د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پوهنه تروریزم ته خطر

میرویس
03.11.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
ددې دپاره چې ترورستان معارف او پوهنه خپلې بقا ته خطر ګڼي نو د معارف پرخلاف ډول ډول دسیسې کوي.
دکندهار دپوهنتون د ترړلو او د معارف په کړيو او محصلینو او مکتب په شاګردانو کې د ویرې د اچولو په مقصد د کندهر دوالي مرسیال د کندهار په پوهنتون کې وویشتل شو او ووژل شو. خو ترورستان پدې نه پوهیږي چې دوی مکرراً دا کار کړیدئ، خو د معارف او ولس اراده د تروریزم په مقابل کې د کمزوءي کیدو برخلاف پیاوړې شویده. ډا ځکه چې افغان ولس پدې عقیده دئ چې یوازې معارف او پوهه پر جهالت غلبه کولئ شي او د تروریزم بنیاد هم جهالت او بې علمي ده.
=====
د کندهارمرستيال والي په يوه بريد کې ووژل شو.
د جنوبي ولايت کندهار مرستيال والي د يوه وسله وال کس په بريد کې وژل شوى دى.
عبدالقديم پتيال تيرماښام د کندهار پوهنتون په يوه ټولگي و چې بريدگر پرې ډزې وکړي.
هغه د دغه پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي محصل و.
د کندهارچارواکو د پېښې په تړاو په خپل لومړي غبرگون کې د هغه د ټپي کېدو خبره کړې وه.
خو د سيمه ييزې ادارې د خپلواکې ادارې وياند په خپل فېسبوک او ټويټرپاڼه کې د هغه پر وژل کېدو خواشيني ښودلې ده.
په همدې حال کې د کندهار روغتون چارواکو هم دامنلې چې ښاغلي پتيال د ژورو ټپونو له کبله روغتون کې ساه ورکړې ده.
سيمه ييزو چارواکو ويلي دي چې بريدگر تښتيدلى خو ويلي دي چې په هغه پسي لټه روانه ده .
عبدالقديم پتيال د کندهار ترټولو يو ځوان چارواکى وچې تردې وړاندې د همدې ولايت د اطلاعاتو او کلتورد ريس په توگه يې دنده ترسره کړې وه .
خو ويل کېږي چې په خپلو چارو کې د ځليدا له کبله درې کاله وړاندې د مرستيال والي پر دندې وگمارل شو.
پرده د روان کال د نو روز په ميله کې هم بريد وشو خو ترې روغ رمټ ووت.
پتيال د کندهار د وتلو فرهنگي څيرو څخه و چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دندې پرمهال يې شاوخوا سل بېل بېل کتابونه چاپ کړي دي.
تراوسه پورې کومې ډلې د هغه د وژلو مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/11/141103_ms_kandahar_deputy_killing


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more