د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ډاکترظواهرې دالقاعدې په کالبوت کې نوې سا پوکوي

اتل
04.09.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د القاعدې مشر ډاکتر آیمن الظواهري چې د ابوبکر بغدادي د بغاوت سره مخامخ شوئ اوس دالقاعدې د مړژواندې بدن د رغونې دپاره ناکام کوښښونه کوي. ددې دپاره چې بغدادي یې رټلئ وي، ډاکتر ظواهري په بیړه ملا عمر ته خپل بیعت بیابیا تائید کړیدئ.
الظواهري په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې القاعده خپله یوه څانګه جوړوي.په دغه وېډیو کې د الظواهري له څرګندونو ښکاري چې د "هند نیمه وچه کې د القاعدې شبکې څانګه" به په برما، بنګله دېش او د هند په زیاترو مسلمان مېشتو سیمو کې فعالیت ولري

په دغه ۵۵ دقیقه ییز پیغام کې الظواهري د افغانستان د طالبانو د تحریک له مشر ملا محمد عمر سره خپل بیعت اعلان کړی او وايي چې په هند کې د القاعدې شبکې څانګه به په ختیځه اسیا کې ''د جهاد بیرغ رپانده'' کړي.

د القاعده او داعش ترمنځ اختلافات په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې راپورته شول چې د ابو بکر بغدادي ملاتړو په سوریه کې په سر پرې کولو، اعدامولو او نورو سختو سزاو لاس پورې کړ.

الظواهري باید خپل سر په ګریوان کړي او دا پوستنه له ځان څخه وکړي چې آیاد هند، بنګله دیش او دبرما مسلمانان خو به سربادي نه وي چې په روغ ځان داغ ولګوي.
ایا دا مسلمان ولسونه، نه پوهیږي چې القاعدې په افغانستان څه بیلا را نازله کړه؟ د ملک نه بهر یې تروروستي حملې وکړې او دا ملک یې په لوی لاس په خارجي قواوو اشغال کړ.
نن سبا هر کوڼ او ړوند پدې پوهیږي چې القاعدې په افریقا کې مسلمانان ووزل، بې کوره او مهاجر یې کړل. په سوریه او عراق کې یې هم مسلمامانان ووژل او بې کوره یې کړل.

ډاکتر ظواهري پدې ښه پوهیږي چې نورد القاعدې جنازه تړل شویده، داعش او نوروترورستي ډلو میدان ترې ګټلئ دئ، ځکه چې داعش تر القاعدې نه ډیره آتشي ډله ده. په جنایت کارانو کې چې هره ډله زیاته افراطي وي او زیات قدرت ولري، افراطیان، بدعتیان، خوارج، قاتلان او غله ورپسې تراپی. ډاکتر ظواهري کوښښ کوي چې په تشو پروپاکندو د خپلې القاعدې ډلې حیثیت وساتې او د ځان کندن په بسترد پراته ناروغ ترورستي ګروپ عمر څو ورځې نور هم اوږد کړي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/09/140904_ma_alqaeda_indian_subcont.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more