د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

له انسان طالب خو له طالب بیا انسان نه جوړیږي

طالب ISI
04.11.2014

یو نورمال انسان کیدی شي د ای،اس،اس د یوه کرایه کړي ملا یا کوم متقاعد ډګروال په لاس په څو اونیو، میاشاتو کله په کال کې په طالب بدلیږي. خو بیرته یې په انسان بدلیدل نا ممکن دي. ځکه خو باید له نیول کیدو وروسته ځآی په ځای صحرایې محکمه شي. په بندي خانه کې یې تر ساتلو بهتره ده حکومت هغه مصرف په خرو وکړي تر څو د ملي اردو مراکزو ته بار پرې یوسي. طالب چې بندي شي هغه لکۍ یې لا اوږده اوشینتوب یې لا ډیر شي.

تاسې پکې څه وایی؟


اتل
06.11.2014

طالب IS، اسلام علیکم
محترمه ستاسې د زړه په درد او زخم پوهیدای شم.
پدې کې تر یوې اندازې درسره موافق یم، یو وار چې څوک افراطي مذهبي مغز شويي شی، بیا د حق لارې ته یې ستنیدل ګران دي. دا ثابته شوې چې ډېرئ هغه طالبان چې د انساني خواخوږۍ په وجه د بند نه آزاد شوي بیرته طالبانو ورغلي او د مسلمانانو پر خلاف یې وسله پورته کړیده. خو داسې طالبان هم شته چې د خپلو مشرانو د غیر اسلامي او غیر انساني اعمالو نه بیزاره شوې، د طالبانو جبهې یې ترک کړېدي، لا هم عادي خلک دي او په صلحه کې ژوند کوي.

راغلو دیته چې طالب ونیول شي ودې وژل شي، دا به انصاف نه وي، ځکه چې ټول طالبان عقیدوي افراطي لیونیان ندي. په طالبانو کې بیلې ډلې شته چې ښه خلک هم لري اوبد هم. مختلفې ډلې او افراد د بیلو بیلو انګیزو پر بنیاد د طالبانو په لیکو کي دي. پکار دي چې د نیول شوو طالبانو سره د محاکمې له لارې انصاف او عدالت وشي.
په احترام.


Re: له انسان طالب خو له طالب بیا انسان نه جوړیږي

lawangin
06.11.2014

نو ته دا راته ووايه چې د صليبيانو ځېره خواره او ناموس خرڅونکي
چې په دورواغو ، شيطاني، مفتخوري ، لوچکي، بې مغزي کې لوی
شوي وي نو دا فاسد بې استعداده منافقين به کله دسړي زامن کيږي
او څه وخت به له خيرات او بې ناموسي څخه خلاصيږي !!

[quote:0767b90fa7="طالب ISI"]یو نورمال انسان کیدی شي د ای،اس،اس د یوه کرایه کړي ملا یا کوم متقاعد ډګروال په لاس په څو اونیو، میاشاتو کله په کال کې په طالب بدلیږي. خو بیرته یې په انسان بدلیدل نا ممکن دي. ځکه خو باید له نیول کیدو وروسته ځآی په ځای صحرایې محکمه شي. په بندي خانه کې یې تر ساتلو بهتره ده حکومت هغه مصرف په خرو وکړي تر څو د ملي اردو مراکزو ته بار پرې یوسي. طالب چې بندي شي هغه لکۍ یې لا اوږده اوشینتوب یې لا ډیر شي.

تاسې پکې څه وایی؟[/quote:0767b90fa7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more