د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو د بدخشان د څلور ولسوالیوترمنځ د ارتباط سرک قطع کړئ.

میرویس
11.09.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه.
طالبانو د بدخشان د ځلور ولسوالیو تر منځ سرک چې د ګڼولسونو دپاره یې د ښارګ اهمیت درلود داسې قطع کړئ چې څو ورځې یې ددغو ولسوالیو ولسونه د بې نطیره مشکلاتو سره مخ کړیدي.

طالبانو چې دا عام لمنفعه سرک بند کړئ د ولس موټرونه نشي پرې تللئ، خو پخبله دوی برې تللئ شي. طالبانو پرځای ددې چې د مسلمه امت دپاره خدمت کړئ وي، هغوی ته یې کړاوونه پیدا کړیدي.

طالبانو ته دا مهمه نده چې څوک ځوریږي او ځوک قتل کیږي، بلکه دا ورته مهمه ده چې څنګه خپل هدفونه پوره کړي. طالبان د افغان ولس سره ددې دپاره دښمني کوي چې د افغانستان او افغانانو دښمنانو یعنې خپل باداران خوشحاله کړي.
دا لاندې رپوټه بي بي سي خپورکړیدئ:
====

د خپريدو وخت: 12:08 گرینویچ - چارشنبه 10 سپتمبر 2014 - 19 وږی 1393
سیمه ییز چارواکي وايي که حکومت ددغې ستونزې د حل لپاره ژر ګام اوچت نه کړي نو د څلورو ولسوالیو خلک به سختو ستونزو سره مخ شي.
د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد او اشکاشم ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لویه لار د یوه پله څنډې ویجاړې شوې چې ورسره د دغه ولایت څلور سرحدي ولسوالیو ته غځېدل لار هم تړل شوې ده.
دغه پل د بدخشان په ناامنې ولسوالۍ وردوج کې له ګټې اخیستنې ایستل شوی.
ورته مطالب
• د بدخشان کران او منجانو د سقوط ضد او نقیض ادعاوې
• بدخشان کې یو پُل د زرګونو وګړو ژوند اسانه کوي
• د بدخشان وضعیت ارزونې لپاره پلاوی ټاکل شوی
تړلي موضوعات
• د افغانستان ټولنه
په دې اړه خوشحال تایب په خپل رپوټ کې لیکي: دغه پل د وردوج ولسوالۍ په کزده کلي کې پروت دی، چې داود خان د حکومت پر مهال په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی وو. د کزده پل د اشکاشم سرحدي ولسوالۍ د بدخشان له مرکز فیض اباد سره تړي.
هره ورځ پر دغې لارې لسګونه لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور په وینا مخالفو وسله والو غوښتل چې دغه پل د چاودېدونکو توکو په وسیلې والوځوي، خو دغه پل د سیند دواړو غاړو ته د هغوی د تګ راتګ لپاره هم مهم بلل کیږي نو ځکه یې د پله په دواړو غاړو کې سترې کندې ایستلې دي او د موټرو د تګ راتګ پر مخ یې لار تړلې ده:
''زموږ یو سوکواټور د یوې پروژې د کار لپاره د زیباک ولسوالۍ په لور روان وو. مخالفینو هغه د کزده له پله سره ګرځولی او د پله دواړه خواوې یې یو کنده ایستلې. دوی پل نه دی نړولی خو لار یې بنده کړې ده. که دغه پل ونړیږي نو له ځینو سرحدي ولسوالیو لکه زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان لارې د بدخشان له مرکز سره پرې کیږي. چې خلکو ته به اقتصادي او نور زیانونه واړوي.''
د وردوج ولسوالۍ لار له اوو میاشتو راهیسې د دولتي او ځینو نورو کسانو د موټرو پر مخ تړل شوې، ځکه په سیمه کې مخالف وسله وال ډېر واکمن دي.
له دغې لارې د زیباک، اشکاشم، واخان او شغنان ولسوالیو سربېره هغه کسان هم تیریږي چې د پآمیر په سیمه کې له بدخشان سره پر پوله ګډ سوداکریز بازار ته تګ راتګ کوي.
د سیمې د خلکو په وینا که د دغې لارې د بیا پرانیستو لپاره چټک ګامونه اوچت نه شي، کیدای شي د خلکو پر ورځني ژوند ژورې منفي اغېزې وکړي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/09/140910_hh-badakshan_province_afghanistan.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more