سياست او روانې چارې
سیال/سیالي کول (د ولسونو ترمنځ سیالي کول)
حشمت ناصري
25.11.2014
سیالي کول د
»ځان پورته او بل ټیټ ګڼل
»نورو ته سپکې سپورې او کم ویل
»د بل چا ښو باندې سترګې پټول، ردول او یا ښه ېې هم په بدو تعبیرول
»د هغو لاسته راړنې او ویاړونه یو څه پورې تړل او نه منل
»په مشرانو او اتلانو ېې ټاپې لګول
او ........په مانا نه ده
داسې سیالي د ټیټو، بې وسو او ناهیلو ولسونو کار ده
.
سیالي
»په خپل ځان کې د مثبتو ټکو، خبرو، عاداتو، کړنو، دودونو، دستورونو، لاس ته راوړنو او ویاړونو پیدا کول، زیږول،زیاتول، غښتلي کول، او دودول
»خپل ځان په زده کړې او تربېې سمبالول
»په ټیکنالوژۍ، اقتصاد او نورو ټولنیزو برخو کې خپل ځان د بل تر کچې رسول لا تر هغه هم اوچتول
»د بل چا د لاسته راوړنو، ښو کړنو یادول، منل او ستایلو
او.......ته ویل کیږي
.
که غواړو چې د نورو او د نړۍ سیالان سو، نو باید
»په ماشومانو، ښځو او نارینه وو باید تعلیم وکړو
»د نورو بې ځایه او بې ضرورته حساب کتاب ونه نیسو
»خپل، پردو او دولت څخه په ګیلو ځان له مسولیت څخه خلاص نه کړو
د دې پر ځای
خپله لاس په کار سو
خپل بچیانو، خویندو ورونو باندې تعلیم وکړو
خپل امنیت وساتو
د خپل ښار او سیمې پاکولو او پاک ساتلو کې ونډه واخلو
خپل مشران او اتلان وستایو
په خپله
خپل ځان
خپل ولس او
خپل وطن
د نورو سیال کړو او
د مثبت بدلون خوځښت رامنځته کړو
او ټول په ګډه دا ثابته کړي چې مونږ
پیاوړي
ښاغلي
توریالي
ویاړلي او
ننګالي یاستو
.
.
ټولټاکنو کې پراخ ګډون، په خویندو او ورونو تعلیم او ښار پاکولو کې د #خوست، #ننګرهار او #قنداهار دروند ولس وښوده چې د مثبتې سیالئ پاڅون ېې پیل کړئ
خو !
چې دغه دوه وو ناکارو شیانو
۱- کلدارې
۲- وسلې
ته هم نه ووایي
.
تاسو څخه مننه !
یادونه او سپارښتنه
دښمن مو لکه د تل په څیر همدا کوښښ کوي چې مونږ په تیاره او جهل کې وساتي
په دې کې د دو ګټه ده که هغه زمونږ خپل د لسټونې مار ده او که پردئ دښمن مو ده
دوی مو په وژلو، بې تعلیمه ساتلو او بې وزلي او فقر په واسطه
عقده من، بې وسي، جاهل، بې تعلیمه له کرکې او تعصبه ډک او ناهیلي ساتي
تر څو په هره موخه چې غواړي وموکاروي
او تر هغو چې
په ښځو او نارینه وو، وړو او لویانو د تعلیم ونه کړو
ورورولئ او یووالئ مو لا غښتلئ نه کړو
ځان، ولس او وطن ځواکمن نکړو
په تعلیم، ټکنالوژۍ او اقتصاد ځان سمبال او ځواکمن نه کړو
خدای که خو له دې بدمرغیو خلاص سو
ع کريم حليمي
25.11.2014
محتر او مکرم ناصري صاحب ، تاسي ته السلام علیکم و رحمة الله و برکاته وایم ، او دوهم تاسي ته هر کلی وایم !!
