د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د پاکستاني طالبانو د نفاق اسباب

میرویس
05.09.2014

ګرانو وطنوالو، پاک رب مو په نیکۍ مل شه، السلام علیکم
په څو تیرو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې داسې اختلافونه لویدلي چې دا تحریک یې په ډلګیو وېشلئ دئ. اول د سجنا ډله د خالد خراساني سره د اختلافونو او د یو اوبل د ډلو د قوماندانانو او افرادو د وژل په وجه د ټي ټي پي نه جلا شوه.

اوس ددې تحریک نه یوه بله ډله بیله شویده چې د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین تبصره ورباندې کړیده او عوامل یې چې پښتون ولس ته ان د پخوا نه جوت وو، یویوپه ګوته کړیدي.
===
'طالبان د مالي ګټو لپاره وېشل شوي'
خادم حسين وايي، د وسله والو ډلو د وېش درېيمه وجه د پيسو او نورو مالي ګټو پر سر تقسيم وي.
03.09.2014
د سياسي چارو کارپوه خادم حسين په پاکستاني ورځپاڼه ډان کې ليکي چې په دې وروستيو کې د وسله والو يوه ډله له تحريک طالبان پاکستانه جلا شوه او د جماعت الاحرار تر نوم لاندې يې يوه نوې ډله جوړه کړه.
د ليکوال په خبره په نوې ډله کې زياتره جګړه مار د مومندو او باجوړ دي خو پکي د اورکزو هم ځيني قومندانان شامل دي.
دغه وېش ته په پام سره خادم حسين د وسله والو ډلو د وېش لاملونو جاج اخلي.
د ده په خبره په نړۍوالو او سمه ییزه کچه که وکتل شي نو کله چې هم د وسله والو لويه ډله ماتې خورې نو بيا ځان په وړو وړو ډلو کې و ويشي.
نو د ليکوال په خبره دغه کړنلاره د وسله والې ډلې عمر نور هم زيات کړي او وروسته بيا بيرته يو اتحاد جوړ کړي او دا شان خپل ګډ هدف پر مخ وړل پيل کړي.
دده په خبره د وېش دوم وجه په نظرياتي بنيادونو تقسيم وي.
د ليکوال په وينا جماعت الاحرار پر تحريک طالبان تور لګوي چې د شريعت نافذولو له اصل هدف يې مخ اړولی دی او دوی دا هوډ کړی چې د افغانستان د ملا عمر په شان به په پاکستان کې شريعت نافذوي.
خادم حسين وايي، د وسله والو ډلو د وېش درېيمه وجه د پيسو او نورو مالي ګټو پر سر تقسيم وي.
د ده په خبره په پاکستان کې وسله والو ډلو له جنګه کاروبار جوړ کړی دی او د پيسو لپاره تښتونو، د منشياتو سمګلنګ، کلنګ، د انساني او ګاډو د سمګلنګ له لارې پيسې لاس ته راوړي.
ليکوال د تحريک طالبان پاکستان د دننه سرچينو په حواله وايي، چې د حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته مختلفو کمانډرانو سترګې پر دغه کاروبار او پيسو ساتلي دي او هم دا وجه ده چې د نوي مشر د ټاکلو پر سر په دې تنظيم کې اختلافات وو.
خادم حسين امکان څرګندوي چې کېدلی شي د حکيم الله تر مرګه وروسته نویو مشرانو ته دغه کاروبار نه وي سپارل شوی نو ځکه نورو کمانډرانو پخپله د دې کاروبار کولو فيصله کړې وي.
نو د ليکوال په وينا کيدلی شي همنظره کمانډرانو فکر کړی وي چې د جماعت الاحرار په جوړولو سره دوی په آسانه سره دغه کار کولی شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more