د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو د القاعدې سره کولمه وشکوله.

اتل
10.09.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
زموږ د قدرمنو طالبانو نه تل غوښتل شوي چې د القاعدې نه خپله لار بیله کړي، ځکه چې طالبان په افغانستان کې د خپل حکومت د ټینګولو دپاره جنګ کوي، او القاعده نړیواله ترورستي آجنډا لري.

د القاعدې مشرډاکتر آیمن الظواهري چې په عراق اوسوریه کې دداعش دډلې دنفوذ نه په ویره کې دئ، نویې ملامحمد عمر آخند ته خپل بیعت یو ځل بیا تازه کړ، او دالقاعدې دپیاوړتیا د ښودلو دپاره یې د هند په نیمه وچه کې د خپلې ترورستي ډلې د څانګو د پرانیستلو تشې لاپې پټاکې وکړې.

له یوې خوا د هند مسلمانانو پدې برسیره چې د الظواهري څرګندونې یې وخندلې وویل چې ددې ترورستي ډلې په مقابل کې به وجنګګیږي.

له بلې افغان طالبانو د ناتو دغونډې نه د غوښتنو په خپله بیان کې وویل چې دوی پدې باور دي چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دئ او دوی به نه پر بل ملک تیرئ وکړي، نه به بل ملک ته په افغانستان د تیري اجازه ورکړي، او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې د افغانستان د خاورې نه په بل ملک تیرئ وکړي.

طالبانو په خپل دې بیان کې د خپل تحریک او القاعدې تر منځ د بیلتون روښانه کرښه کش کړه. طالبانو اشارتاً وویل چې القاعده د هند په نیمه وچه او ټوله نړئ کې تشدد کوي، خو طالبان خپل افغانستان غواړې، د نورې نړۍ سره سروکار نلري.

طالبانو دا هم واضح کړه چې، چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان نه په بل ملک تیرئ وکړي، یعنې بیا به القاعدې ته په افغانستان کې سیب ځای ورنکړي اود افغانستان نه به بیا د القاعدې دتروریژم مرکز جوړ نکړي چې په خارج کې حملې وکړي او د افغانستان نه د جنګ میدان جوړ کړي.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more