تاسو يوه ډېره ضروري او ښکلې لیکنه ،او د وخت خبره مو تر موږ پوري را ورسولې ، ستاسو د لیکني په لوستلو مو زړه ښاد سو ، افغان قوم همدا ستاسو په شان شازلمو ته ضرورت لري چه د قلم په توره قوم پر کرښه یوار بیا برابر کړي ، ستاسو د همکارۍ او ارشاداتو په امید
درنښت
حشمت ناصري
25.11.2014
وعلیک السلام ښاغلئ حلیمي صیب، یوه نړۍ مننه کور مو ودان
تاسو په څیر با احساسه او مخور چې لرو انشاالله چې د یوې روښانه راتلونکې هیلې مو په زړه غوټۍ راسپړي، خدای دې تاسو ژوندي او سرلوړي لري، مننه ستاسو د تشویق څخه
حلیمي صیب هیڅ لار نلرو، د نړۍ قدرتونه په نوبت سره زمونږ هیواد ته راځي، هر یو تر مخکینې ډیر وځپلو، پاڅونونه مو ډیر وکړه خو د ناخوالو نه بغیر هیڅه ېې مونږ تا رانوسته، پیسې هم بې شمیره دې هیواد ته راغلې خو زمونږ هیڅ رنځ ته رنځور نه سوې
د هیواد له دې حالت څخه د وتو یواځنۍ لار تعلیم، د فکر او ذهن غښتلي کول دي، الله دې مونږ ټولو ته دا وست را په برخه کړي چې وسو کولای دې موخې ته ورسیږو
بیا هم مننه
lawangin
26.11.2014
زه خو چې کومه تجربه لرم هغوی چې دصداقت ، کار، دا اوهغه خبرې
کوي ډېر لوده بې ناموسان را وختل ! زه ځينې وخت فکر کوم چې ګېن
خرابي په قدرت دي !
ټول هغه چې داسې خبرې کوي ټولې پېسې یې غلا کړې ، قانون ته
احترام نلري او ګوډاګيان دي او دا ۳۵ کاله کېږي دخپل اولس په سر
ګدایې کوي ، ناموس او وطن خرڅوي خو خپل جيبونه ډکوي !
يواځې د طالبانو دوره وه چې اسلام ، انسانيت ، اخلاص، پښتو ،
صداقت پکښې ليدل کېده او دلنډغرو لپاره ددوی پاک دوران دمځکې
په سر سور اور وو او اوربه وي !
پتنګ
حشمت ناصري
27.11.2014
[quote:686c737480="lawangin"]زه خو چې کومه تجربه لرم هغوی چې دصداقت ، کار، دا اوهغه خبرې
کوي ډېر لوده بې ناموسان را وختل ! زه ځينې وخت فکر کوم چې ګېن
خرابي په قدرت دي !
ټول هغه چې داسې خبرې کوي ټولې پېسې یې غلا کړې ، قانون ته
احترام نلري او ګوډاګيان دي او دا ۳۵ کاله کېږي دخپل اولس په سر
ګدایې کوي ، ناموس او وطن خرڅوي خو خپل جيبونه ډکوي !
يواځې د طالبانو دوره وه چې اسلام ، انسانيت ، اخلاص، پښتو ،
صداقت پکښې ليدل کېده او دلنډغرو لپاره ددوی پاک دوران دمځکې
په سر سور اور وو او اوربه وي !
پتنګ[/quote:686c737480]
ګرانه پتنګ وروره سلامونه !
ستاسو احساسات درکولای سو، مونږ ټول همدا یو غم او همدا یوه ګیله لرو
تیرو ۳۵ کلونو کې هر مشر د خدمت، اخلاص، ولسپالۍ، او صداقت وعدې کړي، ولس پرې اعتماد کړئ خو دوی ولس ته د خدمت پرځای خیانت کړئ
زمونږ غوښتنه هم همدا ده، چې د مشرانو په طمع باید نه اوسو، خپله لاس په کار سو، خپله مو خپل ځان، کورنۍ، سیمه، ولس او وطن آباد او سرلوړئ کړو
که څوک د خدمت او کار وعده کوي مونږ ېې بیا هم هرکلئ کوو، دا د انسانیت حکم ده، خو طمع به نه لرو، طمع او ګیله دواړه به له خپل ځان څخه کوو
او خدای دې وکړي چې خپه نه سې، د طالبانو حکومت هم د همدو بدمرغیو د پروژې یوه برخه وه، نه اسلام هغه وو چې دوی تطبیق کړئ وه او نه هم انسانیت، کیدای سي تر کمونستانو او تنظیمیانو به ښه وه، او په ځینو برخو کې تراوسني حکومت څخه هم، خو د ښې راتلونکې طمع ترې نه تله، بیچارګان نه په څه خبر وه او نه هم په خپل اختیار، د هیڅ لپاره وکارول سوه او لا کارول کیږي
په درنښت
ناصري