د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د فکر او بیان آزادي (فردي آزادي) !

حشمت ناصري
17.11.2014

شتمنه ټولنه هغه ده چې وګړي ېې د فکري اړخه شتمن اوسي
خپلواکي هم هغې ټولنه کې سته، چې ولس ېې د فکر د بیان او د ذهني شتمنیو د اراېې آزادي ولري.

د یوې هوسا راتلونکې، ویښ ولس او ودان هیواد درلودلو لپاره
مونږ باید خپل بچیان/ ماشومان داسې وروزو چې هغوی کې د
فکر کولو، پوښتلو او څیړلو
اخلاقي جرأت درلودلو او خبرې کولو
او په خپل ځان د باور درلودلو ځانګرتیاوې او وړتیاوې رامنځ ته کړو

د خپل بچیانو، ولس او هیواد راتلونکې سره دا ستر ظلم ده چې دوی د داسې وروزل سي، چې ټول عمر د کلي کور او حجرې ماحول کې ښکیل وي

زمونږ اوسنۍ ستونزه؛ (ځوانان او مشران)

کوم څه مو چې په زړه دي
د هغه د بیانولو جرأت یا آزادي نلرو
او
هغه څه مو چې په خوله دي
هغه مو له زړه نه نه دي

دې ستونزې په مونږ کې، په خپل ځان د باور نه درلودلو روحیه رامنځ ته کړې

کلي کور
ښار بازار
حجري او جومات
ښونځي او پوهنځي
او هر ځاي کې
بیلابیلې نیوکې او خنډونه موجود دي

هر څوک
ماشوم، ځوان، پیغله، نارینه او ښځه
د خبرو کولو
پوښتنو
فکر کولو او څیړلو
نظر ورکولو
نیوکو
او وړاندیزونو حق او آزادي/خپلواکي لري
دې ازادۍ ته باید احترام وسي

ماشوم مو د ماشومتوب، تربېې، د مشرانو موجودیت، اسقالي، بې عقلي او لس هاوو نورو خنډونو له وجې باید تل غلئ اوسي
ځوان مو د بې تجربه ګي، مشرانو احترام، کور کلي او سیمې دود دستور او ...
پیغله یا ښخینه خو هسې هم نیم عقل لري، شیطان ېې زورور ده، چې سړي وي نو ښځې ته صبر ده، پلار خو پلار میړه هم خدای ده، د ښځې نظر یا نیوکه سړو ته بې غیرتي او داسې سل هاوو نور بیکاره افکار او باورونه

مونږ باید د خپل فکر او بیان خپلواکي لاسته راوړو
او خپل بچیانو ته هم دا حق ورکړو او د لاسته راوړلو روحیه او وړتیا هم په کې وروزو.

ــــــــــــــــــــــــ
سید جمال الدین افغان فرمایلي؛
حق او خپلواکي ورکول کیږي نه، اخیستل کیږي !

(حشمت ناصري)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more