د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

متل: که ولي نه یم، خالي هم نه یم.

میرویس
08.09.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
دا متل خو تاسې اوریدلئ دئ چې وایي: [که ولی نه یم، خالي هم نه یم].
دلته دولي او ولایت خبرې نشته، خو څوک چې ورځني مسائل تعقیبوي او سوچ ورباندې کوي، کیداي شې د روانو او تیرو حالاتو په رڼا کې د راتلونو حالاتو د واقع کیدو، که سل په سلو کې نه وې ،نو اتیا فیصده پنه ولګولئ شي.
ما دغه لاندې تحلیل د روان میلادي کال د مې د میاشتې په دوولسم تاریخ په همدې فورم کې کړئ ؤ چې کټ مټ صحیح راوخوت. او ثبوت یې هم زما دپخواني تحلیل نه چې دلته مې رانقل کړيدئ، وروسته ولونئ:
======
May 12/2014
د قبایلو د تسخیردپاره لویه ستراتیژي
د فورم ډیرو ګرانو شریکباڼو، السلام علیکم
افغان طالبانو او القاعدې په سیمه کې د اوږدې مودې د بقا او بالاخره د طالبانو د اسلامي امارت د تاسیس دپاره د خپلې لویې سیمه ایزې ستراتیژۍ د عملي کولو په مقصد دیوې تشدد آمیزه قوې په توګه دپاکستان طالبانو خلق کړل. ددوی اصلي هدف داؤ چې د پاکستان طالبان په قبایلو قبضه ولګوي او د القاعدې او افغان طالبانو دپاره سیمه ایزه اډه شي.

القاعدې ددې هدف د پوره کولو دپاره خالد عمرخراساني د یوه مساعد شخص په توګه غوره کړاوو یې روزه. القاعدې په مدار مدار د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د خراساني قدر او عزت زیات کړ او د وخت په تیریدو د خراساني اثر او رسوخ په پاکستاني طالبانو کې اوج ته ورسید.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د تیرې جمعې په ورځ د شهریار او سجنا تر منځ دجګړو د ختمولو دپاره د القاعدې دغه لاس کوڅئ د سجنا په عوض دشمالي او جنوړبی وزیرستان د طالبانو قوماندان مقررکړ. د سجنا په ماقوفۍ کې القاعدې مستقیم لاس لاره. دهغه تقرر نه یوازې دا چې دغه شخړه ختمولئ نشي، بلکه د پاکستان د طالبانو په تحریک کې داختلافونو په اورد تیلو اچول دي.

اصلاً ملا فضل الله دعمرخالد خراساني په نوې مقررۍ د القاعدې دا آرزو پوره کړه چې په پاکستاني طالبانو کې اختلافات زیات کړي ترڅو القاعده يی ولوبولئ شي او خپل هدف ته درسیدو په لار کې د یوې وسیلې په توګه کار ترې واخلي
===
دالاندې رپوټ چې تاند خپور کړېدئ، زما د تحلیل قاطع ثبوت دي:
پاکستاني طالبانو خپل یو مهم قومندان د ملاعمر پرضد د دسیسې په تور وشاړه
• Sunday, 7 September 2014 21:04
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د خپلې ډلې یو مشر عمر خالد خراساني وروسته له دې له تحریکه وایست چې نوموړی یې د افغان طالبانو د مشر ملاعمر پرضد په دسیسې جوړولو او د طالبانو په تحریک کې د نفاق پیدا کولو په هڅې تورن کړ.
د پاکستان ډان نیوز په یوه راپور کې وویل، د طالبانو سرچینو ورته ویلي چې د پاکستان د طالبانو له تحریکه د دې ډلې د مومند ایجنسۍ د امیر محمد، چې په خالد خراساني مشهور دی، د غړیتوب د لغوه کولو پرېکړه د ملا فضل الله په مشرۍ د طالبانو د تحریک د شورا په غونډه کې وشوه.
په دې غونډه کې د طالبانو مهمو قومندانانو برخه لرله.
پر خالد خراساني تور پوري شوی چې د افغان طالبانو د مشر ملا عمر، چې په پاکستان کې اوسي، پرخلاف دسیسه جوړه کړې، د جناد حفضه او احرارالهند له پټو تنظیمونو سره اړیکې لري او د جماعت الاحرار په نوم یې یوه یاغي ډله جوړه کړې ده.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د خالد خراساني کارونه د پاکستان د طالبانو د تحریک د هدفونو په تاوان دي.
د ډان نیوز راپور وايي په وروستیو کې خالد خراساني د ملا فضل الله د اوامرو سرغړونه کوله او ویل یې چې د نوموړي مشري نه مني.
پاکستاني رسنۍ تل د خپلو طالبانو په منځ کې د اختلافاتو خبرونه خپروي خو څرنګه چې د طالبانو اکثره کارونه مرموز او پټ دي عموماً حقایق په دقیق ډول نه څرګندېږي.
http://www.taand.com/archives/30536


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more