د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کابل پښتانه

م ن غروال
12.03.2005

مينه والو ورورسته له سلامو او نېکې هيلو!
چا ته به معلومات او پته وي چې کابل کي څومره اوسيدونکي پښتانه شته او خپله کابليان څو په سلو کي پښتانه دي؟
دا راته ډيره مهمه ده ځکه چې داسي ويل کيږي چې کابل کي بايد د پښتو ژبې ښوونځي نه وي٠ په درناوې


ازادخيال
23.08.2005

که څه هم ښاغلي کرزي ته احترام لرم ، خو هغه دچا خبره په ښاغلي کرزي کې هم د مجاهدينو يو شنګ شته. ښکاره ده چې دښوونځيو په ځای به مدرسو ته ارزښت ورکوي ترڅو خپل پخواني مجاهد دوستان خوشاله وساتي. کله کله خو دخاين احمد شاه مسعود قبر ته هم ځي او هلته دعقيدت ګلونه ږدي او هغه ته خپل نږدي دوست وايي



هيواد شېرزاد
25.08.2005

متل دی : په ړندو کې يو سترګی پاچا وي .


کټوازی
28.08.2005

دکابل پښتانۀ ؟
پۀ ژبه يې خو يې پښتانۀ نسم بللی البته پۀ خټه يي بايد وبولم !!!
ځکه چې سم روغ پښتون به وي ، د ورور پر ځا ی به د بردار کلمه درته کاروي ،که هر څو ورته ووايې چې پښتون يم او پۀ فارسي نه پوهېږم ، خودی ولاکه له خپل خرۀ درته کښته شي ،پۀ پردۍ جامه کې ځان پټ بولي او وياړي پرې !!!
دا زما دسترګو ليدلی حال دی !


کټوازی
03.09.2005

[color=darkred:3a1dd2b6d4]ښاغلی کوشان ، سلامونه مې ومنئ[/color:3a1dd2b6d4]
[color=indigo:3a1dd2b6d4]که تاسې واياست چې دنورو ژبود توريو، ټکيو د راوړنکي او کارونکي ( چې يو ليکوال يې له اړتيا سره سم پۀ خپلو ليکنو کې راوړي اويا يې کاروي ) او هغه چا چې خپله ژبه يې کورټ پر ېښې وي ،تر منځ بايد توپير ونه شي ، نو دا پرته له دې چې زموږ ما غزۀ بې ځايه راخراب کړې بله مانا ولاکه لري [/color:3a1dd2b6d4]
[color=indigo:3a1dd2b6d4]ځکه پۀ نړۍ کې کومه هغه ژبه ده چې له نورو ژبو څخه اغېزمنه نه وي ياني د نورو ژبو څخه دې يې پورنه وي کړی اود ( Adoptism ) برخه دې و نه لري !!؟ [/color:3a1dd2b6d4]
[color=indigo]کوشان وروره لږ خبرې ته فکر کوه بيا خپله پوښتنه پنځوه ، که خدای کول هرې پوښتنې او ليکنې ته به دې پۀ مينه اوبشپړ علاقه ، جواب وايو !


