د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مونږ د چتکي په څیر یو !

حشمت ناصري
07.11.2014

ویل کیږي چې چت/چتکئ تر هر مرغه ډیر زړه خورئ مرغه ده.
چت/چتکئ چې کله د خپل ځالې د جوړولو په خاطر وچوکو پسې ګرځې
نو د بڼ ټولې ونې لټوي
په هر ښاخ کښیني او هر یو وچوکئ بیل بیل ګوري
خو یو ېې هم نه خوښیږي
نو ځکه د نه! په اشارې سره سر خوځوی او څک څک کوي.
ټوله ورځ ېې ورکه وي خو دئ یو وچوکئ هم نسي پیدا کولای چې د ده خوښ سي.
چت/چتکئ داسې وچوکي پسې ګرځي چې نه کوږ وي، نه سیده، نه لوند او نه وچ او ....
- دا ځکه دئ(چتکئ) بیچاره تل سرګردانه، لالهانده، ډنګر او چغن پاتې سوئ!

دا مونږ هم د چت/چتکي عادتونه او خویونه لرو

مونږ د هرچا په کار کې کار لرو
د خلکو شخصي ژوند، ټولنیز ژوند، سیاسي ژوند، هر څه کې مو کار وي
هماغه د سړي، ښځې او خره کیسه ده
چې په هیڅ حالت کې څوک له مونږ ارام ندي
د بیلکې په توګه:
» چې د کرزي تخلص کرزئ وو هم پرې غږیدو، اوس چې ولسمشر غواړي چې نور د احمدزئ نه یادیږي هم پرې نیوکه لرو.
» چې کرزي چپنه او قره قلي کاروله هم پرې نیوکه وه، اوس چې ولسمشر چین ته دریشي اغوستې وه هم پرې غږیږو چې خپل کلتور ېې پریښود.
» کله چې کرزي په عامه ژبه خبرې کولې ویل به مو چې کلیوال په څیر غږیږي، ټوکې او کیسې کوي، اوس چې ولسمشر خبرې کوي وایو ډیر مسلکي او اکاډیمیک غږیږي ډیرئ ولس بیسواده ده په خبرو ېې نه پوهیږي.
» چې طالب ته ناراضه ورور یا سیاسي مخالفین وویل سي، او یا پاکستان او ایران سره ښې اړیکو ټینګولو نیت وسي هم نیوکه
خو که له امریکې او نورو غیر اسلامي هیوادونو سره د تړون یا اړیکو مسله سي، بیا هم نیوکه
او همداسې په سل هاوو نیوکې چې په مشرانو او یو بل باندې ېې لرو.

داسې خو هم نه کیږي
چې ټوله دنیا سره د لاسپوڅو ېې همدلته وي
او مونږ دې له ټولو سره وشلوو او ځانته حکومت او پرمختګ ولرو
او د پیړیو مخکې امپراطورۍخوبونه ګورو او پرې ویاړو

مونږ چې محصلین وو په پوهنتون کې مو هم همدا ورځ وه.

» چې استاد به ټولګي کې نه خندل ټول به په غسه وو چې یاره دا نو استاد ده؟
هیڅ ېې خندا نده زده
دئ هم په ځان په قار ده او هم په مونږ
نو درس هم په تروش تندي زده کیږي؟
خو ! چې استاد به د لکچر په وخت خندل ویل به مو؛
یاره دا استاد خو هیڅ استاد په څیر نده
د چا ترې ولا که سترګه سوَځي
استاد ته خو لږ شخصیت په کار ده
نو ده څخه به څنګه درس زده کو؟

هماغه خلک یو، چې وایي
که الوزې له پښو دې راټینګوم او که په مځکه ننوځې نو له غوږو دې رانیسم.

مخکني او اوسني حکومت ته
یوه مو رایه ورکړه او سل مو فرمایشونه
راځې
چې هر څوګ مو د خپل مشر په حیث وټاکه
بیا ېې پریږدو چې خپل پروګرامونه مخ ته بوځي (استثنأ مسایل به وي)
په شخي ژوند کې هم خلک پریږدو چې خپل ژوند په خپله خوښه مخ ته بوځي
مونږ به ترې کار او سړیتوب غواړو او بس
نور به خپل کار کوو خپل حساب به نیسو
چې مونږ څومره ګټور ېو دې وطن او ولس ته.
(حشمت ناصري)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more