د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغانستان ملي یووالي حکومت!

Hashmat Kahn
05.11.2014

د افغانستان نوي ولسمشر ډاکتر اشرف غنی احمد زي ژمنه کړي چې نوي حکومت به له ټولو قومي ډلو څخه جوړیږي او دا وعده یې هم ورکړي چې دده حکومت به د قانون، عدالت، روڼوالى او مسئوليت په بنه جوړیږي. تیره اونۍ په شینوا پوهنتون چین کې ډاکترغنی وویل چې لومړي ښځینه قاضی به په ستره محکمه کې په کار وګماري او دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړي ځل وي چې یوه ښځینه به د قاضی په دنده په ستره محکمه کې ګمارل کیږي.
له هغه وخت نه چې اشرف غنی د ولسمشري چاري په غاړه اخیستی ډیر اصلاحات یې په حکومت کې راوړي هغه د روغتونونو، ښونځیو، پولیس مرکزونو او محبسونو څخه کتلي او څیړلي يې دي. په یوه نظر پوښتنه کې چې د آرتي اي او طلوع نیوز له خوا تر سره شوي ښایې چې له هر لسو کسانو څخه اته کسان د داکتر اشرف غنی له کړنو او کاره خوښې څرګندوي.

آیا د ولسمشر غنی په لاره کومي ننګونی او ستونزي په راتلونکو څو میاشتو کې شته؟

په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتود مرکزي قومنداني د بریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more