د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پیمان امنیتی!

خلیل فنا
01.10.2014

پیمان امنیتی میان کابل و واشنگتن از یک طرف مخالفان مسلح دولت را مأیوس می سازد و از طرف دیگر مردم افغانستان را امیدوار به صلح دایمی می سازد. همين كه ميبينم كه ملت از خواب طولاني غفلت بيدار شده ، بسيار خرسند كننده است و حالا امید این میرود که نسل آینده به فکر جامعه خود شده به خشونت فکر نمی کنند. آزادي و برابری حق همه انسان ها است و ما باید این را بپزیریم که نفاق و تفرقه را دشمنان ما در بین مردم ما پخش می کنند همه ما از افغانستان هستیم و همه ما هم از نظر إسلامي و هم از نگاه قانون اجتماعي برابریم. اگر همه مليت هاي داخل افغانستان انسان دوستي و همديگر پذيري را رعايت كنند ، به زودي ما شاهد يك افغانستان پراقتدار و با ثبات در جهان خواهيم بود. این پیمان امنیتی میخ نا امیدی را بر قلب و تابوت دشمنان افغانستان فرو می کند و آرزوهای که در دل داشتند برای تسخیر کردن افغانستان توسط یک گروه جاهل و بی سواد به دیار ابدی می برند . هر کس که افغان است از افغانستان است.
به آرزوی متحد شدن همه اقوام مثل سال های گذشته که همه بدون تعبیض در پهلوی همدیگر زیست می کردند.


اجمل کوشش
01.10.2014

سلام کابلی صاحب
اول این که ما به خارجی ها در مملکت خود ضرورت نداریم که برای افغانها تامین امنیت کنند و دوم اینکه طالبان در زمان زمامداری خود با یک چوب یک منطقه را از هر نوع جرایم پاک می کردند. ای کاش امنیت که در زمان طالبان بود حالا می بود. در زمان طالب ها هیچ نوع تجاوز جنسی بالای ناموس مردم رخ نمی داد و حالا ببین که بی امنیتی تا چه حد رسیده است.


daud
01.10.2014

دامريكا سره دامنيتي تړون لاسليك كول يو لوى ملي خيانت دئ
نشرونکی: abdullah khan برخه: مقـــــالی او تبصرې 2014/09/29 0 387 کتني

لیکوال: د.ب.هیښ
د امريكا سره د امنيتي تړون لاس ليك كول يو لوى ملي خيانت دى ، ځكه
١- افغانستان د اشغال په حالت كى دى او تړون بايد د دوو مستقلو او سيالو لوريو تر منځ  وشي
٢- دا تړون لكه خپله كرزى چى وايي دمجبوريت له كبله عقد كيږي او هر څه چى دمجبوريت په اساس وي دمجبور لوري منافع ، غو ښتنى او موقف په نظر كى نه نيول كيزي، بلكى دجابر خواهشات به بر اورده كيږي.
٣- دا تړون هيڅ سياسي، امنيتي، اقتصادي او اجتماعي مفاد د افغانستان د اولس دپاره نه لري ، ځكه د اشغالكرو امريكايانو په راتګ  سره سياسي قدرت جنګي جنايتكارانو او دملت د قاتلانو ته دامريكايانو په  وسيله وركړل شو ، هيڅ  بنسټيزه پروژه پياده نه شوه او يوازى دمطبوعاتو له لوري دميلياردونو ډالرو دمرستو اعلانونه مو واوريدل ، چى دداخلي او خارجي مافيا په جيبونو كى ولويدى او ملت نور هم فقيرتر شو ، د امنيت په ځاى جنګ  نور هم شديد او وسيع شو او د افغان وينه مباح و ګرزيدله ، دافغان اولس قتل عام يوه دولتي -تروريستي پاليسي و ګرزيدله او دملي اتحاد په ځاى د قومي -ژبني-مذهبي-سمتي او توكمي تعصبونو د فتنو اور ته په شعوري شكل  د امريكايانو تر حمايت او دستور لاندى لمن ووهل شوله او دملي تفاهم په ځاى  دملي نفاق مصيبت تحميل شو ، د خلكو اجتماعي حالت د امن او ثبات په عوض  د يونيفورمي او غير يونيفورمي حرفه اي او مسلكي قاتلانو او تجاوز ګرانو له لوري د څنګل  په وحشت بدل شو، چى نه د سر او نه د مال او ناموس خونديتوب شته او نه احترام، نو په كوم منطق او عقل به څوك د١٣ كالو دمجرمينو نه دخير تمه ولري او اعتماد به پرى وكري .
٤- دا تړون هيڅ اجرايي ضمانت او اعتبار نه لري  ، ځكه د افغانستان مطلق اكثريت ورسره مخالفت لري ، د همدى وجهى په اساس به جنګ نور هم شديد او اوږد شي.
٥-  امريكايان به هيڅكله په افغانستان دهمسايه ګانو مريى او نامريي، مستقيم او غير مستقيم تجاوزونه او مداخلو ته دتقابل پاليسي په مخ بو نه زي ، ځكه  دامريكايانو ستراتيژيك منافع د افغانستان دهمسايه ګانو سره خصوصاً دپاكستان سره تر افغانستان مهمى او حياتي دي  او په  افغانستان كى خفلو اډو ته د اكمالاتو دسر ته رسولو له باره دهوا او ځمكى له لارى بى دهمسايه ګانو درضايت نه امكان نه لري ، نو په كوم منطق او قيمت به امريكايان  پاكستان او نورو ته شا او افغانستان به په غيږ كى ونيسي او دافغانانو د ملي منافعو د حفاظت سره به دپاكستان په تاوان اقدام وكري . نو د  ځينو كوتاه فكرو دا استدلال چى ګواكي امريكايان به دافغانستان دهمسايه  ګانو دمداخلو مخه ونيسي بى اساسه او غير منطقي ده او د همسايه ګانو د لا زيات مزاحمت او توطيه سازى سبب به شي .
٦- امريكايان هيڅ  محلي ، ملي ، منطقوي او بين المللي اصولو او قوانينو ته نه تعهد لري او نه احترام ، چه څه  يى زړه غواړي  هغه كوي نه د يوه ملك استقلال او نه ارضي تماميت ورته محترم دى او نه يى عنعنات او دين ، لكه چى د امريكا تاريخ او دا ١٣كاله موجوديت يى په افغانستان كى دا مساله  ښه ثابته كړه ، نو د دى قرارداد په عقد كولو دهغوى وحشيانه سياست ته رسمي جواز وركول دي .
له دى كبله هيڅ  افغان به چى ازاد  ضمير او بيدار عقل ولري دخپلى ازادۍ، استقلال او خود اراديت دلاسه وركولو په قيمت د خايينانه معاملى ته حاضر نه شي، بلكى ددى ملي خيانت په مقابل كى به مبارزه وكړي.

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more