سياست او روانې چارې
پاکستاني طالبان، یعنې منافقین
میرویس
03.11.2014
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
تیر کال چې په اسلام آباد کې دمیوې په منډیي کې چاودنه وشوه او ګڼ شمیر دوکانداران يې ووژل او ټپي یې کړل، پاکستاني طالبانو په خپله اعلامیه کې وویل چې [دبې کناه انسانانو قتلول ظلم دئ، او دا کار د اسلامي شریعت خلاف عمل دئ].
خو نن د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان الله احسان دهند سرحد ته نږدې د پاکستان په واهګه کې د ځانمرګي مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ. د پاکستان لاهور ښار ته نژدې د هند او پاکستان تر منځ د واهګه پولې ته څېرمه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۴ کسان وژلي او له ۶۰ نه زیات یې ټپیان کړیدي.
آیا دا د پاکستاني طالبانو منافقت، دمسلمان او اسلام سره ددښمنۍ، او الله جل جلاله له اوامرو نه له سرغړونې پرته بل څه دي؟ آیا طالبانو خپل اعترافونه نقض نکړل؟ آیا طالبان په اسلامي ارشاداتو عقیده لري؟
په درنښت.
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/11/141103_ma_waga_crossing-india_pakistan