د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پکتیا والو د سولې د پاره مظاهره وکړه.

اتل
07.11.2014

محترمو وروڼو، السلام علیکم
د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې یو شمېر مدني فعالانو او سلګونو ځايي خلکو د یو سوله ییز لاریون له لارې د روانې جګړې او فساد د بندیدو غوښتنه وکړه.
یاد لاریون، چې د چهار شنبې په ورځ د اورګون په ښار کې ترسره شو، ګډونوالو د جګړې او فساد پر ضد شعارونه ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې ولس ددواړو نه ستومانه شوئ، پکار دي چې ختم کړئ شي.
لاریون کوونکو د روانې جګړې له ښکیلو خواوو په کلکه وغوښتل، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل وفصل کړي.
دوی شعارونه ورکول، چې خلک د جګړې څخه ستړي شوي او سوله غواړي.

لاریون چې د ارګون ولسوالۍ له دروازې څخه پیل او د ټرافیکو تر څلور لاري پورې روان ؤ، په پای کې یو ګډ پریکړه لیک تصویب کړ، چې په هغه کې د جګړې د ښکیلو خواوو څخه د جنګ د بس کېدو او نوي حکومت څخه د فساد د ټولو ډولونو د بندیدو غوښتنه شوې وه.
پرېکړه لیک، چې د ځدراڼو د ځوانانو ټولنې د مشر منصور فضلي لخوا ولوستل شو، په هغه کې د نوي ولسمشر نه غوښتل شوي، چې د سولې د مذاکراتو له پاره یو داسې ملي بنسټ رامنځته کړي، چې د هغې ترکیب او جوړښت د ښکیلو خواوو د قناعت وړ وي:
"د افغانستان ځورېدلی ولس نور له جنګ او جګړو ستړی شوی، د پکتیکا ولسونه د جنګ په ټولو ښکېلو اړخونو غږ کوي چې نور د ورور وژنې پرځای د سولې لاره خپله کړي.

صلحه او اتحاد د الله جل جلاله رضا مندي ده.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more