئ، بیا بیا یې د حقاني د جګړه مارانو او قوماندانانو په تعقیب او کرفتارۍ کې مرسته کړیده او پدې ترتیب د حقاني د ډلې ډیر لوی قوماندانان او جګړه ماران نیول شوی او یا وژل شویدي.
حقاني ډلې ته پکار دي چې د تشدد نه لاس واخلي او د افغان ولس د فریادونو غږ واوری.
الله جل جلاله دې د حقاني ډله د اسلام په صراط مستقیم روانه کړي.
آمین.
Re: ځانمرګي حملې یا ولس ته د حقاني سوغات
lawangin
03.12.2014
ميرويس خانه هېواد خرڅول ناموس خرڅول دي ! هغوی چې خپل
هيواد خرڅوي د هر مقاومت وړ دي او هر عمل ورسره روا دی ،
خو دبې ګناه انسانانو وژنه چې په هر جنګ کې منځ ته راځي ډېر
د تاسف او خپګان وړ دی .
د افغان اولس دوښمنان صليبي اشغالګر چې داسلام پټ دوښمنان دي
او دغه د نظار دشورا، افغان ملتيانو او خلقيانو فاسد دولت دی چې
داولس په مرګ او ژوبله دا ۳۵ کاله خپل جيبونه ډکوي !
خپل ځان ته وګوره داشغالګرو او فاسد دولت په هکله څه نه ليکې
خو دطالب پر ضد هره مرداري ليکې !
تاسې ټول فاسدين بايد ورک شۍ د افغان اولس اصلي دوښمنان تاسو
او د تاسو دالري باداران دي !
پتنګ
[quote:ac456ced93="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د افغان په ګرد تاریخ کې او بالخصوص د پخواني شوروي اتحاد د تعرض په مقابل کې د افغانستان په جهاد کې ځانمرګي یا انتحاري حملې سابقه نلري.
زموږ په وطن کې انتحاري حملې د حقاني ترورستي ډلې رواج کړې. په عوض ددې چې د حقاني ډله د پښتنو او د ملک د ټول ولس په خیر او نیکمرغۍ کې جدو جهد وکړي، د مولوي جلال الدین حقاني زوی سراج الدین د القاعدې او نورو ترورستانو سره په تړاو د افغانانو سره دښمني پیل کړه او د خپلو خارجي بادارانو په امر افغانان وژني.
سراج الدین حقاني د ملک نه بهر د خارجیانو په امرپه خپله آبایي خاوره کې ترورستي حملې کوي او مسلمانان وزني. هغه ته نور پښتون او افغان نه ویل کیږي، هغه د خارجیانو غلام شوئ او حتې دومره بې رحمه دې چې تیره هفته یې مسلمانان چې د والیبال دلوبې نندارې ته د پکتیکا په یحی خیلو کې راغونډ شوي وو، ځان مرګي حمله رهبري کړه په لسګونو یې ووژل او په لسګونو نور یې زخمي کړل.
افغان ولس چې د حقاني دډلې د جنایتونو، قتلونو او بې رحمیو نه تر پزې راغلئ، بیا بیا یې د حقاني د جګړه مارانو او قوماندانانو په تعقیب او کرفتارۍ کې مرسته کړیده او پدې ترتیب د حقاني د ډلې ډیر لوی قوماندانان او جګړه ماران نیول شوی او یا وژل شویدي.
حقاني ډلې ته پکار دي چې د تشدد نه لاس واخلي او د افغان ولس د فریادونو غږ واوری.
الله جل جلاله دې د حقاني ډله د اسلام په صراط مستقیم روانه کړي.
آمین.[/quote:ac456ced93]