د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستاني طالبان هند ته تور برېښ.

اتل
07.11.2014

محترمو وروڼو، السلام علیکم
دپاکستنان د تحریک طالبان نه بیلې شوې ډلې جماعت الاحرار د القاعدې سره د خپلو اړیکو مزې غړلي دي. د القاعدې مشر ډاکتر آیمن الظواهري چې د هند نیمې وچې ته د خپلې ترورستي شبکې د پراخولو اعلان وکړ، وروسته په کراچۍ کې په سمندري قواوو حمله وشوه، او جماعت الاحرارډلې یې مسؤلیت په غاړه واخیست، بیا القاعدې وویل چې دا ددوی ډله ده.

تیره هفته چې د هند سرحد ته څیرمه په پاکستان کې ځان مرګي حمله وشوه د هغې مسؤولیت هم جماعت الاحرار په غاړه واخیست، او ګواښ یې وکړ چې په هند کې هم حملې کولئ شي. داسې ښکاري چې القاعدې د جماعت الاحرارله لسټوڼي لاس را ایستلئ، او دا ډله یې پردې قانع کړیده چې د القاعدې سره په بین المللي تروریزم کې لاس یو کړي.

خو له بلې خوا همدغې پاکستاني ډلې د عراق اوسوریې په اصطلاح اسلامي دولت داعش ته خپل بیعت اعلان ګړئ، پداسئ حال کې چې القاعده د داعش سره رقابت کوي او آیمن الظواهري خپل بیعت دوباره ملا محمد عمر ته اعلان کړیدئ.

داسې ښکاري چې د پاکستان دطالبانو نه جلا شوي ډلې ټپلې دومره سربداله شویدي چې اوبو په سراخیستې، او هر خس او خاشاک ته لاس اچوي چې د ډوب کیدو نه ځان بچ کړي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more