د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په جنازه ځانمرګي برید.

اتل
01.12.2014

السلام علیکم، محترمو لوستونکو!
ایا په جنازه باندې ځانمرګي حمله، د مسلمانانو قتل او زخمي کول له اسلام، مسلمان او افغان سره ددښمنۍ نه برته بل څه تعبیر کیدای شي؟ آیا ددغسې اعمالو مرتکبین چندي مسلمانان او افغانان کڼل کیدای شي. آیا دغسې جنایت کاران د چا په امر او لارښونه دغسې اعمال سرته رسوي؟
دا لاندې خبر بي بي سي خپور کړیدئ:
=====
بغلان کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید ۹ کسان وژلي
د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې سیمه ییز چارواکي وايي، په هدیره کې یو ځانمرګی برید شوی.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت بي بي سي ته وویل، چې نن (دسمبر ۱) شاوخوا یوولس بجې د بغلان ولایت به بورکه والسوالۍ کې د یو تن ولسي وګړي د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی.
هغه وايي، د دغه برید موخه قومي مشران او یا چارواکي نه وو، بلکې دغه ځانمرګی برید د خلکو ترمنځ د "وحشت او وېرې رامنځ ته کولو په موخه" ترسره شوی.
ښاغلی بشارت وویل، په دغه پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نو ر ټپیان دي چې په وژل شو کې ۲ پولیس دي او په ټپیانو کې هم ۲ پولیس شامل دي.
هغه وویل، د ولایت له مرکز پلخمري بورکې ولسوالۍ ته یو پلاوی تللی تر څو دغه پېښه له نږدې وڅېړي.
د دغې پېښې مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/12/141130_ma_baghlan_blast_killed_2_police


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more