کټوازی
05.09.2005

ښاغلی کوشان ، سلامونه مې ومنئ !
څومره به ښۀ وای چې تر دې وړاندې دې ويلي وای ،
[color=indigo:cccd0a454b] ( تاسی به په کابل کی کوم غلط پښتون سره به په مخ شوی ياستی. په کابل کی هم په ژبه مين پښتانه شته او دوی خپلی پښتو سره حتی تر عربی او پارسی ژبی هم زياته مينه )[/color:cccd0a454b]
خو خير د [color=indigo:cccd0a454b]دېر أيد درست أيد پۀ مصداق [/color:cccd0a454b]، چې اوس دې وويل هم ډېره ښه ده ، ځکه چې ستاسو خبره هم تر يوۀ ځا يه اړخ لګوي ، خو مګر زۀ د کابل د عامې فضا خبره کوم چې تر هغو پښتنو يې شمېر يو پۀ زره زيا ت دی ، چې د زړۀ پۀ وينو يې د پښتو ، پښتنوالې اوپښتونيت بڼ سمسور سا تلی دی !!!
تاسو واياست ،
[color=darkred:cccd0a454b] ( داسی فکر ونکړی چه زه ولی د کابل د پښتنو دفاع کوم، زه په خپله د جرمنی د پښتنو نه يم ، ولی پښتون چی د هر ځای وی او که په هر مذهب او اند وی ،زه ېی شاته ولاړ يم. )[/color:cccd0a454b]
دلته دې ولاکه پۀ مطلب رسېږم ، ځکه چې له يوې خوا دټولو پښتنو تر شا درېږې ، ( که پۀ هر مذهب او أند ولې نه وي )
او له بلې خوا له خپلې خبرې بېر ته اوړئ اوهغه پښتانۀ چې د سو سياليزم او يا دطالب نائزشن أندتوګه لري له خوا څخه يې شړئ ، يا ستاسې پۀ دود دلچسپی ورسره نه لرئ ، تاسې واياست :
[color=indigo:cccd0a454b]ولی هغه پښتنو سره چه د سوسياليزم او يا د اسلام دپاره نور پښتانه وژنی ، هيڅ دلچسپی نلرم . ) [/color:cccd0a454b]
بله داچې تاسې خپل ځان د جرمني له پښتنو څخه بللی ، خو سر مې پرې خلاص نه شو ، چې تاسې ځان پۀ جر مني کې پۀ کومو پښتنو کې ګڼئ ، له افغانستانه دا اوس پنځه ويشت کاله وړاندې تللي پښتانۀ او که جرمنيان ؟ ( [color=darkred:cccd0a454b]ځکه چې جرمنيان خو هم پۀ خټه افغانان ياني أريايان دي ) [/color:cccd0a454b]


م ن غروال
23.09.2005

ښاغلۍ کوشان ورور سلامونه ومنئ!
د بخښنې په غوښتو معذوره مې وبولئ چې لا تر اوسه ستاسو ليکنو ته مې ځواب ونشو کړاي ووايم٠
لکه څنګه چې تاسو هم ويلي دي دا درسته ده خو په پښتنو کي داسي څوک به پيدا نکړئ چې دغه اصل ټکي ته پاملرنه وکړي او يا د پښتنو لپاره په کابل کي ښوونځۍ جوړ کړي٠
يوازې د رحمـان بابا او خوشحالخان لېسې بسنه نه کوي٠ بايد چې له دغو درو لېسو حبيبيه، اماني، او استقلال له لېسو يوه خو يې لااقل د پښتنو لپاره په پښتو ژبه واړول شي٠
خو کرزۍ صاحب او هېواد مل صاحب چې د قانوني څېرو غوندي د معارف وزير ټاکي او د پښتو کلمې کارول د ملي سرود په لومړي سر کي، هم ناخوښونکي بولي نو پښتانه به آخر نن سبا چاته مخ واړوي٠
واقعيت دا دي چې پښتانه دومره باانصافه خلک دي چې د قدرت په رسيدو خپل د ټبر خدمت يې هېر شي او تر څو چې يې په وسه وي د نورو په چوپړ کي وي٠
دلته ټول ليکوالان پښتانه دي او د پښتو پښتو چغې به هم وهي خو که د پښتو لپاره د خدمت څه وليکۍ نو بيا به يو يا دوه کسه پيدا کړئ چې که کومه کلمه او يا جمله يې وليکله او يا خو به يو ټکۍ هم ترې ونه ګورئ، بس ټول دنړېوالو او فلسفي او ساينسي او نورو لوړو علمي تخنيکي د ستونزو حل و فصل باندې لګيا دي او ددې لپاره چې بايد پښتنو ته څه وشي وليکي له بده مرغه وخت نلري٠ نو د ګېلو به څه منطق ولرو؟
خو زه په تېره بيا له تاسو په دغه ليکنه او زړه سواي چې د پښتنو لپاره يې لرئ د زړه له کومي مننه کوم٠
په درناوې
م٠ ن٠ غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more