د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

نازک حالات،مکارې دسیسې/ستونزې او د حل لار!

حشمت ناصري
06.11.2014

نازک حالات،مکارې دسیسې/ستونزې او د حل لار!

لومړئ انګریزي استعمار تر یوې کچې
بیا وروستني مهاجرتونو تر ډیرې،
تر ټولو ستره ستونزه ېې چې مونږ ته زیږولې
هغه Fake Scholars دي، چې په کې ځینې (مفتیان، لاسپوڅي ملایان او مذهب اړوندو چارو مفسرین) شامل دي، نه ټول.
دوی چې مذهب او ټاپې دواړه
یا له انګریزي استعمار څخه په میراث اخیستي
او یا هم هجرت او مساپري کې کوربه هیواد ورته ډالۍ کړي.
چې کله ېې زړه وغواړي
په هر چاېې په هر نامه سره لګوي
هره مسله چې څنګه ددو زړه غواړي هماغه سې ېې تفسیروي
دوی زمونږ په دین مین او له زده کړې لیرې ولس د احساساتو څخه
د خپل او خپلو بادارانو د ګټې
او د هر هغه مشر او حکومت چې ولس او هیواد ته لږ څه ریښتینئ
او د دو ګټو ته خنډ ښکاری کار اخلي.
دوی اوس خپل ویروس په خلکو کې د ټولنیزو رسنیو له برکته تر پخوا دیر چټک خپروي.
د حل لاره:
۱- د ارګ سلاکاران، هغوی چې ارګ میشتو سره ناسته ولاړه یا هغو ته لاسرسئ لري،
باید ولسمشر، د هغه کورنۍ او اړوند چارواکي دې ټکي ته متوجه کړي
چې دې حساس وخت کې دې د دښمن تبر ته لاستئ نه اچوي.
۲- د ولس د مشر څخه نیولې تر هر بل مشر او کشر پورې باید دا خپل مسولیت او دنده وګڼي تر څو د داسې مکروبونو د دسیسو مخه ونیسي.
۳- هر ولس چې بې طرفه پاتې سوئ بې شرفو پرې برئ لاس ته راوړئ.
زمونږ بې طرفي تل زمونږ په تاوان وه، همدا بې طرفه خلک دي چې ښکار ګرځي او خپل هرڅه له لاسه ورکوي
۳- د امکان تر حده ولس راویښ کړئ، تیرې ترخې تجربې ورسره شریکې کړئ،
ورته ېې روښانه کړۍ چې څنګه ځینې په مازو خبرو او کړنو کافر او .... بلل سوي، حکومت ېې ړنګ، دوی یا تبعید او یا هم وژل سوي، خو ځای ناستي نظام چې هر کفر و ظلم چلولئ ورته غلي پاتې سوي یو،
د تاریخ بدې تجربې ورته بیان کړئ.
۵- تاسو هم له ټولنیزو رسنیو څخه د خپل د ګټې او د هغو د پلانونو د شنډولو په برخه کې کار واخلئ.
۶- تر تولو مهم؛ حکومت، د علماوو شورا او اړوندې ادارې
باید د فتوی، د مسایلو د تفسیر او په دې اړوند د پیغامونو د خپرولو یو واحد مرکز منځ تا راوړي
تر څو هر څوک د هرې سوړې څخه دین، مذهب او اړوند مسایل نه تفسر کړي او نه هم فتوی صادره کړي.
هیله ده چې ټاپې ونه لګوۍ او پر ځای ېې حقیقت او تاریخ ته ځیر سۍ.
(حشمت ناصري)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more