د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

امنیت: دصلحې ضمانت

اتل
19.09.2014

د فورم محترمو ګډونوالو، السلام علیکم
پاکستاني طالبانو په څو تیروکلونو کې په خيبرپښتونخوا صوبه کې ٧٥٠ سکولونه سیزلي، نړولي او د هلکانو او جونکو پرمخ تړلي وو. په څو تیرو هفتو کې چې د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو پرخلاف مځکني او هوايي عملیات پیل کړيدي، په "خيبرپښتونخوا کې ترهه گرۍ ځپلي شوي او ٦٥٠ سکولونه فعال شوي دي".

د اسلام مقدس دین د علم او کمال د حاصلولو حکم کوي او پر مسلمانانو، خوپه تبره بیا په حکومت او هغو ډلو او مشرانو چې پدې لاره کې د خدمت جوګه دي، لازم کیږي چې د ښونځیو په تکثیر کې جدو جهد وکړي، خو پاکستاني طالبانو د اسلامي ارشاداتو پرخلاف عمل کړیدي.

اوس چې په خیبر پښونخوا کې امنیت راغلئ، صلحه یې هم په ارمغان راوړې ده، او ورسره هم د ولسونو ورځنئ ژوند عادي بڼه غوره کوي. امنیت د صلحې، صلحه د آبادۍ او ښیرازۍ زیرئ راوړي، او ترهګري بی امنیتي راوړي، صلحه له منځه وړي او د بدبحتۍ او تباهۍ پیغام راوړي. خو طالبان د ولس په تباهۍ کې خپله بقا او نیکمرغي لټوي او ژورې غوندې د ولس د وینې په زبیښلو پايي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more