نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
****د استقلال د څلي فرياد
څاروان
13.03.2005
.................................................... [color=green:8858bae429]د استقلال د څلي فرياد[/color:8858bae429]
پرون سهار چې زه خپل دفتر ته د استقلال د ورځې د رخصتۍ له امله تللي نه وم. غوښتل مې چې د خپلو خپلوانو د ليدلو لپاره خيرخانې مينې ته ولاشم اوپه زړه كې مې ويل چې له هغې خوا په له ځان سره له منډوي نه سودا هم راوړم، سهار مهال چې له كوره و خوځيدم په ښار كې زياته ګڼه ګوڼه وه، له محمود خان پله نه چې واوښتم او موټر د قبلې په لور روان شو، [color=darkred:8858bae429]په زړه كې مې راتېر شوو چې راځه د استقلال د څلي خواته ورشه يو خو به هلته شهيدانو ته دعا وكړم او بل به د استقلال د څلي زيارت هم وكړم خو كله چې له موټره پلي شوم او د استقلال څلي ته پر غځيدلي سرك روان شوم هلته د باندينيو قواوو ډير زيات نقليه وسايط او شوبلې ولاړې وې، په ډير تكليف او له ډيرې پلټنې وروسته مې ايله ځان تر څلي ورساوه.[/color:8858bae429]
د شهيدانو ارواته مې ددعا په هيله دواړه لاسونه لپه كړل او ځان مې ډير خوشحاله باله چې د استقلال ورځ لمانځم، او د استقلال په څلي مې سترګې خښې وې، [color=blue:8858bae429]خو هغه راته د حال په ژبه داسي وويل:[/color:8858bae429] [color=indigo:8858bae429]آه ما اوس څه كوئ؟! ما ونړوئ؟! زه مو دڅه لپاره دلته دنګ درولى يم ماته اوس ځان په دې ځاى كې بې ګټې او پيغور ښكاري، پرون مو چې يرغلګرې انګريزي قواوې د خپلې توري په ميړانه له دې هيواده وشړلي، زه مو د خپلواكۍ د لاسته كولو په وياړ دلته ودرولم خو اوس د همغو شړل شويو قواوو په دوړو پټ يم، هغوى تل زما په خواكې په ډير غرورو سره تيريږي او په سترګو كې راته وايي: ته اوس دلته د څه لپاره ولاړيې! ستا درېدل اوس دلته د بې معنا كالبوت په څېر دي، كه چېرته ستا پر بدن يوه ودانۍ ولاړه واى هغه به ډيره ښه وه له دې نه چې اوس دلته بې ګټې ولاړيې!؟ او ډير قيمتي ځاى دې په داسې حال كې نيولى چې د كابل د ځمكو پر سر سر شكونى روان دى.
زما ګناه څه ده! زه خو ستاسو د نيكونو او وياړونو يادګار وم، مابه تل تاسې د هغوى ميړانې دريادولې، آيا زما په تن كې د هغوى د تورو او سرښندنو په زرګونو داستانونه پراته نه دي؟! اوس پرما ولې خاورې اړوئ؟! له تاسونه خو د خپلو نيكونو وياړونه پردو يوړل، ستاسي پر سر اوس نه د احمدشاه بابا هاغه د غيرت پټګى شته او نه مو په لاس كې وزير اكبر خان هغه توره او نه هم د ملالي هغه پړونى، ماته هغه ورځ ښه په ياد ده چې انګريز يرغلګرو قواوو مشر ميكناټن ددې خاوري يونوميالي بچي وزير محمد اكبر خان په خپله توره (په حضوري چمن كې) وواژه او نورې قواوې ملاماتې او مړ ژواندې له دې خاورې سر ټيټي ووتې، خو اوس ددې ولس بابا (محمد ظاهر شاه) همغو يرغلګروته پر هيوا د تاړاكونو شاباسئ وركوي، ددې هيواد د ازادۍ ستر نښانونه د همغو پر اوږو ورټومبي!؟[/color:8858bae429]
[color=white:8858bae429]ما چې لاسونه د دعا لپاره لپه كړي وو همداسې پاتې شوه او د څلي خبرو ته مې په ټيټو سترګو غوږ نيولى ؤ له ماسره ځواب نه وو او هغه ته مې داسې ځواب وركاوه:[/color:8858bae429]
زه اوس د خاورې آبادي غواړم، له جنګ نه نور ستړى يم، زه دامهال د فشار په مرض اخته او د ويني شكر هم لرم، زما كورنۍ رانه اپارتمانونه غواړي، بې وسه يم، په نس وږى يم، جيب مې تش ده ، ما پريږده چې يوڅه وخت په ارام ژوند تېركړم، دلته راغلى نوى فرهنګ [ديموكراسي] زما اند ، زيارونه بدل كړل زما له سره يې د خپل نيكه پګړۍ ښكته كړه ځكه خو اوس تاته ددې نوي راغلي ميلمه په جامه كې ولاړيم.
له ما څه مه غواړه زه بې وسه يم ماته د خير تمه مه كوه زه اوس داسې بي احساسه ژوندى سارى يم چې د بې غيرتۍ پر ليدو سره جذباتي كيږم نه، له مانه اوس د خپل دين لارښوونې پاتې وبوله، پرې مې ږده چې يوڅه وخت آزاد وګرځم ، زه اوس د خپل دين په لاره تللى نه شم كه نه بيا به مې ځان ته ګواښ متوجه شي او هرڅه به مې له لاسه ووځي.
اوس چې ټوله نړۍ د كمپيوټر په مزي تړل شوې زما زړه هم غواړي په دې منډو ترړو كې له نورو سره له كوم توپير پرته اوږه په اوږه برخه واخلم له نوې نړۍ “لويديځ” سره په يوه ميز د سولې په فضا كې په نوې جامه او نوي فكر خبرې او دوستي كول غواړم، زه اوس له پخوانيو دوستانو بې زاره يم، زما نوي راغلي ميلمانه دوستان ماته ډير په زړه پورې دي پر ما اوس ځان ډير ګران شوى زه نه غواړم له نړۍ نه شاته پاتې شم ماته د زړه آزارولو او ځان په عذابولو او ويني تويولو خبرې مه كوه زه اوس داسې يم او داسې شوم او داسې كېدل غواړم!! هيله ده خفه نه شې!
د خداى په آمان
-------------------------- د بې زړه ليكنه
له څرك مجلي څخه په مننه
---------------------------
د صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله
څاروان
mahboob
13.03.2005
ټولو دوستانو ته سلامونه .
څاروانه وروره چاچي هم دا ليكنه كړي ګوتي دې په جنت شي او تاسي ته دي هم خداي اجر دركړي چي دلته مو داليكنه رانقل كړي .
ديموكراسي خو خلكو ته داسي ټوكي وروكړې چي حتى اوس يي ديموكرات صاحبان هم په نوم اخيستلو شرميژي او د_خپلواكي اولسواكي -غوړ نوم يي ورته وركړى خو ډير ژر به خلك دخپلواكه اولسواكي اصلي څهره هم په خپلو سترګو وويني بيا به دديموكراسي مينان څه نوم پرې ژدي ؟
داسلامي افغانستان دازادي په هيله .
څاروان
15.03.2005
محبوبه وروره زما سلامونه هم ومنه.
وروره له ليكني څخه دي مننه او دا ثابته خبره ده چه شعارونه دائماَ غوړ وي خو د شعارونو وركونكي په عملي ميدان كې په خپلو ژمنو كې هميشه پاتي راځي.
څاروان