د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

افرین د نر ځويه!

lawangin
02.10.2014

[img:f0c08b95aa]http://nunnasia.s3.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/07/taliban-logo.jpg[/img:f0c08b95aa]

ملا محمد عمر: د «اشغال» د خاتمې لپاره نظامي او سیاسي هلې ځلې جاري ساتو!

نشرونکی: بلال ساپی

د طالبانو مشر، ملا محمد عمر مجاهد د لوی اختر په مناسب د تېر په
څېر یو ځل بیا د اختر مبارکۍ پیغام خپور کړی او یو لړ سیاسي او
نظامي پېښو په اړه یې څرګندونې کړي دي.
ملا محمد عمر ویلي چې دوی د «اشغال» خاتمې او په هېواد کې د
اسلامي حاکمیت، د ولس امنیت او ارامۍ لپاره به هر اړخیزې نظامي
او سیاسي هلې ځلې جاري ساتي.
د طالبانو مشر یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی چې د دوی په استازیتوب له
کوم بهرني یا کورني سیاسي لوري یا شخص سره اړیکې نېول یواځې

د دوی کار دی او بل هيڅوک یې نشي کولای.
«باید ووایو چې په سیاسي برخه کې له ټولو بهرنیو او کورنیو لوریو
سره تماس ساتل او اړیکې جوړول د افغانستان د اسلامي امارت تر
سیاسي دفتر پورې تړاو لري او د مشرتابه له اجازې پرته هېڅ لوری
او شخص حق نه لري چې د اسلامي امارت په استازیتوب له کوم
بهرني یا کورني سیاسي لوري یا شخص سره اړیکې ونیسي.»
ملا عمر زیاته کړې چې له امریکایانو پرته نور نړیوال د دوی پر
«داعیې او حقانیت» پوه شوي دي او ورته څرګنده شوې چې دوی د
خپل «مشروع حق» څخه د دفاع لپاره وسلې اخېستلو ته اړ کړل شوي
دي.
ده ویلي چې دوی له نړیوالو معتمدو جهتونو سره د مثبتو روابطو
قایمولولپاره هلې ځلې کوي او دوی د خپل راتلونکي په اړه د سیاسي
دفتر له لارې نړیوالو ته خپل پیغام رسولی.
د طالبانو مشر د ټاکنو پر پروسې د نيوکې تر څنګ ويلي چې د دغه
بهير جنجالي کېدو وښوده چې د بهرنيانو حيثيت او باور ته زيان
ورسېد.
«د اشغال تر سیوري لاندې د ټاکنو اوږده او جنجالي بهیر وښوده، چې
د هر ې ورځې په تیریدو سره د یرغلګرو اعتبار او حیثیت ته لازیات
زیان اوړي، لکه څرنګه چي موږ مخکې ويلي وو، نړیوالو او هیوادوالو
ولیدل، چې د ټاکنو په نامه تبلیغ شوې پروسه هسې د ولس د تېر
ایستلو لپاره وه او د افغانانو رایو یوازې نمایشي بڼه درلوده.»
نوموړي ویلي چې ولس اوس پرې دې پوه شوی چې امریکایانو پرې
«نا اهله او پردیو ګټو ته وفادار» مسلط کړي دي.
ملا عمر د امریکا اقتصادي حالت د رکود او په نړیوال کچه د امریکا د
حیثیت رالویدلو په اړه ویلي چې « امریکایان نن په افغانستان كې د
خپل تاریخ په ترټولواوږدې جګړې کې راګیر دي، د دې جګړې
ملاماتوونکي نظامي اومالي خسارات اوپه نړۍ واله سطحه د
امریکاحیثیت رالویدل هغه څه دي چې د امریکا د زوال نښې ترې
ښکاریږي.»
ملا عمر پر خپلو ملګرو غږ کړی چې د خپل «جهادي صف» یو کړي
او د ولس سره ښې او مضبوطې اړیکې ټينګې کړي.
ملا عمر بهرنیان په دې تورن کړي چې په افغانستان کې تنظیمي،
قومي، منطقوي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.
« داچې خارجي یرغلګر له ماتې سره مخ دي، اوس ډیر په دې هڅه کې
دي چې د افغان ولس ترمنځ د بېلابېلو تنظیمي، قومي، منطقوي او
مذهبي اختلافاتو په راژوندي کولوسره له افغانانو څخه دخپل شکست
بدل واخلي، زموږ ویښ ولس او مجاهدین باید کوښښ وکړي چې د
دښمن دغه توطئه هم د خپل وحدت په ساتلو سره شنډه او له ټولو هغو
کارونو څخه په کلکه ځان وساتي كوم چې دافغان مسلمان ولس وحدت
ته زیان رسوي.»


Samsor Afghan
26.10.2014

واه واه واه
ملا صیب د ژوندی وی له همدی منطق سره.
د لوی ملا سره یی مشکل سنګه شو؟
اوس اسلامی امت دی ومنی که لوی ملا؟ هههههههه

ملا په د دنیا د حورو مزی وکړی.


lawangin
26.10.2014

هو هغه خو دخلقيانو او سود خورو منطق ندی چې خپل ناموس
هر چېرته او په هر چا خرڅوي !!
اسلا مي امت خو جنګ کوي او منافقين یې هسې نوم په خوله اخلي
خو په حقيقت کې ددالري بادارانو ښځې دي !!

[quote:a061847bf1="Samsor Afghan"]واه واه واه
ملا صیب د ژوندی وی له همدی منطق سره.
د لوی ملا سره یی مشکل سنګه شو؟
اوس اسلامی امت دی ومنی که لوی ملا؟ هههههههه

ملا په د دنیا د حورو مزی وکړی.[/quote:a061847bf1]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more